په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له راتګ وروسته د غوري سمنټو د فابریکو مسوولیت د بغلان ولایت سیمه ییزو ادارو په لاس کې اخیستی وو، چې د سمنټو په تولید، کیفیت او د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې ځینې ستونزې رامنځ ته شوې وې، نو له همدې امله د ا.ا.ا رهبرۍ پرېکړه وکړه، چې د دې فابریکو مسوولیت د دوهم ځل لپاره د ملي پراختیا شرکت ته ولېږدول شي.
د ملي پراختیا شرکت د دې فابریکو د چارو څخه د لیدنې او د سمنټو تولید د لوړوالي لپاره یو هیئت، د دې شرکت معاونینو او تخنیکي ټیم څخه وګوماره، چې نوموړي هیت د فابریکو له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه او هم یې ډاډ ورکړ، چې د فابریکو شته ستونزې به حل او د تولید او کیفیت د لوړوالي ترڅنګ به غوري سمنټو ته په بازار کې ځانګړی مقام ګټي.
همدارنګه مسوولینو د فابریکو د کار کوونکو د پاتې معاشونو د ورکړې لړۍ هم رسماً پیل کړه او هم یې ترې وغوښتل، چې په صداقت او رېښتینولۍ خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
هېره دې نه وي په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له راتګ وروسته د دې فابریکو کارکوونکو معاشونه نه وو اخیستي.