د فیض آباد ولسوالۍ جامع جومات چارې ګړندۍ روانې دي
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوالۍ کې د یو محراب جامع جومات د جوړیدو چارې ګړندۍ روانې دي او تراوسه يې ۶۶ سلنه چارې بشپړې شوي دي. دغه جومات په یو پوړ کې د ټولو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره جووړیږي چې په یو وخت کې به ۱۰۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځایدو ظرفیت ولري. د فیض آباد ولسوالۍ جامع جومات د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي. دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت له لوري په دې وروستیو کې د جوزجان ولایت ابوسلیمان جوزجاني لوی جامع جومات چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی.
د خیرخانې کوتل سړک د جوړولو په چارو کې پرمختګ
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ د کابل ښار د ۱۱ او ۱۷ ناحیې د سړک جوړولو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي چې تراوسه يې ۲۰ سلنه چارې بشپړې شوي دي. یا د نوی جوړیدونکی سړک چې په دواړو فازونو کې ۸ کیلو متره اوږدوالی او ۳۰ متره پلنوالی لري د ۱۱ ناحیې له ۳۱۵ سیمې څخه دمنشي میرغلام تر ښارګوټي پورې غځیدلی دی. دغه سړک د ملي پراختیا شرکت افغاني وادنیز ریاست له لورې جوړیږي چې مالي لګښت يې د پلازمینې زون پرمختیایي ادارې لخوا ورکول ورکول کیږي. ددې سړک په جوړیدو سره به د شمال لویې لارې ترافیکي ګڼه ګوڼه ترډیره بریده راکمه او خلکو ته به دتګ او راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
د ابوسلیمان جوزجانی جامع جومات د پرانیستلو په درشل کې
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ د جوزجان ولایت مرکز شبرغان کې د ابوسلیمان جوزجاني جامع جومات جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دی. دغه جومات چې په دوو پوړونو کې جوړ شوی، شنه ساحه،اوبو ذخیره، احاطوی دیوال، پلې لارې او مجهزو تشنابونو په درلودلو سره په یو وخت کې د۲ زره تنو لمونځ کوونکو دځایدو وړتیا لري. د ابوسلیمان جوزجانی جامع جومات د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري جوړ شوی چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکړل شوی دی. داپه داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملي پراختیا شرکت له لوري په بیلابیلو ولایتونو او ولسوالیو کې پر لسګونه جوماتونو کار روان ده چې یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي هم دي.
کندز پوهنتون کې د دوه بابه لیلیو د جوړیدو چارې
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ په کندز پوهنتون کې د دوه بابه لیليو د جوړیدو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټو اخیستنې ته وسپارل شي. دغه لیلیې چې یوه يې د انجونو او بله د هلکانو لپاره ده په ۶ زره متر مربع مساحت ځمکه باندې چې هریوه یې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې له ټولواړینو ملحقاتو سره ، ددې پوهنتون اړوند سیمه کې جوړیږي. دغه لیلیې چې د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لورې جوړیږي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ور کول کیږي چې په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنه محصلینو د ځایدو ظرفیت ولري. د یا دونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت له لوري په بیلابیلو ولایتونوکې د لسو څخه زیاتو لیلیو دجوړیدو چارې روانې دي چې یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي هم دي.
په نیمروز کې د ابو داود سجستاني جامع جومات پرانیستل شو
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ د نیمروز ولایت د ابو داود سجستاني جامع جومات د ددې ولایت والي زمریالي احدي، ولایتي شورا غړو، حج او اوقافو رییس او د ملي پراختیا شرکت بنایی ودانیز ریاست د چارواکو په کډون ددې ولایت مرکز زرنج ښارکې پرانیستل شو. هغه غونډه چې په همدې موخه په دې ولایت کې جوړه شوي وه د نیمروز والي زمریالي احدي په کې د وینا پرمهال د ملي پراختیا شرکت څخه دمننې ترڅنګ وویل" جومات زموږ د خلکو د اتفاق، اتحاد او یووالي نښه ده". وروسته د بنايي وادنیز ریاست ولایتي مسؤل عبدالمالک صدیقي د پروژو د ښه کیفیت او ټولو معیارونو سره د برابر والي په اړه د پوره ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل" د ملي پراختیا شرکت او بنايي وادنیز ریاست د پروژو په تطبیق کې کیفیت، وخت او مناسبه بیه تل په پام کې نیولې اوټول هیواد کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي". دغه جومات د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري په دوو پوړونو کې جوړ شوی چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکړل شوی چې په یو وخت کې د ۳ زره لمونځ کوونکو دځایدو وړتیا لري. د یادونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د کانالونو جوړولو ترڅنګ ددې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د جوماتونو په جوړولو هم کار جریان لري چې ډیرې ژر [...]
ملي پراختیا شرکت راستنېدونکو او بیځایه شوو کډوالو ته کورونه جوړوي
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ هغه غونډه چې نن په همدې موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، ددې وزارت وزیر نورالرحمن اخلاقي، او د ملي پراختیا شرکت پلاوي ددفتر رییس رفیع الله عزیزی، د کور جوړونې ودانیز ریاست رییس میرویس ارغندیوال په کډون سره د ملي پراختیا شرکت د تخینکې او عملیاتي مرستیال سید نسیم خلیق او د کډوالو وزارت لخوا د پالیسۍ او برنامو د تطبیق مرستیال شیرعالم ممله وال لخوا د يوه هوکړه ليک له مخې لاسلیک شو. د ملي پراختیا شرکت تخینکي او عملیاتي مرستیال ښاعلی سید نسیم خلیق ددې هوکړه لیک د لاسلیک موخه په هیواد کې د کډوالو او بیځایه شوو د ستونزو راکمول یاد کړل او زیاته کړه چې د ملي پراختیا شرکت له لومړیتوبونو څخه په هیواد کې د اقتصاد ښه وده او د کور جوړونې د پروژو ښه تطبیق دی. ددې هوکړه لیک په اساس د ملي پراختیا شرکت مکلف دي چې د راستنېدونکو او بیځایه شویو کډوالو لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په مالي مرسته پر نړیوالو معیارونو برابر کورونه جوړ او ددې وزارت په اختیار کې ورکړي. دغه هوګره لیک پداسې حال کې د ملي پراختیا شرکت او ګډوالو او راستنیدونکو چارو زوارت تر منځ لاسلیک کیږي چې د همدې کال د غبرګولي تر ۱۵ پورې ۷۱ زره تنو څخه ډير بیرته هیواد ته راستنه او ۷۷ زره تنو څخه ډير د هیواد په [...]





