Loading...
داو طلبي2020-12-09T14:06:57+04:30
1904, 2025

د ملي پراختيا شرکت د املاکو رياست غواړي، چې خپل لاندې ذکر شوي جايدادونه د درېيو کلونو لپاره هېوادوالو ته په قرارداد ورکړي.

1. په امارات ښارګوټي کې ۲۰مه او ۴۶مه شمېره غرفې چې نهه متره مربع مساحت لري
2. په امارات ښارګوټي کې ۱۸مه، ۱۹مه او ۲۱مه شمېره غرفې چې څلور متره مربع مساحت لري.
3. د قصبې بازار کې ۲مه شمېره تيپيک هټۍ/دوکان چې ۵۱.۵ متره مربع مساحت لري.
4. د قصبې بازار کې ۳مه شمېره تيپيک هټۍ/دوکان چې ۸۲.۵ متره مربع مساحت لري.
5. د قصبې بازار کې ۴مه شمېره تيپيک هټۍ/دوکان چې ۶۳.۵ متره مربع مساحت لري.
6. د قصبې بازار کې ۶مه شمېره تيپيک هټۍ/دوکان چې ۸۲.۵ متره مربع مساحت لري.
7. د امارات ښارګوټي په درېیم فاز کې ۵مه شمېره هټۍ/دوکان.
هغه هېوادوال چې غواړي د پورته ذکر شویو جایدادونو قرارداد ترلاسه کړي، نو خپل غوښتنليکونه دې د جایداد د ځانګړتياوې له ‌ذکر کولو سره، د اعلان له خپرېدو وروسته د ۷ ورځو په موده کې، د ملی پراختيا شرکت مرکزي دفتر (قصبه، ناحیه ۱۵، کابل ښار) ته وسپاري.

2502, 2025

د ازادې سیالۍ له لارې د غوري سمنټو د پلور اعلان

د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ کال لپاره د غوري سمنټو فابریکې ۲۱۰،۰۰۰ ټنه تولیدي سمنټ د ازادې سیالۍ له لارې پلور ته وړاندې کړي.هغه کسان، چې غواړي په دې ازاده سیالۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د ملي پراختیا شرکت له مرکزي دفتر څخه، چې د کابل ښار ۱۵ ناحیې په قصبې سیمه کې واقع دی، د سمنټو د پلور شرط پاڼه ترلاسه کړي.ګډون کوونکي باید خپل وړاندیزونه د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت ته تر (شنبې) ۱۴۰۳/۰۳/۲۵ نېټې پورې وسپاري.انټرنټي او له نېټې وروسته لېږل شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د ازادې سیالۍ غونډه به د(شنبې) په ورځ ۱۴۰۳/۱۲/۲۵ نېټه، د سهار په ۱۰ بجو، د ملي پراختیا شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شي.

له دې فرصته په ګټه اخیستلو سره موږ ستاسې پاملرنې ته درناوی وړاندې کوو.

401, 2025

مناقصې لپاره د داوطلبی اعلان

ملي پراختیاشرکت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې (د پکتیکا ولایت د پلتوني بند پروژي د پلچکونو ودانېزو چارو په پار د مختلفو سایزونو په کچه ګول سیخ او (mm1)  سیم د پيرلو، پورته کولو، لېږد او تخلیې لپاره د تخنیکي ځانګړتیاوو سره سم) اعلان ته وسپارې.

نو له همدې کبله، له ټولو شرایطو وړ لیوال شرکتونو څخه غوښتنه کیږي چې، د مناقصې په پروسه کې د ګډون لپاره د یادې شرطنامې یوه کاپي د ملي پراختیا شرکت له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي.

محترمو داوطلبانو ته لارښوونه کیږي چې خپل آفرونه د شرطنامې په شرایطو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 17/10/1403، د سهار تر 10 بجو پورې، د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت ته په سر پټې توګه تسلیم کړي.

د نرخ اخېستنې د غوښتنلیک ګڼه:                                NDC/HCC/W/03/652-74 – 1152

د حکم ګڼه:                                                              3364

د حکم نیټه:                                                              27/6/1403

د آفر تسلیمیدو نیټه:                                                   17/10/1403

وخت:                                                                      10:00  بجی مخکې له غرمې

ځای:                                                                      د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت

پته:                                                                        قصبه، 15 ناحیه، کابل

یادداښت: پرانیستل شوي او ناوخته رسېدلي آفرونه قابل د قبول نه دي.

