د ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، چې د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ د ګلورز او ګواخ له کانونو څخه يو ميليون (1000000) ټنه د ډبرو سکاره د مزايدې له لارې وپلوري. هغه اشخاص چې غواړي په دې مزايده کې ګډون وکړي، کولای شي د پورته ډبرو سکرو شرطپاڼه د کابل ښار په قصبه سيمه کې د ملي پراختيا شرکت له مرکزي دفتر څخه ترلاسه کړي او خپل وړانديزونه د اعلان له نشر څخه وروسته تر پنجشنبې ورځې ((13/02/1403)) نېټې پورې د کابل ښار پنځلسمې ناحيې اړوند قصبه کې د ملي پراختيا شرکت د عامه اړيکو آمريت ته وسپاري. تر وخت وروسته او د انټرنېټ له لارې وړانديزونه د منلو وړ نه دي.

د مزايدې غونډه د پنجشنبې پر ورځ د سهار (10:00) بجې چې د ((13/02/1403)) نېټې سره سمون خوري، د ياد شرکت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.