Skip to content
+93 (0) 202929000
info@ndc.gov.af
  • پښتو
  • دری
NDC
  • HOME
  • ABOUT US
  • Directorates
    • Construction Affairs Directorate
    • Metal Elements Production & Prefabricated Units Directorate
    • Central Transportation Directorate
    • Ghouri Cement Factories
    • Jabal Siraj Cement Factory
  • MEDIA
    • Reports
    • NDC Weekly
    • Videos
    • Images Gallery
  • OPPORTUNITIES
    • Jobs
    • Bidding
    • Private Company Registration
  • GRIEVANCE HANDLING
  • CONTACT US
Loading...
VideosNoorulhuda Niazi2026-02-03T10:46:23+04:30
د جبل السراج سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې د ودانیزو چارو د پیل د بنسټ ډبره نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو له لوري په رسمي ډول کېښودل شوه.
بشپړ حال په راپور کې...
د جبل‌السراج سمنټو د تولید د دویمې سترې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د جبل السراج سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې د رغنیزو چارو د پیل په مراسمو کې د پروان والي مولوي عزیزالرحمن منصور وینا!
د جبل السراج سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې د رغنیزو چارو د پیل په مراسمو کې د پروان والي وینا!
د جبل السراج سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې د رغنیزو چارو د پیل په مراسمو کې د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر آخوند وینا!
د جبل السراج سمنټو د دویمې فابریکې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وینا!
د جبل السراج سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې د رغنیزو چارو د پیل په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر محترم محمد یونس اخندزاده وینا!
د جبل السراج سمنټو د دویمې سترې فابریکې د رغنیزو چارو د پیل په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر وینا!
د جبل السراج سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې د رغنیزو چارو د پیل په مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر محترم الحاج ملا هدایت الله بدري وینا!
د جبل السراج سمنټو دویمې سترې فابریکې د رغنیزو چارو د پیل په مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر وینا
سخنرانی محترم مولوی عبدالسلام حنفی، معاون اداری ریاست‌الوزرای ا.ا.ا در مراسم آغاز کار ساختمانی دومین فابریکه بزرگ تولید سمنت جبل‌السراج!
سخنرانی معاون اداری ریاست‌الوزرای ا.ا.ا در مراسم آغاز کار ساختمانی دومین فابریکه سمنت جبل‌السراج!
د جبل السراج سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې د رغنیزو چارو د پیل په مراسمو کې د ام-ارتي شرکتونو د عمومي رئیس محترم مولوي احمد جان بلال وینا!
د جبل السراج سمنټو دویمې فابریکې د رغنیزو چارو د پیل مراسم کې د ام-ارتي شرکتونو د عمومي رئیس وینا!
دا مستند د افغانستان د سمنټو صنعت تاریخي اهمیت او د کورني تولید په برخه کې د ملي پراختیا شرکت بېسارې او نوي هڅې انځوروي.
په دې مستند کې به وګورئ، چې څنګه د ملي پراختیا شرکت د خپلې بودیجې او قوي مدیریت په مټ، د غوري او جبل‌السراج فابریکې پراخې کړې او د هېواد د ځان بسیاینې لپاره یې ګامونه پورته کړل. د دغه ستراتیژیک پلان موخه دا ده، چې له سمنټو ترلاسه کېدونکي عواید بېرته د هېواد د سترو بندونو، استوګنیزو او سوداګریزو ښارګوټو او لویو لارو په تمویل کې ولګول شي، ترڅو د یوه اباد افغانستان بنسټونه پاخه شي.
#ملي_پراختیا_شرکت #د_سمنټو_صنعت #ځان_بسیاینه #کورنی_تولید #ملي_پروژې
مستند: افغانستان کې د سمنټو تولید او د ځان‌بسياینې لپاره یې د ملي پراختیا شرکت هڅې
کارهای ساختمانی بند پلتونی در ولایت پکتیکا با سرعت تمام رو به پیشرفت بوده و شرکت انکشاف ملی متعهد است تا کار های این پروژه مهم را با در نظر داشت معیارهای ملی و بین‌المللی تکمیل نماید.
جزئیات بیشتر در گزارش...
کارهای ساختمانی بند پلتونی در ولایت پکتیکا
په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند ودانیزې چارې په پوره چټکۍ سره پرمخ روانې دي او د ملي پراختیا شرکت ژمن دی، چې د دې مهمې پروژې چارې به د ټولو ملي او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړې کړي.
نور حال په راپور کې…
په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند ودانیزې چارې په پوره چټکۍ سره پرمخ روانې دي
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا، د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د روانو چارو څخه د لیدنې او ارزونې په موخه شمالي ولایتونو ته سفر وکړ.
----------------------------------------------
عبدالرحمن عطاش، رئیس عمومی اجرائیوی شرکت انکشاف ملی همراه با یک هیئت بلندپایه، برای بازدید و بررسی کار‌های کانال بزرگ و ملی قوش‌تیپه، به ولایات شمال کشور سفر کرد.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د یوه پلاوي په ملتیا، له قوش‌تېپې کانال څخه لیدنه وکړه
اطلاعیه فروش ماشین‌آلات و تجهیزات زراعتی شرکت انکشاف ملی!
د ملي پراختیا شرکت د کرنیزو ماشینونو او تجهیزاتو د پلورلو خبرتیا!
د ملي پراختیا شرکت د بازار د پیاوړتیا او د هېواد د سوداګریز سکتور د ملاتړ په موخه، د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ لوړ کیفیت لرونکي د ډبرو سکاره، چې د تودوخې درجه(GCV) یې له ۷۰۰۰ څخه ډېره ده، په کمې تعرفې سره بازار ته وړاندې کوي، چې له مخې یې سوداګر کولای شي د یادې ولسوالۍ د تګاب تخت، ګلورز او ګواخ له حوزو څخه د ډبرو سکاره ترلاسه کړي.
