له وړاندې جوړشوو ودانیزو او وسپنیزو توکو تولید ریاست

په ۱۳۵۴ کال کې د وسپنیزه توکو د تولید ریاست د لومړي ځل لپاره د هغه مهال د کرنې او اوبو لګولو وزارت د اوبولګولو شبکو د ساختماني وسایلو په میخانیکي ورکشاپونو کې د وسپنیزو توکو د تولید لپاره خپل فعالیت پیل کړ. بیا د وسپنیزه توکو د تولید ریاست د هغه وخت د وزیرانو شورا د پرېکړې او د ۱۳۶۶/۱۱/۱۹ نېټې د (۲۳) مصوبې د یوولسمې (۱۱) مادې پر بنسټ د ۱۳۶۷ کال څخه د یوې انتفاعي تصدۍ په توګه خپل حقوقي شخصیت بدل کړ؛ خو د ۱۳۹۸ کال د ليندۍ میاشتې ۳۰مې نېټې پورې یې د اوبو او برېښنا وزارت پورې تړلې تصدۍ وه. دې تصدۍ په پیل کې، په ځانګړې ډول خړوبونې شبکو د هایدرو تخنیکي وسپنیزو توکو لکه د اوبو د بندونو، ویالو (کانالونو) دروازو او د حقابو د تثبیت لپاره، فعالیت کوو. بالاخره په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د وسپنیزو توکو تولید تصدۍ ریاست د هغه مهال د جمهوري ریاست د (۱۵/۱۲/۱۳۹۸) نیټې د (۳۱۷۷) ګڼې حکم پر بنسټ د ملي پراختیا شرکت سره په یو ځای کېدو، بیا ځلې فعالیت پیل کړ. او په ۱۴۰۲ کال کي د وړاندې جوړشوو ودانیزو توکو فابریکه د کور جوړولو ودانیز ریاست څخه جلا او د وسپنیزه توکو د تولید ریاست سره یو ځای شوه.

د ملي پراختیا شرکت د پالېسۍ له مخې د دغه ریاست موخې په لاندې ډول دي:

  • د هایدرو تخنیکي، صنعتي ودانیو او داسې نورو پروژو د معیاري وسپنیزه توکو تولید.
  • د موادو د تولید او لابراتواري آزموینو د ډاډمن کیفیت په موخه له پرمختللې او عصري ټیکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل.
  • د تولید کچې د لوړولو په موخه د تخنیکي او تولیدي وسایلو څخه اعظمي ګټه اخیستل.
  • د نورو دولتي شرکتونو او خصوصي سکتور سره د تولید په برخه کې مرسته کول.
  • د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو د ودې په موخه د فلزي توکو له راوړولو(واردولو) څخه مخنیوی کول.
  • په هېواد کې دننه پانګونه.
  • د کارکوونکو د ژوند د لا ښه والي په پار د کاري فرصتونو شرایط برابرول.
  • د ځوانانو لپاره، په ځانګړې توګه د تخنیکي موسسو فارغانو ته د کاري زمینو او د کاري فرصتونونه رامنځته کول.
  • له نړیوالو معیارونو سره سم د وسپنیزو توکو تولید او جوړول.
  • د معیاري محصولاتو د کیفیت د لوړاوي او ښه والي په موخه په آزاد بازار کې د نورو شرکتونو سره د سالمې سیالۍ رامنځته کول.
  • په غوره کیفیت او لږ وخت کې له وړاندې جوړ شوو ودانیزو توکو څخه د ودانیو جوړول او بیارغونه.
  • د PVC او المونیمي دروازو او کړکیو جوړول.