مرکز بار وړونکی (کاماز) ریاست
د کازماز مرکزی باروړنکی ریاست په هېواد کې یوازينۍ امارتي ټرانسپورټي اداره ده. د کاماز ریاست په ۱۳۶۰ لمریزکال کې د وزیرانو شورا د پرېکړې او د هغه وخت د اړتیاوو پر بنسټ د کاماز۲- ۳- ۴ کمپلکسونو تر سرلیک لاندې، پر ۴۱۴.۶ جریبه ځمکه د کابل ښار د قصبې سیمه کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په هډانه کې جوړ شو، او تر ۱۳۸۴ لمریزکال پورې یې د لېږدونې فعالیتونو ته دوام ورکړ.
بیا په ۱۳۸۴ لمریزکال کې د کاماز ۲- ۳ – ۴ تصدۍ یو بل سره یو ځای او د مرکزی باروړونکی تصدۍ په نوم یې د لېږدونې کړنې ترسره کولې. خو دې تصدۍ د هغه مهال د جمهوري ریاست د ۱۳۹۹/۲/۹ نېټې د (۴۷۹) ګڼې حکم پر بنسټ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت څخه جلا او د ملي پراختیا شرکت په چوکاټ کې شامل کړل شو. د مرکز باروړونکی (کاماز) ریاست تر دم ګړۍ د څه باندې(۲۷۰) عرادې باروړونکو موټرو په واسطه د هېواد په بېلابېلو بندرونو او ولایتونو لکه؛ هرات، بلخ، کابل او… د خصوصي سکټور په مرسته ترانسپورتي چوپړتیاوې وړاندې کوي.