چهارشنبه ۱۴۴۶ ھ ق کال شعبان ۲۰مه/ ۱۴۰۳ هـ ش کب په ۱ نېټه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت یو لوړ پوړي پلاوي د قوشتېپې ستر او ملي کانال د اوسني وضعیت او پرمختګ څخه د لیدنې په موخه شمالي ولایتونو ته سفر وکړ او هلته یې د ملي پراختیا شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش سره ولیدل.
نوموړي پلاوي د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه او په سیمه یې له روانو چارو د خوښۍ ترڅنګ د ملي پراختیا شرکت له نه ستړې کېدونکو هڅو مننه وکړه او هم یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز پلاوي د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډو هڅو پر بنسټ ټینګار وکړ، چې دغه پروژه د اوبو د مدیریت او اقتصادي ودې په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت ستراتیژیک هدفونه پوره کړي.
د یاده ونې وړ ده، چې نوموړې کمېټه څه موده وړاندې د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت له لوري د اړوندو ادارو ترمنځ د قوش تېپې کانال په اړه د لا زیاتې همغږۍ رامنځ ته کولو لپاره جوړه شوې وه، چې په رأس کې یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، د اراضي عمومي رئیس مولوي محمود مظلوم، د اوبو او انرژۍ وزارت، د اوبو د تنظیم چارو رئیس محمد نعمان، د چارو ادارې د زېربیناوو او اقتصادي چارو رئیس شمس الرحمن، د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت استازی او یو شمېر نور تخنیکي کسان مل وو.