Project Description

ستاسو د خوبونو د رېښتیا کېدو ځای
د بګرامیو استوکنیز ښار ګوټی د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې پر (۱۶.۶۵) هکتاره ځمکه پر درېیو فازونو کې ډیزاین شوی او په دغه ښاګوټي کې ښوونځی، روغتون، سوداګریز مرکزونه، جومات، شنه سیمه، موټرو تمځای او د ماشومانو لپاره د ساتېرۍ ځایونه شته دي.
د دغه ښارګوټي په لومړي فاز کې (۹) پوړیز (۱۱) بلاکونه شامل دي چې د نوموړو بلاکونو ښکلي آپارتمانونه د عصري ډیزاین له مخې له ( ۳ ) او ( ۵ )کوټه ایز جوړښت څخه برخمن دي. اوس مهال د نوموړې پروژې د درېیو (۳) بلاکونو چارې پای ته رسېدلی او د اته (۸) نورو بلاکونو چارې د (۶۵٪) سلنې پرمختګ سره د بشپړتیا په حال کې دي.
د دغې پروژې په بشپړیدو او ګټې اخیستنې سره به د سیمې اوسیدونکي د ښاري ژوند اسانتیاو ته د اسانه لاس رسي تجربه کړي.