د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ننګرهار ولايت ته سفر وکړ
۲۱ لړم ۱۴۰۴ :د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن "عطاش" او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمدنعیم آخند سره د کتنې ترڅنګ له یو شمېر پروژو څخه هم لیدنه تر سره کړه. په دې لیدنه کتنه کې چې د مالیې وزارت مرستیال حاجي احمد هم ګډون درلود، د ختیځ روغتیايي کمپلکس چارې له نږدې وارزول شوې او ځایي مسؤلینو ته د روانو چارو اړوند اړینې لارښوونې وشوې. ښاغلي عطاش د ساحوي ليدنې په ترڅ کې وويل چې د ختيځ روغتيايي کمپلکس پروژه په روغتیايي برخه کې د ختیځو ولایتونو لپاره ځانګړي ارزښت لري او زموږ هڅه دا ده، ترڅو د پروژې اړوند چارې په معیاري بڼه ترسره شي. دغه راز، پلاوي په جلال آباد ښار کې د سپین جومات له پروژې څخه هم لیدنه وکړه. د دې لیدنې پر مهال ښاغلي عطاش وويل، چې د جومات نیمګړې چارې به ډېر ژر بېرته پیل او ملي پراختيا شرکت به یې د بشپړېدو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او سرچينو کار واخلي. د یادونې ده، چې د ختیځ روغتیايي کمپلکس چارې اوسمهال ۵۲.۵۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې د پلان له مخې د پلي کېدو په درشل کې دي.
شمالي ولایتونو ته د لوړپوړي پلاوي سفر؛ د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې
۷ لړم ۱۴۰۴: د قوش تېپې ستر او ملي کانال له چارو څخه د لیدنې او ارزونې په موخه، د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلی مولوي احمد جان "بلال" او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلی عبدالرحمن "عطاش" د یو تخنيکي پلاوي په ملتيا، شمالي ولایتونو ته سفر وکړ. ښاغلي عبدالرحمن عطاش د قوشتېپې ستر او ملي کانال د سربند، دویم فاز او نورو مهمو برخو څخه د لیدنې پر مهال روانې چارې له نږدې وڅارلې، د چارو له پرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا غوره پلې کېدو په اړه یې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش ټینګار وکړ تر څو ټولې چارې د ورکړل شوي پلان مطابق، لوړ تخنیکي معیار په پام کې نیولو او په ټاکلي وخت پر مخ یووړل شي او د پروژې هر پړاو پخپل وخت بشپړ شي. دغه راز د امارتي شرکتونو لوی رئيس مولوي احمدجان "بلال" هم د قوشتېپې ستر او ملي کانال د روانو چارو څخه د لیدنې پر مهال څرګنده کړه، چې د دې سترې او ملي پروژې د پلي کېدو موخه د هېواد د اوبو مدیریت، د کرنیزو تولیداتو لوړول او د خلکو د اقتصادي وضعیت غوره والی دی. نوموړي د کار د پرمختګ په اړه خوښي وښوده، د چارو د کیفیت ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه، چې دا پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره تاریخي فرصت دی چې باید [...]
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د قوشتپې کانال له روانو چارو څخه لیدنه وکړه
۱۹ وږی ۱۴۰۴: د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش د قوشتپې کانال له روانو چارو څخه د لیدنې په ترڅ کې د اړوند چارو پرمختګ، په پروژه کې د ښکېل څانګو تر منځ د همغږۍ او همدارنګه تر کار لاندې چارو د کیفي څارنې او ارزونې په موخه، د هېواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ. ښاغلي عطاش له خپل مل پلاوي سره لومړی د قوشتپې کانال له سربند څخه لیدنه ترسره کړه او د دې سترې ودانیزې برخې چارې یې له نږدې وارزولې. نوموړي له روانو چارو خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا معیاري او مسلکي پلي کېدو په اړه یې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش همدارنګه په چارو کې د کیفیت په پام کې نیول مهم وبلل او مسؤلینو ته یې د ورکړل شوي پلان مطابق د چارو په پلي کېدو ټینګار وکړ. ښاغلي عطاش همدارنګه له سربند څخه تر اندخوی ولسوالۍ پورې د کانال په اوږدو کې له روانو ودانیزو چارو (د کانال کیندنه، د کانال ډکون، د ګڼو پلونو او اوبو تنظیموونکو ساختمانونو) څخه لیدنه ترسره کړه څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټولې چارې د ټاکل شوي پلان او کیفیت سره سم پرمخ ځي. نوموړي د خپلو لیدنو په ترڅ کې د هرې برخې مسؤلینو ته د چارو د لا نظم، کیفیت خوندیتوب او پلان مطابق پلي کولو اړوند، اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش همدارنګه اړوند مسؤلینو ته سپارښتنه [...]
