پراختیا شرکت له ټولو کار کوونکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.
ښاغلي عبدالرحمن عطاش د ملي پراختیا شرکت په تېرو کړنو، تر کار لاندې پروژو او راتلونکي پلانونو هر اړخیز بحث وکړ او د هېواد د آبادۍ او ځان بسیاینې لپاره یې د ملي پراختیا شرکت کړنې مهمې یادې کړې.
ښاغلي عبدالرحمن عطاش زیاته کړه، خپلې خاورې او هېواد ته خدمت کول زمونږ دیني او ملي وجیبه ده او په دې لاره کې باید هېڅکله د ستړیا احساس ونه کړو.
د یادولو وړ دی، چې اوس مهال ملي پراختیا شرکت د هېواد په تاریخ کې د تر ټولو سترې کرنیزې او اقتصادي( قوش تېپې ستر او ملي کانال) پروژې د تطبیق چارې په خورا چټکۍ سره روانې کړي دي.