په بغلان ولایت کې د ملي پراختیا شرکت اړوند د غوری سمنټو فابریکو ریاست له لوري د ترقي بڼ د پراختیا او نیالګیو کښېنولو چارې د غوري سمنټو فابریکو د رئیس له لوري پیل شوې.
د مسؤلینو په خبره، په دې پړاو کې په ۶۰ جریبه ځمکه باندې به د بادامو او پستې ۶۰۰۰نیالګي کښېنول شي، چې له ډلې به یې ۵۶۰۰ بادام او پاتې د پستې نیالګي دي.
د یادولو وړ ده، چې د ترقي بڼ د غوري سمنټو فابریکو ریاست له لوري د دې فابریکو اړوند سلګونه جریبه ځمکه کې د څاڅکو په سېسټم جوړ شوی دی.