د رشیدانو ولسوالۍ جامع جومات به ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
سه شنبه ۸ چنګاښ ۱۴۰۰ د غزني ولایت رشیدانو ولسوالۍ جامع جومات د جوړیدو چارې ګړندې روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جومات په ۲ زره متر مربع مساحت ځمکه باندي د ټولو اړینو ملحقاتو سره، د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۶۰۰ تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت ولري. د یادونې وړده چې د غزني ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د لسګونو نورو جوماتونو د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لورې روانې دي.
د ننګرهار وادي کرنیز ریاست نجارۍ فابریکې تولیداتو کې زیاتوالی
سه شنبه ۸ چنګاښ ۱۴۰۰ په ملي پراختیا شرکت کې د ننګرهار وادي کرنیز ریاست په مدغم کیدو سره ددې ریاست د نجارۍ فابریکې په تولیداتو کې زیاتوالی راغلی. د نجارۍ فا برېکه چې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۳۹ لمریز کال کې هډې فارم اړوند ثمرخېلو سیمه کې فعاله شوه، هغه مهال یې شاوخوا ۱۸۰۰ تنه کارمندان درلودل چې د کانال د اړتياوو پوره کولو ترڅنګ به يې د دولتي ادارو او ملکي خلکو اړتیاوې هم پوره کولې. يادې فابريکې د ملي پراختیا شرکت سره د ننګرهار وادي کرنیز ریاست له یوځای کېدو سره سم بیاځلي په فعالیت پیل وکړ چې اوسمهال په کې ۱۵ تنه مسلکي نجاران او کاریګر په کاربوخت دي او تردې دمه يې ۲۶ اوه نفري سیټونه، دفتري او عادي میزونه، کوډ بندونه او نور بیلابیل توکي جوړکړي او لسګونه نور تازه جوړېدونکي توکي یې ترکار لاندې دي.
د غزني سل بستریز روغتون په جوړیدو سره به روغتیایي خدمتونوکې ښه والی راشي
دوشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۰ د غزني ولایت مرکز قلعه جوز سیمه کې دسل بستریز روغتون د جوړیدو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه روغتون په ۱۶ جریبه ځمکه کې د ملي پراختیا شرکت کور جوړولو ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې د عامې روغتیا وزارت له پرمختیایي بودجې څخه ورکول کیږي. یاد روغتون له نړيوالو معيارونو سره سم په پنځو بلاکونو کې د ټولو اړینو امکاناتو په درلودو سره لکه: بیړنۍ څانګې، عملیات خونه، عمومي داخله او جراحي څانګې، اورتوپیدي، لابراتوار، دوینې بانک، اکسرې، التراساوند، غوږ او ستوني، عقلی و عصبی، فزیوترافی، واکسین څانګه، درملتون او نورې بیلابیلې اړینې برخې لري ودانیږي، چې تردې مهاله یې د جوړیدو چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي دي. د غزني ولایت اوسیدونکي وایي چې ددې روغتون په جوړیدو سره به د مرکز او ولسوالیو د اوسیدونکو روغتیایي ستونزې ترډیره بریده هوارې شي.
کابل ګمرک کې د سړو خونو جوړولو چارې پیل شوې
دوشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۰ د کابل ولایت ګمرک کې د سړو خونو جوړولو چارې ددې ولایت په حامد کرزي هواي ډکر کې پیل شوې. دغه سړې خونې چې درې ډوله مواد (سبزیجات، درمل او خوراکي توکي) به په کې ساتل کیږي په ټولو نړیوالو معیارونو سمبال د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، چې مالي لګښت یې د ماليې وزارت لخوا ورکول کیږي. د هوايي ډګر دغه سړې خونې په ۱۶۳۲ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چې د ۱۵۰۰ متریک ټن موادو د ځایدو ظرفیت به ولري. د یادونې وړده چې په کندهار، بلخ او د فاریاب په آقینه کې هم د ورته سړو خونو دجوړید چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوي چې په جوړیدو سره به یې د ملي سوداګرو ستونزې ترډیره بریده هوارې شي.
نورستان کې ورزشي جمنازیم او ټولنیز صالون د جوړیدو په حال کې
یکشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۰ د نورستان ولایت مرکز پارون کې د ورزشي جمنازیوم او ټولنیز صالون د جوړیدو چارې پرمخ روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به دواړه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ددغو دواړو پروژو (ورزشي جمنازیم او ټولنیز صالون) د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت اړوندد بنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي. جمنازیم په ۲۰۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چی په يو وخت کې به د شاوخوا ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري او دغه راز ټولنیز صالون چې په نږدې ۷۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنه د ځاییدو وړتیا ولري. دیادونې وړ ده چې دیادو پرژو ترڅنګ په نورستان ولایت کې څو نورې پروژې هم دملي پراختیا شرکت له لوري تر کار لاندې دي چې یو شمیر به یې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
بګرامیو ښار ګوټی د هستوګنې وړ او معیاري ځای
یکشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۰ د کابل ولایت بګرامیو ولسوالۍ اړوند په قلعه احمد خان کې په پرمختللو وسایلو سمبال ښارګوټي د جوړیدو چارې پرمخ روانې دي. د غه ښارګوټی پر۸۲ جریبه ځمکه د ۴۷ بلاکونو چې ۱۶۹۲ د هستوګنې کورونه کیږي په ټولو معیارونو لکه: سوادګریز مارکیټونه، روغتیایي مرکز، ښوونځی، د موټرو تم ځای، جومات، شنه ساحه، د مرکز ګرمۍ سیستم، اور ضد سیستم، فاضله اوبو سيستم، لفټ، وړکتون او نورو اسانتیاوو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې دی. بګرامیو ښارګوټی چې په درېوو بیلابیلو فازونوکې جوړیږي لومړی فاز یې ۱۱ بلاکونه لري چې له تهکوۍ سره په ۱۰ پوړونوکې جوړیږي چې اوسمهال یې د ۳ بلاکونو کارونه بشپړشوي او د ۸ نورو بلاکونو د جوړیدو چارې يې۶۰ سلنه پرمخ تللي دي. ددې ښارګوټي دوهم او دریم فازو نه چې ۳۶ بلاکونه لري په دویم فاز کې یې د ۷ بلاکونو د تهداب کیندنې کارونه پیل شوي او د پاتې نورو هغو به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي. بګرامیو ښارګوټی چې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، مالي لګښت يې د کورونو اخیستونکو لخوا د دوه او پنځو کلنو په موده کې د قسط په ډول د ور کړل شويو پيسو څخه تمويليږي. دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار کې د دوو نورو ښارګوټو (لاله او غزنوي) رغنیزي چارې هم د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ [...]






