Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د هلمند ولایت لوبغاړي یو معیاري جمنازیم ته لاسرسي مومي

سه شنبه ۲۱ سلواغه ۱۳۹۹ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د لوبو د یو سمبال جمنازیم پرانیستلو سره به، ددې ولایت ځوانان وشي کولی د ورزشي پروګرامونو او لوبو په لار اچولو کې ورڅخه ګټه واخلي. دا جمنازیم په یو وخت کې د ۱۵۰۰ تنو سیلانیانو د ځاییدو وړتیا لري او ودانیز کارونه یی د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز شرکت لخوا پلې کیږي چی کارونو له بشپړیدو وروسته، د لوبو ترسره کولو ته چمتو او پرانیستل شي.

فبروري 9th, 2021|Categories: جوړول|

د کنړ په خاص کنړ ولسوالۍ کې د یو جومات ودانیزې چارې روانې دي

دوشنبه ۲۰ سلواغه ۱۳۹۹ د کنړ په خاص کنر ولسوالۍ کې د یو جومات ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت لخوا روان دی، چې په یو وخت کې ترې ۶۰۰ لمونځ کوونکي ګټه پورته کولای شي. یاد جومات د ۳۷۷ جوماتونو له ډلې څخه یو دی، چې د ولسمشر د لارښونې پر بنسټ د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا د هېواد په کچه جوړېږي. همداراز په یاد ولایت کې د نورو جوماتونو ودانیزې چارې هم روانې دي.

فبروري 8th, 2021|Categories: جوړول|

د کندز په مرکزي روغتون کې په دو پوړونو کې د انتظار خونې

د کندز په مرکزي روغتون کې په دو پوړونو کې د انتظار خونې ودانۍ چې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا رغول شوی، ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.

فبروري 8th, 2021|Categories: جوړول|

په سمنګان کې د ۱۵۰۰کسانو په ظرفیت جمنازیوم

دوشنبه ۲۰ سلواغه ۱۳۹۹ د لوبغاړو د ستونزو د حل، د ځوانانو د هڅونې او لوبغاړو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار په سمنګان کې د یو جمنازیو چارې چې مخکې پیل شوی وه په پشپړېدو دی. د یاد جمنازیوم مالي لکښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي او ودانیزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا پر مخ وړل کېږي. یاد جمنازیوم چې په ۱۹۵۰متر مربع ځمکه کې جوړېږي چې په یو وخت کې به د ۱۵۰۰ لیدونکو ظرفیت ولري.

فبروري 8th, 2021|Categories: جوړول|

په دایکندي کې ټولنیز سالون پرانیستې ته چمتو شوی دی

یکشنبه ۱۹ سلواغه ۱۳۹۹ د ټولنیز سالون ودانیز کارونه چې په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی او د ۱۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري، بشپړ شوی او پرانیستې ته چمتو شوی. یاد سالون په اوسني معیارونو برابر د ټولنیزو غونډو لپاره د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا جوړ شوی. د ټولنیز سالون مالي لګښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي، همداراز په دایکندي د ملي پراختیا شرکت لخوا د څو نورو پروژو کارونه هم روان دي.

فبروري 7th, 2021|Categories: جوړول|

بلخ ولایت خالد بن ولید ښارګوتي کې د لوی جومات ودانیز چاری روان دي

یکشنبه ۱۹ سلواغه ۱۳۹۹ د بلخ ولایت د خالد بن ولید په ښارګوتي کې، په دوو پوړونو کې د یو محراب جومات ودانیز چاری روان دي چې د سلهاوو تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا لري. دا جومات چې ودانیز چاری ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي، ټولیز مساحت ۱۶۰۰مربع متره دی او نږدې سلنه ودانیز کارونه ېې بشپړ شوي دي.

فبروري 7th, 2021|Categories: جوړول|
Go to Top