Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د سرپل ولایت سل بستره روغتون کې د سړیخونې ودانیز بهیر

شنبه ۸ لیندۍ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا د سرپل ولایت سل بستریز روغتون کې په یو باب سړیخونې ودانیزې چارې روانې دي. ددې سړې خونې وانیز کارونه د روان کال د تلې میاشت کې پیل او تر دې دمه پکې د پام وړ پرمختګ شوی. همداشان د ملي پراختیا شرکت لخوا سرپل ولایت کې په یوشمیر نورو ودانیزو پروژو هم کارونه روان دي، چې لسهاوو تنه پکې په کاري بوخت دي.

نوومبر 28th, 2020|Categories: جوړول|

پکتیکا زرغون شهر کې یو باب اناثیه ښوونځی پرانیستو ته نږدې دی

پنجشنبه ۶لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت پکتیکا ولایت زرغون شهر ولسوالۍ کې د اته ټولګي درلودونکي اناثیه ښوونځي ودانیز کارونه بشپړیدو ته نږدې کړي او د پاتې دوه سلنه تخنیکي چارو له بشپړیدو وروسته به پرانیستل شي. د عمري په نوم دا ښځینه ښوونځی چې ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په مالي پرمخ وړل کیږي، په یو پوړیز شکل ودانه شوې او ۹۸ سلنه ودانیز کارونه ېې بشپړ شوي دي. دا ښوونځی چې په شاوخوا ۸۶۵مربع متره مساحت ځمکه کې ودان شوی او اته ټولګي او نورې اړینې ادارې خونې لري، پرانیستو سره به ېې د سیمې خلک د خپلو اولادونو د ښوونې او روزنې په برخه کې هوسا او له ستونزو خلاص شي.

نوومبر 28th, 2020|Categories: جوړول|

د ۲۵سلنه پاتې رغنیزو چارو له بشپړیدو وروسته به د مازدار خان لرغوني حوض پرانیستل شي

پنجشنبه ۶لیندۍ ۱۳۹۹ هرات کې د مازدار خان حوض چې د دې ولایت په نهمه ناحيه کې موقعیت لري؛ هیواد کې یو له تاریخي او لرغوني اثار کڼل کیږي. دا حوض چې ویل کیږي د تیموریانو دورې پورې تړاو لري، هلته د اوبو د کمښت له کبله د اوبو زیرمه کولو په موخه، د ۸۵۰ او ۹۱۱ قمري کلونو ترمنځ ودان شوی دی. د مازدار خان حوض چې د وخت په تیریدو او بې غورۍ له امله د ویجاړیدو او لمنځه تلو په حال کې وو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ ېې د بيا رغونې او ترمیم چارې د ملي پراختیا شرکت، د افغاني ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي. دمګړۍ ددې حوض په رغنیزو چارو کې نږدې ۷۵سلنه پرمختګ شوی او د پاتې کارونو له بشپړیدو وروسته به پرانیستل شي. دا حوض چې د سیمې خلکو ته د اوبو رسولو په موخه جوړ شوی وو، ۱۲.۲ متره اوږدوالی او ۷.۳ متره پلنوالی لري، له کلونو راهیسي له کاره لویدلی وو او ځایي خلکو په ځانګړي ډول له ۱۳۵۰ هجري لمريز را وروسته د ژورو څاګانو د کیندلو له لارې خپلې اړتیا وړ اوبه پوره کولې.

