پنجشنبه ۱۴۴۶ ھ ق کال رجب المرجب ۲۲مه/ ۱۴۰۳ هـ ش سلواغې په ۴مه نېټه د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش او مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د قوش تپې ستر او ملي کانال له سربند، دویم فاز او د کانال په مسیر کې د پلونو جوړولو له روانو چارو څخه لېدنه وکړه.
په دې لېدنه کې مولوي احمد جان بلال د قوش تپې کانال پروژې اهمیت په ډاګه او دا یې د افغانستان د اوبو مدیریت او د کرنې میکانیزه کولو لپاره یوه له مهمو او ستراتېژیکو پروژو څخه وبلله.
ښاغلي بلال په دې برخه کې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ کړنې وستایلې او په سیمه کې تر سره شوي پرمختګونه یې له تمې څخه لوړ یاد کړل.
دغه راز د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د امارتي شرکتونو له لوی رئیس څخه مننه وکړه، چې د قوش تپې ستر او ملي کانال د پروژې له روانو چارو څخه یې له نږدې لېدنه وکړه.
ښاغلي عطاش د خپلو خبرو په ترڅ کې هېواد والو ته ډاډ ورکړ، چې د قوش تپې ستر او ملي کانال چارې په ټولو اړینو معیارونو برابرې په خورا چټکۍ سره د افغاني انجنیرانو له لوري پرمخ روانې دي.
د یادولو وړ ده، د قوش تپې ستر او ملي کانال د دویم فاز د کیندنې چارې ۸۵ سلنه او د سربند جوړولو چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې دي او همدارنګه د کانال په مسیر کې د ۷ پلونو جوړولو چارې هم په خورا چټکۍ سره روانې دي.