Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراييوي رييس د ماليې له سرپرست وزيرسره ولیدل

چهارشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰ دملي پراختيا شرکت عمومي اجراييوي رييس عبدالرحمن عطاش نن د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، سره د مالیې په وزارت کې ولیدل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ولایتي محاکمو جوړولو په ملاتړ، د دارالامان په اداري کمپلکس کې د سترې محکمې مرکزي ودانۍ او قضات استوګنیزو بلاکونو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه. په دې ناسته کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرايیوي ريیس د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم په پام کې نیولو سره د یادو پروژو د ملاتړ غوښتونکی شو. د مالیې وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړ، چې د یادو پروژو ملاتړ به د هیواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو ته په کتو سره په پام کې نيسي.

جون 8th, 2021|Categories: راپورونه|

د رستم تخت احاطوي دیوال د جوړیدو چارې روانې دي

چهارشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰ د رستم تخت محافظی دیوال چې د سنمګان ولایت مرکز ابیک ښار کې موقیعیت لري د جوړولو چارې يې څه موده وړاندي د ملي پراختیا شرکت د افغاني وادنیز ریاست له لورې پیل شوي چې په نږدې راتلوونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه دیوال چې ۴۶۰۰ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی لري چې مالي لګښت ېي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې ورکول کیږي. د یادونې وړده چې دغه تخت د کوشانیانو په وخت کې جوړ شوی چې د تاریخ له مشهورو ځایونو څخه شمیرل کیږي چې هر کال ګنل شمیر سیلانیان ددې لرغونې سیمې د لیدلو په موخه سمنګان ولایت ته ورځي.

جون 2nd, 2021|Categories: جوړول|

قلعه شانان کې د ډبرینو سړکونو جوړیدو چارې ګړندۍ روانې دي

چهارشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰ د کابل ښار دولسمې ناحیې قلعه شانان سیمه کې د ډبرینو سړکونو د جوړولو چارې ګړندۍ روانې دي چې ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا پروژه چې دجوړیدو چارې یې دملي پراختیا شرکت دافغاني ودانیز ریاست پرمخ وړي، مالي لګښت یې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له لوري ورکول کیږي. ددغو سړکونو غاړې ته د ویالو د جوړولو او کانګریټ کارونه بشپړ شوي او اوس یې د ډبرین فرش کارونه هم دبشپړېدو په حال کې دي، چې په ګټې اخیستنې سره به یې دقلعه شانان دسیمې زرګونه اوسیدونکو دتګ راتګ ستونزې هوارې شي.

جون 2nd, 2021|Categories: جوړول|

دملي پراختیا شرکت له رهبرۍ څخه د پنجشیر پوهنتون مسؤلینو غوښتنه

سه شنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰ نن د پنجشیر پوهنتون رییس او استادانو د ملي پراختیا شرکت د دفتر له رییس سره د لیدنې په ترڅ کې د پنجشیر پوهنتون په انګړکې دښځینه محصلینو لپاره دلیلیې،جومات، جمنازیم، کتابتون او کمپیوترلب دجوړیدو غوښتنه وکړه. هغه ناسته چې په همدې موخه دملي پراختیا شرکت د دفتر رییس رفیع الله عزیزي په د فتر کې جوړه شوې وه په پیل کې ښاغلي عزیزي د پوهنتون رییس او استادانو ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل" دملي پراختیا شرکت رهبري او مسؤلینو هغه څه چې وایي عمل پرې کوي اوکومې ژمنې یې چې کړي پرهغو یې عمل کړی ده ". وروسته د پنجشیر پوهنتون رییس او استادانو د ملي پراختیا شرکت له رهبرۍ څخه دمننې ترڅنګ هغه غوښتنې چې ددې پوهنتون مسؤلینو له ځان سره راوړې وې ښاغلي عزیزي سره شریکې او د تطبیق غوښتنه يې وکړه. په پای کې رفیع الله عزیزي د پوهنتون له رییس او استادانو سره ژمنه وکړه چې د دوي غوښتنې او وړاندیزونه به ددې شرکت له رهبرۍ سره شریک او جدي تعقیب کړي. د یادونې ده چې د پنجشیر پوهنتون په څلور پوهنځیو کې ۲۵۰۰ محصلین په داسې حال کې په زده کړو بوخت دي چې دغه پوهنتون له ډیرو کمو امکاناتو برخمن ده.

جون 2nd, 2021|Categories: راپورونه|

بامیانو کې به ډیر ژر یو ورزشي جمنازیم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

سه شنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰ بامیانو ولایت کې د ورزشي جمنازیوم د جوړیدو چارې د بشپړیدو په حال کې دي او ډیر ژربه د دې ولایت ځوانانو ته د لوبو ترسره کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جمنازیم چې د جوړولو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند دبنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل شوي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکړل شوی. دغه جمنازیم په څه دپاسه ۲۰۰۰ مربع متره مساحت ځمکه کې جوړشوی چی په يو وخت کې به د شاوخوا ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري. داپه داسې حال کې ده چې دې ته ورته جمنازیمونه دهیواد په یو شمیر نورو ولایتونوکې هم ترکار لاندې دي چې په جوړیدو سره به یې د ډیری ځوانانو له لوبو سره نوره مینه هم پیدا شي.

جون 1st, 2021|Categories: جوړول|

په پکتيا کې سل بستريز روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

دوشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰ نن په پکتيا ولايت کې دکرونا ناروغانو لپاره سل بستريز روغتون دپکتيا مرستيال والي، عامې روغتیا رييس او يو شمير بيلابيلو ادارو رييسانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه روغتون چې دپکتيا مرکز ګردیز ښار کې موقعیت لري دملي پراختيا شرکت له لوري جوړ شوی او مالي لګښت يې دجمهوري رياست عملياتي ادارې لخوا ورکړل شوی دی. دغه سل بستريز روغتون به په ټولو روغتيايي امکاناتو سمبال دکرونا لرونکو ناروغانو په خدمت کې وي.

جون 1st, 2021|Categories: جوړول|
Go to Top