د ترکو او قلعه افضل کانالونو د جوړیدو په چارو کې پرمختګ شوی
شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۰ د ترکو او قلعه افضل کا نالونه چې د کمال خان بند له اصلي کانالونو څخه شمیرل کیږي د جوړیدو چارې یې د پرمختګ په حال کې دي. ددغه کانالونو عملي چارې ۶۶ سلنه مخته تللي او په ډیری برخو کې د کیندنې او ډکونې چارې بشپړې شوي دي. د ترکو او قلعه افضل کانالونو په جوړیدو سره به د ۴۹ زره هکټاره شاړه ځمکې د خړوبولو اودغه راز د کرنې پراختیا ترڅنګ په نیمروز ولایت کې د کارموندنې زمینه هم برابره شي. دغه کانالونه د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لورې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي. کمال خان بند په افغانستان کې یوه له لویو پروژه څخه شمیرل کیږي چې څو میاشتې مخکې یې د اوبو ذخیره کولو لړۍ پیل شوې ده.
کندهار ګمرک کې د سړو خونو جوړولو چارې پیل شوې
شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۰ د کندهار ولایت ګمرک کې د سړو خونو جوړولو چارې ددې ولایت په هواي ډکر کې پیل شوې. دغه سړې خونې چې درې ډوله مواد (سبزیجات، درمل او خوراکي توکي) به په کې ساتل کیږي په ټولو نړیوالو معیارونو سمبال دملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، چې مالي لګښت یې د ماليې وزارت لخوا ورکول کیږي. د هوايي ډګر دغه سړې خونې په ۱۶۳۲ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چې د ۱۵۰۰ متریک ټن موادو د ځایدو ظرفیت لري. دیادونې وړده چې په کابل،بلخ او نیمروز ولایتونو کې هم د ورته سړو خونو دجوړید چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوي چې په جوړیدو سره به یې د ملي سوداګرو ستونزې ترډیره بریده هوارې شي.
د لاله ښار ګوتي جوړول د هوسا ژوند او آبادۍ په لور ګام
پنجشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۰ د لاله ښار ګوټی، هغه ځای چې په ټولو پرمختللو او نړیوالو معیارونو سره کابل ښار کې جوړیږي. د لاله ښار ګوټي لس بلاکونه په ۱۵ پوړونو کې جوړیږی. دغه ښارګوټی د ټولو معیاري اسانتیاو په لرلو لکه: سوادګریزو برخو،دوکانونه، د موټرو تم ځای، جومات، شنه ساحه، د مرکز ګرمۍ سیستم، اور ضد سیستم، فاضله اوبو سيستم، لفټ، وړکتون او نورو ډیرو اسانتیاو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې دي. ددې ښارګوټي هر بلاک ۵۶ کورونه لري، چې ټول ټال ۵۶۰ کورونه کیږي په دوه ډوله( ساده او VIP) کې په لږ توپیر سره جوړیږي. دغه ښارګوټي د ښار د ښکلا د لا زياتيدو ترڅنګ د څه د پاسه ۵۰۰ تنو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده. لاله ښارګوټی د ملي پراختیا شرکت کور جوړونې ودانیز ریاست له لورې جوړیږي چې مالي لګښت يې د اخیستونکو لخوا په بیلا بیلو پړاونو کې د ور کړل شويو پيسو څخه تمويليږي. د یادونی وړده چې په کابل ښار کې د دوو نورو ښارګوټو (غزنوي او بګرامي) رغنیزي چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي.
کاپیسا ولایت کې د مراد خواجه کانکریټي سړک د جوړیدو چارې چټکې روانې دي
پنجشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۰ د کاپیسا ولایت کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ کې د مراد خواجه کانکریټي سړک چې ۲،۲ متره اوږدوالی او ۴،۵ متره پلنوالی لري د جوړیدو چارې یې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي. دغه سړک چې د ملي پراختیا شرکت اړوند افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، مالي لګښت یې د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې لخوا ور کول کیږي. ددې پروژې د جوړیدو عملي چارې ۱۸ سلنه پرمخ تللي چې د خمروبا سیمه د مرادخواجه له سیمې سره نښلوي او شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ به له دې کانکریټي سړک څخه ګټه پورته کړي. د یا دونې وړده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ملي پراختیا شرکت د سړکونو رغولو لسګونه پروژې په بیلابیلو ولایتونوکې پیل کړي.
د افغان ملي ماڼۍ په رغنیزو چاروکې د پام وړ پرمختګ شوی
چهارشنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۰ افغان ملي ماڼۍ په کابل ښارکې د ملي پراختیا شرکت له لویو پروژو څخه شمیرل کیږي چې په نړیوالو پرمختللو معیارونو ددې شرکت د کور جوړولو ودانیز ریاست له لوري د جوړیدو په حال کې ده. دغه مانۍ ۱۳ پوړونه لري چې درې لومړني پوړونه يې د سوداګرو لپاره ځانګړي شوي چې د هرې برخې لپاره یې د شبکو سیستم، دوکانونه، د موټرو تم ځای، د نارینه او ښځینه وو لپاره ځانګړي جوماتونه، شنه ساحه او رستورانت په پام کې نیول شوي دي او ۱۰ پاتې پوړونو کې یې ۴۳۹ د هستوګنې کورونه جوړیږي. تراوسه پورې د یو پوړ خشت کارۍ رغنیزي چارې بشپړې شوي او د ټولې مانۍ شاوخوا ۸۰ سلنه اسکلیت بندي (قالب بندي) هم بشپړه شوې ده. د افغان ملي مانۍ د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ روانې دي چې مالي لګښت يې د افغان ملي بانک لخوا ورکول کیږي. د یادونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت ددې ماڼۍ د جوړولو ترڅنګ د دارالامان اداري کمپلکس، د صکوکو مطبعه، د ختیځ زون ۶۰۰ بستریز کمپلکس او نورو سلګونو غټو او وړو پروژو رغینزې چارې پرمخ وړي.
چګني کلا د نیمروز لرغوني تاریخ ښکارندوی, د بیارغونې اوترمیم په حال کې
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ د چګني کلا چې د نیمروز ولایت لرغوني تاریخ ښکارندویي کوي د بیارغونې او ترمیم چارې یې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي، چې مالي لګښت یې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لخوا ور کول کیږي. ددې تاریخي آبدې د پروژې مساحت شاوخوا ۱۹۲۴ مترمربع ده چې دوه پوړونه، ۲۶ خونې، یوه سراچه، یوعمومي دهلیز، یو برج او همدارنګه څلور عصري تشنابونه لري. ددې پروژې د رغیدو چارې شاوخوا ۶۵ سلنه پرمخ تللي او اوسمهال یې د خونو ګچ کول، ایزوګام، د دویم پوړد ګنبدو کاه ګل، خښتو پوښل، نجاري او برقي چارو باندې یې عملي کار جریان لري. دغه تاریخي کلا د ملک قطب الدین کیاني پورې اړوند ده، چې نوموړی په ۱۳۸۶ میلادي کال کې د تیمور لنګ لخوا اسیر او سمرقند ته ولیږل شو.