--------------------------------------
شرکت انکشاف ملی به هدف تقویت بازار و حمایت از سکتور تجارت کشور، زغال‌سنگ باکیفیت ولسوالی بلخاب ولایت سرپل را که میزان حرارت‌دهی آن بالاتر از ۷۰۰۰ (GCV) است، با تعرفه‌ای نازل به بازار عرضه می‌کند؛ که بر اساس آن، تاجران می‌توانند زغال‌سنگ مورد نیاز خود را به گونه‌ای آسان از حوزه‌های تگاب تخت، گلورز و گواخ این ولسوالی به‌دست آورند.
د ملي پراختیا شرکت د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکاره په کمې تعرفې سره بازار ته وړاندې کوي
د ملي پراختیا شرکت تل هڅه کړې ده، چې خپلو کارکوونکو ته غوره کاري چاپیریال برابر کړي. د مرکزي دفتر دا ښایسته او منظمه فضاء د دې لامل شوې، چې کارکوونکي په پوره انرژۍ او فکري تمرکز سره د هېواد د آبادۍ لپاره شپه او ورځ کار وکړي، دلته د نظم او نوښت کلتور حاکم دی، چې نه یوازې د کار کیفیت لوړوي، بلکې هر کارکوونکي ته د مسلکي پرمختګ او هڅونې پوره زمینه هم برابروي.
ملي پراختیا شرکت؛ د هڅونکي کاري چاپیریال او مسلکي نوښت مرکز
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، چې د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور یې هم ملتیا کوله، بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو چارواکو د فابریکې د رغنیزو چارو له نږدې څارنه وکړه او د روانو چارو په اړه یې ځایي مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش د دې فابریکې جوړول د هېواد د صنعتي کېدو او په ساختماني چارو کې د ځان‌بساینې لپاره یو بنسټیز ګام وباله او تخنیکي ټیمونو ته یې لارښوونه وکړه، چې په کارونو کې کیفیت او کمیت ته همداسې جدي پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور هم د غوري سمنټو د تولیدي ظرفیت لوړول د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم یاد کړل او په دې برخه کې یې د ملي پراختیا شرکت هڅې وستایلې.
د یادونې وړ ده، چې د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې رغنیزې چارې اوس مهال شاوخوا لس سلنه پر مخ تللي، چې په فعالېدو سره به یې په هېواد کې د سمنټو د تولید کچه د پام وړ زیاته او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
-----------------------------
محترم عبدالرحمن عطاش، رئیس عمومی اجرائیوی شرکت انکشاف ملی در حالی که محترم شیخ نورالحق انور، رئیس عمومی اداره امور نیز ایشان را همراهی می‌کرد، طی سفری به ولایت بغلان از جریان کارهای ساختمانی فابریکۀ سوم سمنت غوری بازدید نمودند.
در این بازدید، بر روند کارهای ساختمانی فابریکه نظارت صورت گرفته و هدایات لازم  در مورد امور جاری به مسئولین مربوطه ارائه گردید
محترم عبدالرحمن عطاش، رئیس عمومی اجرائیوی شرکت انکشاف ملی، ساخت این فابریکه را گام بنیادی در راستای صنعتی‌شدن کشور و خودکفایی در بخش ساخت‌وساز خواند و به تیم‌های تخنیکی هدایت داد تا به کیفیت و کمیت کارها توجه جدی و مستمر داشته باشند.
در همین حال، محترم شیخ نورالحق انور، رئیس عمومی اداره امور نیز افزایش ظرفیت تولیدی سمنت غوری را برای تقویت اقتصاد افغانستان مهم ارزیابی کرده و از تلاش‌های شرکت انکشاف ملی در این زمینه ستایش نمود.
قابل ذکر است که کارهای ساختمانی فابریکۀ سوم سمنت غوری در حال حاضر حدود ده درصد پیشرفت داشته است که با فعال‌شدن این فابریکه میزان تولید سمنت در کشور به گونه‌ چشمگیری افزایش یافته و برای صدها تن زمینه کار فراهم خواهد شد.
بازدید رهبری شرکت انکشاف ملی از جریان پیشرفت کار فابریکه سوم سمنت غوری
هیئتی بلندپایه به رهبری محترم مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری که در ترکیب آن محترم شیخ نورالحق انور، رئیس عمومی اداره امور، محترم عبدالرحمن عطاش، رئیس عمومی اجرائیوی شرکت انکشاف ملی، محترم مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده، معین آب وزارت انرژی و آب، محترم مولوی احسان‌الله احرار، نماینده معاونیت اقتصادی ریاست‌الوزراء و شماری دیگر از مقامات و متخصصین حضور داشتند، از پیشرفت کارهای فزیکی کانال قوش‌تپه از نزدیک بازدید نمودند.
هیئت بلندپایۀ ا.ا.ا از جریان کارهای ساختمانی کانال قوش‌تپه بازدید کرد
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي، چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال محترم مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده، د اقتصادي معاونیت استازی محترم مولوی احسان‌الله احرار او یو شمېر نورو چارواکو او متخصصينو ګډون درلود، د قوش‌تېپې کانال کاري پرمختګ له نږدې وڅاره.
د ا.ا.ا یو لوړپوړي پلاوي د قوش‌تېپې کانال له روانو چارو لیدنه وکړه
More Videos Subscribe

Copyright © 2026 | NDC All Rights Reserved

  • پښتو
  • دری
Page load link
Go to Top