پنجشنبه ۵ وږی ۱۴۰۰
دملي پراختيا شرکت رهبري پلاوي نن د کابل ولایت د بالا باغ قصرونو څخه له نږدې لیدنه وکړي.
په دغه پلاوي کې دملي پراختيا شرکت اجراييوي رييس عبدالرحمن عطاش او ددې شرکت یو شمیر کارکوونکو ګډون درلود.
ښاغلي عطاش ددې قصرونو د پاتي کارونو د بیا پیل لپاره لازم هدایت ورکړو او زیاته يې کړه چې کارونه باید په دقت، سرعت او ښه کیفیت سره پرمخ لاړ شي.
د پغمان بالاباغ ماڼۍ چې ۲۸ودانۍ لري، د امیر عبدالرحمن خان او شاه امان الله خان د واکمنۍ پرمهال استوګنځی او د بهرنیو او کورنیو میلمنو د میلمه پالنې او تفریح ځای لپاره جوړ شوی وو.