د ا.ا.ا ریاست الوزراء اداري مرستیال ‏مولوي عبدالسلام حنفي د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر ودانۍ د جوړولو له چارو او د عامه اړیکو له څانګې څخه د لیدنې تر څنګ د شرکت له کړنو خوښۍ څرګنده کړه او د ملي پراختیا شرکت له لوري روانې چارې یې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې مهمې او اړینې وبللې.
د ملي پراختیا شرکت عموموي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د ښاغلي محترم مولوي عبدالسلام حنفي له راتګ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې ملي پراختیا شرکت به د تل په څېر خپلې چارې په پوره صداقت او رېښتینولۍ پرمخ بیایي.