د ملي پراختیا شرکت له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم او بیارغونې چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې، چې په دې مراسمو کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل سر بېره د عامې روغتیا وزارت وزیر ډاکتر قلندر عباد، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر مولوي نجیب الله حقاني، کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي حمدالله نعماني او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
غونډې ته د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل وویل: موږ ټولو هېواد والو ته ډاډ ورکوو، چې د جمهوریت روغتون د بیارغونې چارې به د هېواد د نورو سترو او ملي پروژو په څېر په ډېرې چټکۍ سره په ښه کیفیت او کمیت پرمخ یوسو.
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر قلندر عباد وویل: هڅه مو داده، چې په هېواد کې روغتیایي خدمتونه معیاري کړو، چې ښه بېلګه یې تاسو نن وینئ، چې د جمهوریت روغتون د ریفورم او بیارغونې چارې مو پیل کړې او کوښښ کوو د هېواد ټولو وګړو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وویل: د شکر او ویاړ ځای دی، چې د ا.ا.ا په راتګ سره په بېلا بېلو برخو کې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ زمینه مساعده شوې ده او له عامې روغتیا وزارت یې وغوښتل، تر څو هېواد والو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا ډېره هڅه او کوښښ وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني په خپلو خبرو کې د هېواد د روغتیایي برخې له ډاکترانو او کارکوونکو وغوښتل، ترڅو د ناروغو هېواد والو په تداوۍ کې هر اړخیزه هڅه او کوښښ وکړي او ور سره ښه چلند وکړي.
د جمهوریت روغتون د هېواد په سطحه یو له سترو روغتونونو څخه دی، چې د ریفورم او بیارغونې چارې یې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شوې.