د خوړو په بدل کې د کار پروګرام پرکارګرو د غنمو ویش لړۍ پېل شو
یکشنبه ۳ کب ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت اړوند ننګرهار کانال په څلورګونو فارمونو کې د خوړو په بدل کې د روان پروګرام له لارې پرکارګرو دغنمو ویش لړۍ د هډې فارم امریت څخه پېل شوۍ. د هډې فارم مسئولین وايې چې ۵۴۱ تنو روزمزد کارګرانو د یوې میاشتې په موده کې ۹۸ ټنه غنم وویشل شوه. دغه روزمزد کارگران د هډې فارم امریت د زېتون بڼونو، خرما بڼ، عبدالخېلو ساحه او نورو بلاکونو کې ټول اګروتخنیکي فعالیتونه لکه شاخه بري ، نرمکاري، سرې ورکوونه، ملهمکاري، چونه کاري او نور فعالیتونه د موظفو او مسلکي انجنیرانو تر نظارت لاندې ترسره کول. هېره دې نه وي د خوړو په بدل کې د کار پروګرام له لارې به شاوخوا ۵۴ زره کسانو ته د ورځې یو من غنمو په بدل کې د کار زمینه برابره شوی .
د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ کې جومات
ددې جومات ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت، د بنايي ودانیز تصدی پرمخ وړي.
کندز کې د یو جمنازیوم ودانیز کارونه روان دي او په نېږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
پنجشنبه ۳۰ سلواغه ۱۳۹۹ یاد جمنازیوم د کندز په مرکز کې ودانېږي، چې لوبغاړو ته د لوبو کولو اسانتیا برابروي او د پاتې ۱۰ سلنې کارونو له بشپړېدو وروسته به پرانیستل شي. د جمنازیوم مالي لګښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي او ودانیز کارونه یې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي. همداراز په کندز کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د څو نورو پروژو ودانیز کارونه هم روان دي لکه: د ولسوالیو په مرکزونو کې جوماتونه، د پوهنتون لیلیه او څو نورې ټولګټې پروژې.
کندهار کې په دوه بابه لیلیو کار روان دی
پنجشنبه ۳۰ سلواغه ۱۳۹۹ په کندهار ولایت کې د جمهوري ریاست د عملیاتي ادارې په مالي لګښت د ملي پراختیا شرکت له خوا په دوه بابه لیلیو ودانیز کارونه روان دي. دا لیلېې په ۶۰۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې، له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې، چې هره یوه به ېې ۱۰۰۰ محصلینو ته د اوسیدو زمینه برابره کړي جوړیږي. یادی لیلیی د کندهار پوهنتون او د طب پوهنځي د محصلینو لپاره په پام کې نیول شوي دي.
د کمال خان بند څخه د ۲۴۶ کیلومتر په اوږد والي سره د کانالونو ودانول
چهار شنبه ۲۹ سلواغه ۱۳۹۹ د کمال خان له بند څخه د ترکو او قلعه افضل کانالونو ودانیز کارونه ۵۳ سلنه د ۹۳ کیلومتر په اوږودالي سره پرمختک کړی. د دې کانالونو په جوړولو سره به ۴۹۳۹۷ هکتاره شاړه ځمکه به په نیمروز کې کښت ته تیاره شي. د دې کانالونو مالي لکښت ۹.۹ میلیارد افغانۍ کېږي، چې د هېواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او ودانیز کارونه یې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي. له یاد کانالونه څخه به ۴۹ زره کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه واخلي. کمال خان بند د هېواد یو له سترو پروژو څخه دی، چې په دې وروستیو کې د اوبو اخیستنې لړۍ یې هم پیل شوې.
هلمند کې د علامه محمد ابن حبان بستي تالار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د علامه محمد ابن حبان بستي ټولنیز سالون ودانیز کارونه د هلمند د حج او اوقافو په ریاست کې د ۱۰۰۰کسانو په ظرفیت سره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد تالار په پرانیستې کې د هلمند والي په ګډون ګن شمېر حکومتي چارواکو ګډون کړی وه، د دې ټولنیز سالون د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا پر مخ وړل شوی.






