د قوش تېپې کانال ته د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش او د بلخ ولایت والي مولوي قدرت الله حمزه او تخنیکي ټیم د خپل سفر په ترڅ کې د ځایي مسوولینو کړنې وستایلې او هم یې زیاته کړه،
دا کانال د هېواد یوه حیاتي پروژه ده، د بلخ ولایتي اداره به له ولس سره اوږه په اوږه د دې پروژې ساتنه په هره بیه کوي.د یا دولو وړ دی، اوس مهال په دې کانال کې ۱۶۷۵ ماشینري په کار بوخت ده، چې ټول ټال د کانال ۱۵ فیصده چارې پرمخ تللې دي او دا چارې د یو قوي تخنیکي ټیم پرمټ تطبیق او څارل کېږي.