د نرخ اخېستنې د غوښتنلیک د دانلودولو لینک:3364

401, 2025

مناقصې لپاره د داوطلبی اعلان

ملي پراختیا شرکت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې (د بلخ ولایت د قوشتېپې لوې ویالې کانال دسربند د بر سر (بالا دست) پروژي د پایل کپ د کانتر فورت د تحکیماتی دیوالونو د ودانېزو چارو په پار د (۲۰ ملی متر) قطر سایز ګول سیخ د پيرلو، پورته کولو، لېږد او تخلیې لپاره د تخنیکي ځانګړتیاوو سره سم) اعلان ته وسپارې.

نو له همدې کبله، له ټولو شرایطو وړ لیوال شرکتونو څخه غوښتنه کیږي چې، د مناقصې په پروسه کې د ګډون لپاره د یادې شرطنامې یوه کاپي د ملي پراختیا شرکت له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي.

محترمو داوطلبانو ته لارښوونه کیږي چې خپل آفرونه د شرطنامې په شرایطو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 17/10/1403، د سهار تر 10 بجو پورې، د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت ته په سر پټې توګه تسلیم کړي.

 

د نرخ اخېستنې د غوښتنلیک ګڼه:                   NDC/HCC/W/03/567-1113

د حکم ګڼه:                                                3221

د حکم نېټه:                                               19/6/1446

د آفر تسلیمیدو نیټه:                                    17/10/1403

وخت:                                                       10:00  بجی مخکې له غرمې

ځای:                                                       د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت

پته:                                                         قصبه، 15 ناحیه، کابل

یادداښت: پرانیستل شوي او ناوخته رسېدلي آفرونه قابل د قبول نه دي.

د نرخ اخېستنې د غوښتنلیک د دانلودولو لینک:3221

 

505, 2024

د جبل السراج د (۱۶۰۰۰) ټنو سمنټو د خرڅلاو اعلان

د ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، چې د جبل السراج د سمنټو تولیدي فابريکې اړوند (۱۶۰۰۰) ټنه سمنټ د بولۍ له لارې وپلوري. هغه کسان چې غواړي په دې بولۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د پورته سمنټو شرطنامه د کابل ښار پنځلسمې ناحيې اړوند قصبه سيمه کې د ملي پراختيا شرکت له مرکزي دفتر څخه ترلاسه کړي او خپل وړانديزونه د اعلان د خپرېدو تر نېټې وروسته تر چهارشنبې ورځې پورې چې له ((1403/02/26)) نېټې سره سمون خوري، د کابل ښار پنځلسمې ناحيې اړوند قصبه سيمه کې د ملي پراختيا شرکت د عامه اړيکو آمريت ته وسپاري. تر وخت وروسته او د انټرنېټ له لارې وړانديزونه نه منل کېږي.
د بولۍ غونډه پر ((1403/02/26)) نېټه د چهار شنبې پر ورځ د سهار (10:00) بجې د نوموړي شرکت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.

2804, 2024

د ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، چې يو ميليون (1000000) ټنه د ډبرو سکاره د مزايدې له لارې وپلوري

د ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، چې د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ د ګلورز او ګواخ له کانونو څخه يو ميليون (1000000) ټنه د ډبرو سکاره د مزايدې له لارې وپلوري. هغه اشخاص چې غواړي په دې مزايده کې ګډون وکړي، کولای شي د پورته ډبرو سکرو شرطپاڼه د کابل ښار په قصبه سيمه کې د ملي پراختيا شرکت له مرکزي دفتر څخه ترلاسه کړي او خپل وړانديزونه د اعلان له نشر څخه وروسته تر پنجشنبې ورځې ((13/02/1403)) نېټې پورې د کابل ښار پنځلسمې ناحيې اړوند قصبه کې د ملي پراختيا شرکت د عامه اړيکو آمريت ته وسپاري. تر وخت وروسته او د انټرنېټ له لارې وړانديزونه د منلو وړ نه دي.

د مزايدې غونډه د پنجشنبې پر ورځ د سهار (10:00) بجې چې د ((13/02/1403)) نېټې سره سمون خوري، د ياد شرکت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.

Go to Top