د پکتیکا ولایت لوی جومات
چهار شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۹ دا جومات چې ښرنې ښار ته نږدې په دوه پوړونو کې ودان شوی، پاتې ودانیزې چارې به ېې هم په کم وخت کې پای ته ورسیږي. ددې جومات عملي کارونه د ملي پراختیا شرکت اړوند د بنايي ودانیز شرکت لخوا پلې او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي. دا جومات چې په یو وخت کې به د شاوخوا ۲۰۰۰ تنه لمونځ کوونکو د ځائیدو وړتیا ولري، د ملا امام لپاره د اوسیدو خونه، اودس ځای، تشنابونه او نورې اړینې آسانتیاوې لري. له دې جومات سربیره پکتیکا ولایت او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په څو نورو ودانیزو پروژ هم کارونه روان دي.
بادغیس کې د یو باب پنځوس بستریز روغتون ودانیز کارونه روان دي
چهار شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۹ په بادغیس ولایت کې د یو باب پنځوس بستریز روغتون ودانیزې چارې دوام لري، چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ د درملنې تر څنګ به، په نورو روغتیايي برخو کې هم خدمات وړاندي کړي او هڅه کیږی چې په خپل ټاکلي وخت ېې کارونه بشپړ شي. دا روغتون چې له وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په ګټې اخیستنې سره ودانیږي؛ عملیات خونه، او پي ډي، اکسرې او عاجله څانګه، لابراتوار، د وینې بانک، درملتون او نورې اړینې برخې لري. ددې پروژې مالي لګښت د آسیا پراختیايي بانک لخوا ورکول شوی او ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت اړوند د کور جوړونې شرکت لخوا پلې کیږي.
د نیمروز ولایت لوبغاړي یو معیاري جمنازیم ته لاسرسي مومي
سه شنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت نیمروز ولایت کې لوبغاړو ته د یو مناسب او معیاري ځای د جوړولو په موخه هلته په یو باب جمنازیم تر کار لاندې لري چې له لوبغاړو سره په یو وخت کې د ۱۵۰۰تنو سیلانیانو د ځاییدو وړتیا لري. ددې جمنازیم ودانیز کارونه چې کابو بشپړ دي، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز شرکت لخوا پلې کیږي. د ملي پراختیا شرکت د یاد جمنازیم د ودانیزو چارو د پرمخ وړلو ترڅنګ، په نیمروز ولایت کې یوشمیر نورې پروژې هم پلې کوي چې له پرانیستو سره به ېې په اړوند برخو کې تر ډیره بریده د خلکو ستونزې حل شي.
ننګرهار ولایت کې د وطني تولیداتو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو
دوشنبه ۶ سلواغه ۱۳۹۹ د هیواد ابادۍ تر عنوان لاندې، د وطني تولیداتو دوه ورځنی نندارتون د کرنې او مالدارۍ د وزیر انورالحق احدي، د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) رییس عبدالقهار حیدري، ولایتي شورا غړو او یو شمېر نورو لوړو پوړو چارواکو له لورې پرانیستل شو. په یاد دوه ورځني نندارتون کې په ۱۷۳غرفو کې چې ډير شمیر ېې د وادي کرنیز شرکت اړوند وې، د ننګرهار کرنیز نباتات او سابه، لبنیات، وچې مېوې، شات، ترکاڼۍ برخې تولیدات، زراعتي وسایل، درمل او نور ګڼ شمېر توکې نندارې ته وړاندې شول. د کرنې وزیر، والي او ولایتي شورا غړو د ملي پراختیا شرکت اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له غرفو څخه د لېدنې پرمهال ددې شرکت له کارونو او نندارتون کې له ایښودل شوو نباتي، حېواني او ترکاڼۍ اجناسو ستاینه وکړه. د کرنې او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي له نندارتونه د لیدنې پر وخت وویل چې ننګرهار زراعتي او اقتصادي ولایت دی او هڅه کوي چې د هېواد په کچه یې د صنعتي ولایت په توګه هم بدل کړي. د یادونې وړ ده د ملي پراختیا شرکت اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ټينګو او نه ستړیکیدونکو هڅو سره غواړي چې له خپلو شته ځمکو څخه د کرنې، بڼدارۍ، څارویو او کبانو د فارمونو د ودې او پراختیا لپاره ښه استفاده وکړي، څو هیواد په اړند برخو کې د پردیو له احتیاجه خلاص [...]
پکتیا کې د ورزشي لوبو په جمنازیم ودانیز کارونه روان دی
دوشنبه ۶ سلواغه ۱۳۹۹ پکتیا ولایت کې د سمبال سپورتي جمنازیم پرانیستو سره به، د دې ولایت ځوانانو ته د سپورتي پروګرامونو په جوړولو او د لوبو ترسره کولو کې اسانتیاوې برابرې شي. دا جمنازیم چې اوس مهال د جوړیدو په حال کې دی، د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ ېې ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز شرکت پرمخ وړي. پکتيا ولایت کې دا جمنازيم چې په ۱۹۵۰مربع متره مساحت ځمکه کې جوړيږي، په يو وخت کې به د شاوخوا ۱۵۰۰تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري.
د مزایدې خبرتیا
محمد اشرف نومی د ملي پراختیا شرکت د ارزاقو ریاست اړوند، د دوه خونو درلودونکې یوه هټۍ چې پنځه سوه فامیلیو کې موقعیت لري د میاشتې په ( ۵۰۰۰ ) افغانیو په کرایه نیسي. هغه اشخاص چې غواړي یاد ملکیت له پورته قیمت څخه په لوړه بیه په کرایه واخلي، خپل غوښتنلیکونه دې خوشحال خان مینه کې سیلو ته څيرمه د ارزاقو ریاست ته وسپاري؛ شرط پاڼه د ټاکل شوي قیمت په بدل کې ترلاسه او داوطلبۍ کې د ګډون لپاره په ټاکل شوې ورځ، خپله یا خپل استازی حاضر کړي؛ ضمانت نغدي اخیستل کیږي.






