چهار شنبه ۱۶ چنګاښ۱۴۰۰
د حامد کرزي نړیوال هواي ډګر رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي او ډیر ژر به يې کارونه پای ته ورسیږي.
دغه دیوال چې ۱۷۰۰ متره اوږدوالی او ۵ متره لوړوالی لري د ټولو اړینو ملحقاتو سره لکه: ۱۱ د ساتنې زرهي (ګادرټاور) برجونه، (وي،آی،پي) ساحه، سیوري جوړونکي، د اوبو فواره، پیاده روونه، شنه ساحه او ۴۶۰ متر مربع کانال او سړک د جوړیدو په حال کې دي.
د حامد کرزي نړیوال هواي ډګر او اړین ملحقات يې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي.
دغه دیوال په داسې حال کې د ملي پراخیتا شرکت له لوري جوړیږي چې دغه شرکت په هیواد کې دسلګونو ودانیزو پروژو د جوړیدو چارې روانې دي.