د قوشتېپې کانال حیاتي پروژه، د تخار ولایت د نمک آب کانال د لوري بدلون او د غوري سمنټو د تولید فابریکې د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له مهمو او لویو پروژو څخه دي، چې چارې یې ګړندۍ روانې دي.
د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ نوموړې پروژې د هېواد په اقتصاد، کارموندنې، آبادۍ او پرمختګ کې مهمې یادې کړې او له چارو یې له نږدې څارنه کوي.
په وروستیو کې د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ او تحنیکي ټیم له دې پروژو لیدنه وکړه.
د قوشتېپې ملي کانال د تطبیق له چارو څارنه
د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ له تخنیکي ټیمونو او قرار دادي شرکتونو سره له دوامداره غوڼدو وروسته، د دوی له کړنو خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا چټکۍ او ښه کیفیت لپاره یې اړینې لارښوونې وکړې.
په دې ملي پروژه کې تر اوسه:
. ۱۵۰۳ عراده ماشینري په کار بوخت ده.
. په یو وخت کې ۴۲ کیلومتره واټڼ کې په ۴۰ نقطو کې کار.
. له ۲۲۰۰ څخه ډېرو کسانو ته د کار زمینه مساعده شوې ده.
. ۱۴ میلیونه متره مکعبه کېندنه
. د انتک( سربند) سیمه کې د کار پيل
په دې سفر کې د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ د شمالي ولایتونو له قومي مشرانو او علماوو سره خبرې وکړې او د دې پروژې له چارو یې ډاډ ورکړ.
د قوشتېپې کانال پروژه د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو وګړو یوه هیله وه، چې په خپل سر او مال له دې پروژې ملاتړ کوي.
همدارنګه د دې کانال د دوهم فاز د ډیزاین او توپوګرافۍ چارې، چې لا له وړاندې پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دي.
د شمال کرنیز کمپلکس
د ملي پراختیا شرکت له لوري د قوشتېپې کانال شاوخوا ۸۶۰۰۰۰ جریبه ځمکه کې د حیرتانو کرنیز کمپلکس طرح او ډیزاین بشپړ شوی دی.
دا کمپلکس د بېلا بېلو کرنیزو محصولاتو لکه؛ غنم، جوار، هنګه، پنبه او داسې نورو حبوباتو د کرنې ظرفیت لري، چې د هېواد په ځان بساینه کې یوه درنده برخه ډکه ولی شي.
د دې کمپلکس سر بېره د مېوه لرونکو ونو لکه؛ پستې، بادام، سنځلې او انګورو د کښېنولو پلان هم شته.
د حیرتانو کرنیز کمپلکس په نوي او مدرن ډول طرحه شوی دی، چې د اوبو لګونې چارې یې په سطحي، باراني او د څاڅکو په سېسټم باندې په پام کې نیول شوي دي.
په دې کمپلکس کې د کارکوونکو لپاره: استوګنیز کورونه، جوماتونه، ښوونځي او روغتونونه هم په پام کې نیول شوي دي.
د حیرتانو صنعتي کمپلکس
د قوشتېپې کانال په اوږدو کې د قوشتېپې صنعتي کمپلکس طرح او ډیزاین په ۲۵ زره جریبه ځمکه کې بشپړ شوی دی، دا کمپلکس ۱۲۰ وړې او منځنۍ فابریکې، څلور لویې فابریکې لري، چې د اوسني عصر ټول مدرن او نوي امکانات به هم ولري.
د غوري سمنټو د تولید لوړوالی
د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ بغلان ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د غوري سمنټو له فابریکو لیدنه وکړه او د سمنټو تولید یې په دې فابریکو کې تر څه ځنډ وروسته بیا پيل کړ، چې د کیفیت تر څنګ یې د سمنټو د تولید د لوړوالي لپاره ځایي مسوولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
همدارنګه د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ د سمنټو د خرڅلاو او بازار موندنې، د غوري سمنټو فابریکو د چاپېریال د پاک ساتنې او د دې فابریکو کارکوونکو ته د لازمو آسانتیاوو برابرو لپاره هم ځایي مسوولینو ته لارښوونې وکړې.
د ۱۲۰۰ مترو واټن کې د نمک آب کانال د لوري بدلون
دا پروژه د نمک آب ولسوالۍ د کرنې د ودې لپاره یوه اغېزمنه پروژه ده، چې شاوخوا ۱۱ زره هکټاره ځمکه خړوبولای شي او په نږدې وخت کې به بشپړه شي.
د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ له دې کانال څخه د لیدنې پرمهال، دا پروژه یوه مهمه او اړینه پروژه یاده کړه او د کارونو د لا چټکتیا او ښه کیفیت په برخه کې یې ټینګار وکړ، ترڅو ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ملي پراختیا شرکت د خپل متعهده او مسلکي کارکوونکو پرمټ د هېواد د آبادۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، چې د هېواد پرمختګ او په ځان بساینه یې لومړیتوب دی.