د ام-ارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې په کابل ښار کې خپل لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درېیو کلونو لپاره د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې په قرارداد ورکړي:
1- د اماراتو ښارګوټي اړوند ۴ متر مربع مساحت لرونکې (۱۸، ۱۹، ۲۰، ۲۱، ۲۵، ۲۶ شمېرې) فلزي غرفې
2- د اماراتو ښارګوټي اړوند ۹ متر مربع مساحت لرونکې (۱۳، ۱۹، ۲۰، ۲۵، ۲۹، ۳۱، ۳۲، ۳۸، ۴۶، ۵۷، ۵۸، ۶۰، ۶۴، ب ۶۴ شمېرې) فلزي غرفې
3- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې د ۱۳۲.۲۵ متر مربع مساحت لرونکې ۱۰مه شمېره تهکوي.
هغه حکمي او حقیقي اشخاص، چې د یادو ملکیتونو د قرارداد کولو غوښتونکي دي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د دغه اعلان له خپرېدو څخه تر ۱۰ ورځو پورې، د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند په قصبه سیمه کې د ملي پراختیا شرکت دفتر ته وسپاري. شرطپاڼه کتلی شئ او تضمین په نغدي بڼه اخيستل کېږي.