ملي پراختیا شرکت د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکارو د کانونو استخراج پيل کړ
۱۲ وږی ۱۴۰۴: د سرپل ولایت په بلخآب ولسوالۍ کې د ډبرو سکارو کانونو د معياري استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلوونکو سړکونو پروژه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د امارتي شرکتونو لوی رئيس، مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختيا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د افعانستان بانک لوی رئیس نور احمد آغا، د سرپل ولایت والي مولوي محمد ظریف مظفر، د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي، د فاریاب ولايت والي مولوي عبدالحد فضلي او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو په حضور کې رسماً کې پرانیستل شوه. په دې اړه ترتيب شويو مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند وویل، افغانستان د طبیعي زېرمو له اړخه بډایه هېواد دی او باید د دغو سرچینو د اعظمي استفادې لپاره د پروسس او تولید فابریکې دننه جوړې شي، څو کاري فرصتونه زیات او کورنی صنعت پیاوړی شي. نوموړي زیاته کړه، د بلخآب د ډبرو سکارو حوزه د هېواد له مهمو او غني زېرمو څخه ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د استخراج چارې په مسلکي او معیاري ډول پرمخ ځي. د ده په وینا، دغه شرکت د کانونو د استخراجي چارو د آسانتیا لپاره له ۲۰۰ کیلومتره زیات سړکونه هم رغولي، چې د کانونو ترمنځ نښلوونکي دنده په غاړه لري. هغه د ملي پراختیا شرکت له هڅو قدرداني وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې د استخراج پروسه [...]
په پلخمري کې د غوري سمنټو درېیمې فابریکې چارې رسماً پیل شوې
۹ وږی ۱۴۰۴: د بغلان په پلخمري ښار کې د غوري سمنټو درېیمې فابریکې ودانیزې چارې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو په حضور کې رسماً پیل شوې. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، د سمنټو د تولید درېیمې فابریکې پرانېسته د هېواد د صنعتي پرمختګ لپاره ستر اهمیت لري او دا فابریکه به د کورني تولید ظرفیت لوړ کړي، د وارداتو اړتیا به راټیټه کړي، د سمنټو بیو (نرخونو) په ثبات ساتلو او د ملي اقتصاد په وده کې به ګټور پرېوځي. د نوموړي په وینا، صنعتي کېدل د هر هېواد د اقتصادي ودې بنسټ جوړوي او هغه هېوادونه چې صنعتي فابریکې لري، د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې ځانګړې ونډه لري. هغه زیاته کړه، د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې پروژه به د ځان بسیاینې، د کاري فرصتونو رامنځته کېدو او د هېواد د صنعتي کېدو په برخه کې مهم ګام وي. په غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال هم دغه فابریکه د هېواد د صنعتي خپلواکۍ لپاره مهمه وبلله او څرګنده یې کړه، چې د فابریکې په فعالیت سره به ځوانانو ته د کار او اشتغال نوې زمینه برابره او د اقتصادي ودې لپاره به لاره هواره شي. [...]
د ملي پراختيا شرکت خپلې توليدي فابریکې ګټې اخيستنې ته وسپارلې
۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴: د ملي پراختیا شرکت له لوري د اوسپنیزو توکو، کرنیزو او صنعتي ماشین آلاتو د تولید فابریکې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او مشرانو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلی مولوي احمد جان بلال، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر ښاغلي ملا محمد یونس اخندزاده، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث نور محمد ثاقب، د هیواد د مسلح ځواکونو لوی درستیز ښاغلي قاري فصیح الدین فطرت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص، د اسلامي امارت ویاند ښاغلي مولوي ذبیح الله مجاهد، د وزارتونو یو شمېر مرستیالانو او د امارتي شرکتونو اجرائیوي رئیسانو ګډون درلود. د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملي پراختيا شرکت له لوري د نویو فعال شویو فابریکو پیل د هېواد د ځان بسياينې لپاره يو ستر ګام وبللو او دا فابریکې یې د يو شمېر نورو سترو پروژو پيل وګڼلو. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ملي پراختیا شرکت له مسوولینو قدرداني وکړه، چې دغه تولیدي فابریکې یې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته بیا [...]







