بلخ ته د ملی پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس، د ا.ا.ا ویاند او مل پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال د سربند د جوړونې چارې پيل کړې.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش بلخ ولایت د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال د سربند د جوړونې چارې پيل او ځایي مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د سربند په جوړونه کې کیفیت او کمیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هېواد د دې سترې او ملي پروژه پرمخ وړلو کې د تېر په څېر له پوره صداقت او ایماندارۍ کار واخلي.
د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د قوش تېپې کانال د هېواد په تاریخ کې یوه ستره او ملي پروژه یاده کړه او د دې پروژې د تطبیق له امله یې د ملي پراختیا شرکت له رهبرۍ او کارکوونکو مننه وکړه، چې په پوره رېښتینولۍ یې چارې پرمخ وړي.
د قوش تېپې کانال سربند د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د آمو پر سیند جوړېږي او له همدې سربند څخه به اوبه دې کانال ته راځي، د بلخ او جوزجان له ولایتونو څخه په تېرېدلو سره به د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ پورې رسېږي.