Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

زابل کې د توری اوبو زیرمه کولو بند د جوړولو چارې روانې دي

یکشنبه ۵ سلواغه ۱۳۹۹ د دې بند جوړولو چارې د روان کال د مرغومې په ۱۴مه نیټه پیل شوې چې له جوړیدو سره به ېې ۸۷۰ هکتاره ځمکه خړوبه او ۳۴ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي. دا بند چې د زابل ولایت مرکز قلات ښار سره څلور کیلو مټرۍ کې «نوخېز» کلي کې جوړیږي، د کاسې مساحت ېې ۱۵۰ جریبه؛ ۷۴ متره اوږدوالی؛ ۱۵ متره لوړوالی او ۵۴ متره پلن والی لري؛ د ۱,۸ میلیونه متر مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا به ولري. توري بند د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا سروې او ډيزان شوی او له ۹۲ میلیونو افغانیو څخه پرې زیات مالي لګښت راځي او د ۲ کالو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت، هلمند ودانیز شرکت پرمخ وړي.

جنوري 24th, 2021|Categories: انرژي|

په جوزجان ولایت کې د یو باب سمبال روزنتون جوړول

شنبه ۴ سلواغه ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت په ټول هیواد کې د ټولګټورو پروژو د پلي کولو ترڅنګ؛ د یتیمانو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره د غوره ځای برابرولو په موخه په جوزجان ولایت کې د یو مناسبه روزنتون جوړولو چارې پرمخ وړي. دا روزنتون چې د وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په استفادې په ۹۹۰۰ مربع متره مساحت ځمکه کې ودان شوی، بیلابیلې برخې لري لکه لیلیه، د ماشومانو لپاره ښوونځی، کلینیک او نور اړینې څانګې. ددې پروژې مالي لګښت د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا ورکول شوی او عملي چارې یې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې شرکت لخوا پرمخ وړل کیږي.

جنوري 23rd, 2021|Categories: جوړول|

په غزني کې په یو سل بستره روغتون ودانیز کارونه روان دي

پنجشنبه ۲ سلواغه ۱۳۹۹ په غزني ولایت کې د یو باب سل بستره روغتون د جوړولو عملي کارونه چې د تیر کال په غبرګولي میاشت کې پیل شوي وو، اوس مهال پکې شاوخوا ۵۵ سلنه پرمختګ شوی. دا روغتون چې مالي لګښت ېې د عامی روغتیا وزارت لخوا ورکړل شوی، ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت اړوند د کور جوړونې ودانیز شرکت لخوا پرمخ وړل کیږي. یاد شوی روغتون په ۱۶جریبه ځمکه او په څلور بلاکونو کې د ټولو امکاناتو په درلودو سره ودانیږي، چې دوه بلاکونه ېې دوه پوړیز او دوه نوریې یو پوړیز دي.

جنوري 21st, 2021|Categories: جوړول|

د وادي کرنیز شرکت دریم فارم کې د کرنې ته د ځمکو چمتول کول او د ونو اصلاح

چهارشنبه ۱ سلواغه ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چې په هیواد کې د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو لوی دولتي شرکت دی؛ پاملرنه ورته کولی شي د کرنیزو محصولاتو، تولیداتو او تازه میوو په برخه کې هیواد په ځان بسیا کړي. په همدې موخه د ننګرهار کانال (وادي کرنیز شرکت) مسئولینو درېیم فارم کرنیزو ځمکو او بڼونو کې، د اوبو د تللو ویالو د پاک کارۍ، زېتون ونو د ښاخبرۍ او قوریه جاتو کې د کرنیزه صنعت (اګرو تخنیکي) فعالتونه پيل کړي، چې په ترڅ کې ېې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۵ جریبه ځمکه کرنې ته چمتو او کرنیزې چارې ېې پای ته رسیدلي دي. د ملي پراختیا شرکت او د کانال رهبرۍ، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د پرمختګ، پراختیا او چارو د سمون او هلته له کرنیزو ځمکو او بڼونو څخه د ښې استفادې او هغې د پراختیا لپاره هلې ځلې پیل کړي چې ورسره په هره برخه کې ښه بدلون راغلی.

جنوري 20th, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

هلمند ولایت کې د آبداتي پروژو له کاري بهیر څخه د ځایی چارواکو لیدنه

سه شنبه ۳۰ مرغومې ۱۳۹۹ تیره ورځ د هلمند ولایت یو شمیرو ځایی چارواکو دې ولایت کې د پنځه تاریخي پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او په بیارغونه کې ېې د ملي پراختیا شرکت کارونه ښه و ارزول او خوښي ېې ورڅخه څرګنده کړه. د پروژو له کاري بهیره د لیدونکو په ډله کې مرستیال والي او د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس هم شامل وو، چې د دې پروژ د ترمیم او بیارغونې چارو د ښه والي لپاره ېې خپل نظریات وړاندې کړل. دغه پروژو کې د ابن حبان بستي او شهیدانو د زیارتونو، د بُست څاه ته د تللې لارې او ګنبدې بیارغونه، د یخچال تنور او د بُست طاق ترمیماتي چارې شاملې دي، چې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز شرکت له خوا پرمخ وړل کیږي.

جنوري 19th, 2021|Categories: بیارغونه|

په کنړ کې ۲۰۰بستره روغتون

سه شنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۹ د هیواد په کچه د معیاري روغتیايي چوپړتیاوو د برابرولو په موخه، په کونړ ولایت په یو باب ۲۰۰ بستره روغتون ودانیزې چارې روانې دي. ددې روغتون ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت لخوا پلې کیږي. یاد روغتون چې په دریو پوړونو کې ودانیږي او د بنسټ ډبره ېې ولسمشر محمد اشرف غني لخوا کنړ ولایت ته د سفر پرمهال ایښودل شوې وه، د درملنې په موخه به په عصري روغتیايي وسایلو او ټولو امکاناتو سمبال وي.

جنوري 19th, 2021|Categories: جوړول|
Go to Top