د ننګرهار وادي کرنیز شرکت(کانال) په څلورګونو فارمونو کې د ونو د ښاخونو پرې کولو لړۍ پیل شوه
شنبې د 1399 د مرغومې 20 مه د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې وروسته د ننګرهار کانال شرکت په څلورګونو فارمونو کې د ونو د ښاخونو پرې کولو لړۍ پیل شوه. دغه د ښاخونو پرې کول لړۍ به یو میاشت دوام وکړي, چې له امله به يې د ننګرهار کانال شرکت په څلورګونو فارمونو کې ۱۷۲۰ هکتاره کرل شوې ځمکه کې د زېتونو د ونو ښاخونه به پرې شي. د ښاخونو پرې کول چې د اګروتخنیکي فعالیتونو له ډلې څخه مهم فعالیت دی په ګرمو سیمو کې باید په مني کې پیل شي، د ښاخونو پرې کولو له امله ونې ته وده او ښکلا ورکول کېږي، د ونې د لوړوالي، د لمر او هوا د داخلېدو سبب ګرځي. دغه د ښاخونو پرې کول د نورو ډېرو ګټو ترڅنګ لاندې ګټې هم لري. لومړې: دا چې ټولټال به ورسره په ۱۷۲۰ هکتاره ځمکې کې کرل شوي زېتونو ونو ښاخونونه به پرې شي او په راتلونکي کې به د زېتونو حاصلات لوړ شي. بله دا چې ځایِي خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او یادو خلکو ته به ټولټال ۴۰۰۰ ټنه غنم ورکړل شي ( هره ورځ به یوه تن ته د ورځیني ښاخ پرې کولو په بدل کې به یو من غنم ورکړل شي).
د لغمان په مرکز کې جومات او ټولنیز سالون
شنبې۲۰ مرغومې ۱۳۹۹ د دې جومات او ټولنیز سالون د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا پر مخ وړل کېږي. د جومات او ټولنیز سالون په ودانیزو چارو کې ښه پرمختک شوی او د پاتې کارونو د بشپړيدو څخه وروسته به افتتاح شي.
په هلمند کې د ابن حبان بستي پر زیارت د بیارغونې کار روان دی
پنجشنبه ۱۸ مرغومې ۱۳۹۹ د علامه محمد ابن حبان بستی زیارت چې د هلمند په بست کې دی، د بیارغونې کار یې د روان کال د زمري په پنځمه پیل او تر اوسه ۴۶ سلنه کار یې پر مخ تللی دی. د یادې پروژې مالي لکښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات لخوا ورکول شوی او عملي کارونه یې د ملي پرختیا شرکت د افغاني تصدي لخوا پر مخ وړل کېږي. ابن حبان چې په ابن بستي مشهور وه، د خپل وخت له مشهورو علماوو څخه وه. هغه دهلمند ولایت په بست کې زېږېدلی او په لسګونو آثار ترې پاتې دي.
په فاریاب ولایت کې د یو باب لوی جومات ودانیزې چارې روانې دي
یکشنبه ۱۴ مرغومې ۱۳۹۹ د فاریاب ولایت مرکز میمنه کې په یو باب لوی جومات، چې په دوه پوړیز شکل په پاخه او اساسي شکل جوړیږي ودانیز کارونه روان دي. دا جومات چې په یو وخت کې به د ۲۰۰۰تنو لمونځ کوونکو د ځائیدو ظرفیت ولري، عملي او تخنیکي کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي. یاد جومات د جمهوري ریاست د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ ودانیږي او دا مهال ېې په لمړي او دوهم پوړ کې په بیلابیلو ودانیزو برخو کارونه روان دي او تمه ده په راتلونکو څو میاشتو کې ېې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هلمند بست ولایتي روغتون کې د سل بستره روغتون د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښودل شوه
چهار شنبه ۹ مرغومې ۱۳۹۹ تیره ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه بست روغتون کې د یو باب سل بستره روغتون د بنسټ ډبره کیښودل شوه. دې مراسمو کې د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام ترڅنګ د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالاحد حازم د بست ولایتی روغتون امر ډاکتر زلمي پښتون او ګن شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو. دا روغتون چې د ملي پراختیا شرکت د خانه سازي ساختمانی تصدي لخوا ېې ودانیزې چارې پرمخ وړل کیږي، مالي لګښت ېې د آسیا پراختیايي بانک ورکوي. یاد روغتون چې د سل بسترو ترڅنګ به، په بیلابیلو روغتیايي څانګو سمبال وي، د وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په استفادې جوړیږي.
د زابل ولایت پوهنتون کې د یو باب لیلېې ودانیزې چارې په ښه توګه روانې دي
سه شنبه ۹ مرغومې ۱۳۹۹ د زابل ولایت پوهنتون کې د یو باب لیلېې ودانیزې چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي چې په جوړیدو سره به ېې په دې پوهنتون کې د محصلینو د اوسیدو ستونزه حل او هغوی ته به د اوسیدو په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي. دا لیلیه چې په نږدې ۶۰۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې جوړیږي، د اړینو امکاتو د شتون سربیره د ۱۰۰۰ تنو محصلینو د ځاییدو وړتیا لري. ددې لیلیې ودانیزې او تخنیکي چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه اداره ورکوي.






