د کنړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې جومات
دوشنبه ۳ لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت لخوا د کنړ ولایت شیګل ولسوالۍ په موڼي کلي کې، یو باب جومات تر ودانیزو چارو لاندې دی. یاد جومات، اودس ځای، شنه سیمه او انګړ لري او د هغو جوماتونو له ډلې څخه یو دی چې د ولسمشر په لارښوونه، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا د هیواد د ولسوالیو په کچه جوړیږي. ددې جومات تر څنګ د کنړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هم په یو یو محراب جومات د جوړېدو چارې روانې دي
ختیځ زون روغتیايي کمپلکس
دوشنبه ۳ لیندۍ ۱۳۹۹ د ختیځ زون۶۰۰ بستره روغتیايي کمپلکس ودانیزې کارونه په معیاري ډول پر مخ روانې دي. ددې کمپلکس د بنسټ ډبره د ۱۳۹۷کال چنګاښ میاشت د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د جلال آباد ښار د شپږمې ناحیې په ۲۷۰جریبه مساحت ځمکه کې کیښودل شوه. دا کمپلکس چې د ۳۵۰ او ۲۵۰بستریزو لویو ودانیو په شمول، اته عصري او مجهزې ودانۍ لري، ودانیزې چارې ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت، د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي. دا کمپلکس د ناروغانو لپاره د بیلو روغتیايي او تشخصیه څانګو د درلودو ترڅنګ، د ناروغانو او د ناروغ لرونکو د هوساینې او چوپړتیاوو لپاره انتظارخونو او جومات په څیر برخې هم لري، چې له پرانیستو سره به ېې په اړوند برخو کې د ختیځ زون د اوسیدونکو ستونزې حل شي. دا مهال ددې تر ټولو لوی روغتيايي کمپلکس ودانیزې کارونه، په ښه او لوړ کیفیت سره پر مخ روان دي چې د یوشمیر ودانیو په چارو کې ېې ښه پرمختګ شوی او ځينې ېې د بشپړیدو په حال کې دي
د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ کی د کجوری ملاصيب جومات
یکشنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۹ دا جومات د هغو ۳۷۷محرابه جوماتو څخه یو دی چې د ټول هیواد د ولسوالیو په کچه د ولسمشر په لارښوونه او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنایی ودانیز ریاست لخوا جوړیږي.
پکتیکا ولایت مرکز ښرنې او خیرکوټ ولسوالۍ مرکزي روغتونو کې انتظار خونې پرانیستل شوې
شنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۹ پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار او خیرکوټ ولسوالۍ مرکزي روغتونو کې د ناروغ لرونکو د تم کیدو او هوساینې په موخه یو باب انتظار خونه د دوانیزو چارو له بشپړیدو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې تیره اونۍ پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د پرانیستو په مراسمو کې د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن "څمکني" دولایتي شورا وکیلانو، چارواکو اوقومي مشرانو ګډون کړی وو، چی د والي په ګډون ډير شمیرو، ددې پروژې د کار دښه او معیاري کیفیت څخه ستاینه وکړه. یادې انتظار خونې هره یوه ېې په۳۵۰متر مربع ځمکه کې ودانه شوې او په یو وخت کې د نارینه او ښځينه وو لپاره د جلا جلا برخو په درلودو، د ۲۵۰تنو د ځائیدو ظرفیت لري. ددې انتظار خونو ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول شوي دي.
پکتیا ولایت کې د پوهنتون د دوه بابه لیلیو کارونه په بشپړیدو دي
پکتیا ولایت پوهنتون کې د محصلینو د اوسیدو ستونزې د حل په موخه، دوه بابه لیلېې تر ودانیزو چارو لاندې دي. دا لیلېې چې د ملي پراختیا شرکت د بنايي تصدۍ لخوا ېې ودانیز کارونه پرمخ وړل کیږي، هره یوه ېې په ۶۶۰۰ متر مربع ځمکه کې، په پنځه پوړیزه توګه ودانیږي. ددې لیلیو سربیره چې په پرانیستو سره به ېې پوهنتون کې زکړالیانو ته د اوسیدو په برخه آسانتیا رامنځته شي، پکتیا ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژو هم د ملي پراختیا شرکت لخوا کارونه روان دي.
د ملي پراختیا شرکت کابل پوهنتون کې د وروستي برید له امله رامنځته شوې ویجاړې په چټکۍ سره ورغولې
جمعه ۳۰لړم ۱۳۹۹ لکه څنګ چې اړتیاوه څو د پوهنې بڼ بیرته خپل لمړي حالت ته ننوځي او د باروتو بوی او د مرمیو ویجاړې او اثار ېې له منځه ولاړ شي، د ولسمشر په لارښوونه او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مرسته، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست ټیم لاس په کار شو او د زدکړو ډګر ېې بیرته ورغوه. دیادونې وړده چې د کابل په پوهنتون د څو اونې وړاندې برید کې چې له شاوخوا پنځوس څخه د ډیرو محصلینو او غیرې پوځي کسانو د مرګ ژوبلې لامل شو، تر څنګ ېې د پوهنتون د حقوقي زدکړو ملي مرکز هم ډیر ځیان لیدلی وو چې بیارغونې ته ېې اړتیا درلوده. دمګرۍ ویجاړ شوي ځایونه، خونې او ودانۍ له رغونې وروسته، د زدکړو او ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوي دي.






