Project Description

د سنایي غزنوي ښارګوټی د ۲۴.۶۶ هکتاره ځمکې د پراخوالي په درلودلو سره په دوو پړاونو کې د کابل ښار په پینځلسمه ناحیه کې د جوړېدو په حال کې دی.

دغه پروژه چې د ژوند لپاره د مناسب او لوړ کیفیت چاپیریال رامنځته کولو په موخه ډیزاین شوې، لومړی فاز یې د ۲۱ بلاکونو او ۶۱۲ اپارتمانونو څخه تشکیل شوی او دغه راز د دويم فاز په ۳۸ بلاکونو کې يې ۱۴۰۴ اپارتمانونه جوړیږي.

د سنایي غزنوي ښارګوټي پروژه هېوادوالو ته د اوسېدونې لپاره بېلابېل فرصتونه وړاندې کوي. د دغه ښارګوټي مناسب موقعیت، عامه چوپرتياوو ته اسانه لاسرسی، عصري ډیزاین، شنې سيمې او پارکونه او د کلکو امنیتي تدابیرو شتون ټولې هغه ځانګړتیاوې دي چې دغه ښارګوټی له نورو جلا کوي.

د سنایي غزنوي ښارګوټي انتخابول به تاسو ته د یوه راحته او باکیفیته ژوند فرصت درکړي.