پکتیا ولایت پوهنتون کې د دوه بابه لیلیو کارونه په چټکۍ سره روان دی
پنجشنبه ۹ غویی ۱۴۰۰ د پکتیا ولایت پوهنتون کې د محصلینو د اوسیدو ستونزې د حل په موخه په دوه بابه معیاري لیلېو ودانیزې چارې روانې دي چې تمه ده چارې ېې دیر ژر بشپړې شي. دا لیلېې چې د نړیوالو استندردونو مطابق په ۶۶۰۰ متر مربع ځمکه کې په پنځو پوړونو کې په عصري او اساسي شکل د افغان انجنیرانو او کارګرو پرمټ جوړیږي، هره یوه د ۱۰۰۰ تنو محصلینو د ځاییدو وړتیا لري. په هره لیلیه کې د محصلینو لپاره د خوب ۱۲۸ عصري او تجهیز شوې خونې، کنفرانس خونه، جومات، د روغتیايي چوپړتیاوو عاجله خونه، اداري او د معلوماتي تکنالوژۍ دفترونه، د وسایلو ډیپوګانې، خوړنتون، مجهز پخلنځی، د معلوماتو او کنټرول خونه، تشنابونه او نورې اړینې آسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي. دې پروژې د پلې کیدو د چارو مسئولیت د ملي پراختیا شرکت، بنایی ودانیزه ریاست په غاړه لري او مالي لګښت ېې د جمهوری ریاست عملیاتی اداری لخوا ورکول کیږي.
د پروان پوهنتون د لیلېې په ودانیزو چارو کې ښه پرمختګ شوی
سه شنبه ۷ غویی ۱۴۰۰ د پروان پوهنتون د لیلېې ودانۍ چې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې ودانیږي او د شاوخوا زر تنه محصلینو د ځاییدو وړتیا لري، تر دې مهال ېې په ودانیزو چارو کې ېې ۸۰ سلنه پرمختګ شوی. ددې پروژې عملي چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه ریاست پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي. د ملي پراختیا شرکت زدکړالیانو د هوساینې په موخه ددې ودانۍ د ودانیزو چارو د پرمخ وړلو ترڅنګ، د یو شمیر نورو ولایتونو پوهنتونو کې، د ۱۸بابه لیلیو ودانولو عملي کارونه هم پرمخ وړي.
د لغمان ولایت مهترلام کې د لوی جومات ودانیز کارونه بشپړ شوی
پنجشنبه ۲ غویی ۱۴۰۰ د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې په دوو پوړونو کې د یو محراب جومات ودانیز کارونه بشپړ شوی چې د سلهاوو تنو لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا لري. د دې جومات ودانیز کارونه د جمهوري رياست دعملياتي ادارې په مالي لګښت د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانيز ریاست لخوا پرمخ وړل شوی دی. د دې جومات ټولیز مساحت ۱۶۰۰مربع متره دی چې ودانیز کارونه ېې بشپړ شوي دي.
پکتیا ولایت کې د محمدي جامع جومات ودانیزې چارې په بشپړېدو دی
سه شنبه ۳۱ وری ۱۴۰۰ پکتیا ولایت کې د محمدي په نوم د یو باب دوه پوړیز لوی جومات ودانیزې چارې چې ددې ولایت د ګردیز ښار په لمړۍ ناحیه کې جوړشوی په بشپړېدو دی. یاد جومات چې په ۱۶۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې په پاخه او اساسي توګه جوړیږي او په یو وخت کې به د ۲۰۰۰تنو لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا لري. دا جومات چې د جمهوري ریاست د عملیاتي ادارې د نورو پروژ په څير ېې ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنایی ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي په پرانیستل کیدو سره به ېې د یادې او شاوخوا سیمې اوسیدونکي او هټۍ وال د پنځه وخته لمونځونو او دیني زدکړو او نورو دیني مناسبتونو پرمهال ګټه پورته کړي.
په زنده جان ولسوالۍ کې د خواجه محمد غازي مقبره
دوشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت لخوا د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د لرغونو آثارو د بیارغونې چارې روانې دي چې یو له هغوی څخه د خواجه محمد غازي مقبرې بیارغونه ده. د خواجه محمد غازي مقبره چې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې موقعیت لري، ودانیز کارونه ېې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي. دا مهال د دی مقبرې ودانیز کارونه په بشپړیدو دي.
د پلټنې عالي ادارې پر تحکیماتو ودانیز کار روان دی
یکشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۰ د پلتنې عالي ادارې د تحکیمات ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا د ملي پراختیا عملیاتي ادارې په مالي لگښت، چې ۴۰ میلیونه افغانۍ کېږي، په چټکۍ سره روان دي. په یاده پروژه کې د احاطې دیوال، د ننوتلو دروازه، د ساتنې برجونه او جذبي څاه ګانې شاملې دي.






