د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ او فني ټیم له پروژو څخه د لیدنو په لړ کې دا ځل زابل ولایت ته سفر وکړ، د تورې له بند څخه یې لیدنه وکړه او د دې پروژې چارې یې له نږدې وکتلې.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش د تورې بند یوه مهمه پروژه یاده کړه او ټینګار یې وکړ ترڅو د پروژې د تطبیق پرمها ل کیفیت او سرعت په پام کې ونیول شي او هم یې د پروژې مسوولینو ته دنده وسپارله ترڅو د اوبو د دې حیاتي بند چارې د اوبو او انرژۍ وزارت او د زابل له محلي ادارې سره په ښې همغږۍ مخکې یوسي.
د اوبو دا بند د زابل ولایت مرکز قلات ښار په څلور کیلومترۍ کې موقعیت لري، د موسمي اوبو د ذخیره کولو، کرنې ودې او د برېښنا تولید لپاره جوړېږي، چې د تطبیق چارې یې د ملي پراختیا شرکت د هلمند ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کېږي.
د یادولو وړ دی، د تورې بند ۲۵ متره جګوالی، ۷۰ متره اوږدوالی لري او ۲.۹ میلیونه متره معکبه اوبه ذخیره کوي، چې د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لرلو سر بېره به ۶۰۰ هکټاره کرنیره ځمکه هم خړوبه کړي.