چهارشنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۰
دملي پراختیا شرکت اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش له پروژو څخه دلیدنو او ارزونو په لړ کې نن د صکوکو مطبعې نوې ودانۍ او ملي پراختیا شرکت کمپلکس له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه .
په دې لیدنه کې ښاغلي عطاش د دواړو پروژو دکار له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او اړونده مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه؛ څو دکارونو کیفیت، دقت او سرعت په پام کې ونیسي
دملي پراختیاشرکت عمومي رییس دصکوکو مطبعې له پروژې څخه دلیدنې پرمهال وویل دغه پروژه به په پرمختللو وسایلو سمبال جوړه شي؛ څو ټول ارزښت لرونکي اسناد په بشپړ امنیت سره د هیواد په داخل کې چاپ شي.
دغه ودانۍ د ملي پراختیا شرکت بنایي وادنیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې مالیې وزارت لخوا ورکول کیږي.
د صکوکو مطبعې بنسټ د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د ارګ په شاهي باغ کې کیښودل شو او یوازینۍ دولتي مطبعه ده چې دچاپ په برخه کې تردې مهاله فعالیت لري.