د نورستان ولایت واما ولسوالۍ مرکزي جومات
ددې جومات ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت پرمخ وړي
په غور ولایت کې د یو باب سل بستره روغتون ودانیزې چارې روانې دي
شنبه ۲۴ لړم ۱۳۹۹ د کوید ۱۹(کرونا) ناروغۍ دوهمې څپې د ګواښونو کابو کولو په موخه د څو نورو ولایتونو په څیر، په غور ولایت کې هم د یو مجهزه روغتون د جوړولو چارې پیل شوي دي. دا روغتون چې د آسیا پراختیايي بانک(ADB) په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا د وړاندې جوړو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې جوړیږي، په څو میاشتو کې به ېې ودانیز کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. له جوړیدو سمدستي به دا روغتون له کرونا ویروس سره د مبارزې او درملنې په موخه، په عصري روغتیايي وسایلو سمبال شي او د سل بستره ظرفیت په درلودو به، بیلابیلې روغتیايي، تشخیصیه او اړتیا وړ څانګې ولري.
کندهار کې د میر هزار تاریخي جومات د ترمیم او مرمت چارې بشپړیدو ته نږدې دي
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۹ د تاریخي آبدو، ترمیم، بیارغونه او ساتنه ملي وجیبه ده، نو په همدې موخه د هیواد په یو شمیرو ولایتونو کې په ځينو تاریخي او لرغونو ودانیو او آبدو د بیارغونې کارونه روان دي. یو له دې تاریخي آبدو څخه په کندهار ښار کې د میر هزار جومات دی چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي. دا لرغونی جومات چې د کندهار ښار دویمه ناحیه کې موقعیت او ۷۶۷ متر مربع مساحت لري، د څه کم ۱۳میلیونه افغانیو په مالي لګښت چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت لخوا ورکول کیږي بیارغول کیږي او ډیر ژر به ېې کارونه بشپړ شي. د ملي پراختیا شرکت د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د لسهاوو ودانیزو او ټولګټو پروژو سربیره، د تاریخي آبدو د بیارغونې چارې هم پرمخ وړي، چې له یوې خوا خلکو ته د کاري بوختیا او له بل پلوه د هیواد د آبادۍ او تاریخي هویت د ژوندي ساتلو لامل کیږي.
د بګرامي ښارګوټي استوګنې اپارتمانو واحدونه
د مرکز ګرمۍ، بریښنا او د اوبو رسولو په منظم سیستم سمبال؛ د لوی جومات، ښوونځي، سوداګریز مارکیټ، پراخه پارکینګ درلودونکی او عامه سړک ته نږدې موقعیت لري. پنځه خوني او درې خونې واحدونه لري پته: کابل - بګرامي - د بګرامي ښارګوټی د اړیکو شمیرې: 0783369683 -0706667915
د عصري ټکنالوژۍ د زدکړې په موخه د بغلان أبو مسلم خراساني ښوونځی به په کمپیوټر لب سمبال شي
چهار شنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۹ په عصري ټکنالوژۍ د زده کوونکو د سمبالتیا په موخه به، د بغلان ولایت أبو مسلم خراساني ښوونځی ډير ژر په کمپیوټر لب سمبال شي او ډير ژر به زدکوونکي ورڅخه د زدکړو په برخه کې کار واخلي. دمګړۍ دې ښوونځي کې د بریښنا لپاره سولرونه، بطرۍ، میزونه، څوکۍ او نور اړونده وسایل نصب شوي چې د کمپیوټر زدکړۍ د درسي خونې لپاره اړین دي. یاده پروژه د جمهوري ریاست د ملي پرختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست لخوا پلې شوې او یو شمیر نورو ولایتونو کې به هم ډير شمیر ښوونځي په کمپیوټر لبونو سمبال شي.
کاپیسا ولایت کې به ډير ژر ورزشي جمنازیم پرانیستل شي
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۳۹۹ کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي کې د ورزشي لوبو د ترسره کولو، د ورزشکارانو او د لوبو د نندارچیانو د هوساینې لپاره د لوبو په یو باب جمنازیم د جوړولو چارې روانې دي. دا جمنازیم به په یو وخت کې د ۱۵۰۰ کسانو د ځائیدو وړتیا ولري او همداراز کیدای شي ورڅخه د کنفرانسونو د تالار په توګه هم کار واخیستل شي. ددې ورزشي جمنازیم ودانیز کارونه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي.






