کندهار کې د میر هزار تاریخي جومات د ترمیم او مرمت چارې په بشپړېدو دي.
چهارشنبه ۲۷ کب ۱۳۹۹ د میرهزار تاریخی جومات د کندهار په دویمه ناحیه کې په۷۶۷ متر مربع ځمکه کې د ملي پراختیا شرکت د افغاني تصدۍ لخوا د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ بیارغول کېږي. ملي پراختیا شرکت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لسهاوو ودانیزو او ټولګټو پروژو سربیره، د تاریخي آبدو د بیارغونې چارې هم پرمخ وړي، چې له یوې خوا خلکو ته کاري بوختیا او له بلې خوا د هېواد د آبادۍ او تاریخي هویت د ژوندي ساتلو لامل کېږي.
د ننګرهار کانال شرکت د شنو خونو حاصلات رسېدلي
سه شنبه ۲۶ کب ۱۳۹۹ د ننګرهار کانال شرکت مسوولین ددغه شرکت هډې فارم امریت دوهم بلاک کې د شنو خونو د حاصلاتو د رسېدو خبر ورکوي او وایي چې ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي. د ننګرهار کانال شرکت سرپرست او مرستیال انجنیر ذبیح الله فضلي وايي، چې د ننګرهار کانال شرکت په شنوخونو کې بادرنګ، ټندۍ، دولمه مرچ، رومیان کرل شوي دي، چې اوس مهال د بادرنګو او ټنډیو حاصلات رسېدلي دي او نږدو ورځو کې به د درنو هېوادوالو خدمت ته هم وړاندې شي. د فضلي په ټکو چې نورو کلونو کې به دهېواد دنورو ولایتونو تر څنګ ان له همسایه هېوادونو هم بادرنګ دې ولایت ته وارېدېدل، خوسږکال به د ننګرهار کانال شرکت د شنو خونو له دودېدو سره سم اوس د جلال آباد ښار هټیوال او د سبزیجاتو کاروباریان تر ډېره بریده اړنه وي ، چې د نورو ولایتونو او هېوادونو محصولات وپلوري او رايې وړي . د فضلي په وینا : د ملي پراختیا شرکت برخې یانې ننګرهار کانال شرکت هلې ځلې کوي تر څو په هر موسم کې تازه سبزیجات مارکېټ ته وړاندې کړي. چې له نېکه مرغه سږکال د د هډې فارم بادرنګ، ټنډۍ او نور د کال په دې موسم کې بازار ته وړاندې شي . د کرنې د برخې د کارپوهانو په وینا چې ننګرهار د هېواد په ختیځ کې پروت ولایت چې په زیاته اندازه خلک یې په [...]
د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د یوه جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه
یکشنبه ۲۴ کب ۱۳۹۹ په پرلپسې توګه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ۳۷۷ جوماتونو جوړلو په لړۍ کی، دا ځل د پکتیا ولایت په احمد خیلو ولسوالۍ کې د یوه جومات د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه. د یاد جومات د کار پیل پرون شنبې د احمد خیلو د اوقافو مدیر، د بنائي ودانیز تصدۍ مسوولینو او سیمه ییزو مشرانو په شتون کې وشوه. دا جومات د هغو ۳۷۷ جوماتونو له ډلې څخه یو دی، چې د هېواد په کچه په ټولو ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاټړ جوړېږي. ددې ټولو جوماتونو ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنائي ودانیز تصدۍ لخوا پرمخ وړل کېږي، ددې ترڅنګ چې خلکو ته به کاري بوختیا رامنځته کړي په اړوند برخو کې به د خلکو ستونزې هم حل کړي.
خوست ولایت کې د ټولنیزو ستونزو د حل صالون
یکشنبه ۲۴ کب ۱۳۹۹ د خوست ولایت مرکز کې د یو باب ټولنیز صالون چې په نږدې ۷ سوه مربع متره مساحت ځمکه کې جوړ شوی او په یو وخت کې د ۱۰۰۰ کسانو د ځاییدو وړتیا لري کارونه بشپر او پرانیستو ته چمتو دی. د وخت په معیارونو سره برابر دا ټولنیز صالون چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې شرکت لخوا پای ته رسول شوي، خلکو ته به د ټولنیزو ستونزو د حل اړوند ناستو او غونډو د ترسره کولو په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي. ددې صالون مالي لګښت د جمهوري ریاست عملیاتي او ملاتړې ادارې له لورې ورکول شوی او له دې سربیره خوست ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژو هم کارونه روان دي.
د ونو کېنولو ملی ورځ په پار
نن د ملي پراختیا شرکت د بنائي ودانیز شرکت لخوا لغمان کې د عیدګاه جومات په انګړ او شنه ساحه کې د ونو کېنولو نړۍ والې ورځې په پار ونې کېنول شوې.
ننگرهار کی د ملي پراختيا شركت اجرایوي مشر د یو شمېر شرکتونو مسوولینو، قراردادیانو او سوداګرو سره ناسته ترسره کړه
چهار شنبه ۲۰ کب ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي مشر عبدالرحمن عطاش او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کانال شرکت د ۱۲مالټه باغونوقراردادیانو او یو شمېر سوداګرو سره په ناسته کې د هغوي ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل په موخه يې اړونده مسوولینو ته لازمې سپارښتنې او هدایت وکړه. عبدالرحمان عطاش پخپلو خبرو کې د مالټه باغونو قراردادیانو ته وویل: د شوو قراردادونو د مادو له مخې تاسو اړ یاست چې په شته مالټه باغونو کې د ونو سمه ساتنه، پالنه او په وخت ورته اړونده اګروتخنیکي فعالیتونه ترسره کړۍ. د نوموړي په ټکو د عوایدو په وخت تحویلول او د اصولو او مقراراتو سره سم چلند موږ اړ کوي چې غوره قراردادي وستایو او د پرمختګ لپاره يې لازم اقدامات ترسره کړو. د ملي پراختیا شرکت اجرایوي مشر دا هم وویل چې خصوصي سکټور سره د نږدې نه کار او ورته وده ورکول يې د پلان برخه ده او دې برخې ته به لازم اقدامات وکړي چې هم مو هېواد آباد او هم مو د بې روزګارۍ کچه راټيټه شوي وي.