نوومبر 26th, 2020|Categories: بیارغونه|

کرهنې او ګټورې استفادې په موخه د ننګرهار کانال پورې د اړوند ځمکو چمتو کولو لپاره هڅې روانې دي

چهار شنبه ۵ لیندۍ۱۳۹۹ د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) چې ملي عایداتي سرچینه بلل کیږي او د ۷۰ کیلو متره اوږدوالي په درولودو سره، د افغانستان په ختیځ کې تر ټولو ډيره کرنیزه ځمکه په واک کې لري، ډیره برخه ځمکه ېې له کلونو راهیسې له کرنې او ګټې اخیستنې پاتې او بیا چمتو کیدو ته ېې اړتیا درلوده. په همدې تړاو تیره ورځ عبدالخیلو سیمه کې د هډې فارم د شاوخوا ۱۷۰هکتاره ځمکې له ډلې،۲۲۰جریبه ځمکه ېې کرنیزو فعالیتونو ته د بیا چمتو کونې په موخه، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د مشر انجنير عبدالقهار حېدري په شتون کې زهير اسحاق قراردادي شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرار داد ورکړل شوه. دمګړۍ به یاد قرار دادي شرکت، د ننګرهار کانال په تخنيكي همکارۍ سره شاوخوا اتیا جريبه ځمکه، کرنيزو فعاليتونو ته چمتو کوي او هلته به د ماهيانو حوضونه د هېوادوالو د سالمې تفريح لپاره پارک، او د کرکټ لوبغالی هم جوړوي او څیرمه به د کونړ سيند د تخريبي څپو د مهارولو لپاره استنادي ديوالونه او اړوند چارې هم پرمخ وړي. د یادونې وړ ده له کله راهیسې چې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسؤلیت د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی، ددې شرکت او د ننګرهار کانال رهبرۍ، د کانال د پراختیا او له اړوند ځمکو څخه ېې د ښې استفادې په موخه هلې ځلې پیل کړي چې ورسره د مېوو، لبنیاتو او نورو [...]

نوومبر 25th, 2020|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

د ملي پراختیا شرکت تدارکاتي ټیم وړتیا لوړونې په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

چهار شنبه ۵ لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د تدارکاتو ریاست، دې شرکت پورې د اړوند تصدیو تدارکاتي کارکوونکو ته، په تدارکاتي برخو کې د وړتیا او ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ په لار واچوه. دا ورکشاپ کې چې نن د ملي پراختیا شرکت په تالار کې ددې شرکت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر ضیاءالله شفیق، دفتر رییس وحیدالله رحمدل او د شرکت د تدارکاتي څانګو د مسئولینو او کارکوونکو په ګډون سره پرانیستل شو؛ پکې د بنايي، افغاني، کور جوړونې، هلمند او ارزاقو تصدیو نږدې ۲۰ تنو تدارکاتي کارمندانو برخه اخیستې. په دې دوه ورځني ورکشاپ کې به ګډونوالو ته لکه د مالي، جنسي محاسبې او اړوند اسنادو د پروسس او پروژو د پروسې طی کولو او ترسره کولو په تړاو روزنه ورکړل شي، چې وبه شي کولی د تدارکاتي پروسې د چټکتیا او رڼښت به برخه کې ګټور تمام شي.

نوومبر 25th, 2020|Categories: راپورونه|

تخار ولایت کې د یتیمو او بیوزلو ماشومانو روزنتون

سه شنبه ۴ لیندۍ ۱۳۹۹ د یتیمانو او بیوزلو کورنیو د ماشومانو د روزنې او پالنې لپاره دا روزنتون چې لیلیه، ښوونځی او کلنیک لري، د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا ېې ودانیزې چارې روانې دي او پکې ۹۰ سلنه پرمختګ شوی. ددې روزنتون ودانۍ له وړاندې جوړو قطعاتو یا ټوټو څخه په استفادې، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ جوړیږي، چې له پرانیستو سره به نږدې ۲۵۰ تنه ماشومانو ته د روزنې اړوند لازمي اسانتیاوي موجودې وي رامنځته کړي. همداشان د ملي پراختیا شرکت لخوا له تخار سربیر، په جوزجان، نورستان، لوګر، تخار او دایکندي ولایتونو کې د روزنتونو په جوړولو چارې روانې دي.

نوومبر 24th, 2020|Categories: جوړول|
Go to Top