Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

جوزجان ولایت کې د روزنتون چارې په بشپړېدو دي

سه شنبه ۱۳ لړم ۱۳۹۹ دا روزنتون چې د جوزجان ولایت د ملي پراختیا شرکت، د کور جوړونې ریاست لخوا ودانیږي، کارونه به ېې ډير ژر بشپړ شي. ددې روزنتون ودانۍ له وړاندې جوړو قطعاتو څخه په استفادې، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ جوړیږي، دمګړۍ بنسټیزې چارې بشپړې شوي او ډير ژر به ېې د بریښنا سیستم، کاشي کارۍ، اوبو رسونې او رنګ چارې پیل شي. د یتیمانو او بیوزلو لپاره روزنتون یوه لیلیه، شپږ صنفه ښوونځی او کلنیک لري او له پرانیستو سره به ېې کابو ۲۵۰ تنه ماشومانو ته پکې د روزنې، لیلیې، وړکتون، خوړنتون او هر ډول اړوند لازمي اسانتیاوي موجودې وي. همداشان د ملي پراختیا شرکت لخوا دمګړۍ له جوزجان سربیر، په نورستان، لوګر، تخار او دایکندي ولایتونو کې د روزنتونو په جوړولو چارې روانې دي.

نوومبر 4th, 2020|Categories: جوړول|

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کوچني کاریز ښوونځی

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کوچني کاریز ښوونځی

نوومبر 4th, 2020|Categories: جوړول|

د غور ولایت پوهنتون د ښوونې او روزنۍ پوهنځي د ودانۍ ودانیزې چارې کابو نیمايي پرمخ تللي

سه شنبه ۱۳ لړم ۱۳۹۹ د غور ولایت پوهنتون کې د ښوونې او روزنۍ پوهنځي ودانۍ، ودانیزې چارې نږدې ۵۰ سلنه پرمخ تللي او پاتې کارونه به ېې هم په چټکۍ بشپړ شي. یاده ودانۍ چې په ۱۶۰۰مربع متره مساحت ځمکه کې په دریو پوړونو کې ودانه شوې او په یو وخت کې به د شاوخوا ۱۰۰۰تنه محصلینو د ځاییدو وړتیا ولري، ۳۵ درسي او اداري خونې، دوه کنفرانس خونې، یو کتابتون او د اړتیا وړ برخې او خونې لري او د مرکز ګرمي په مجهز سیستم به سمبال شي. ددې پروژې ودانیزې چارې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي.

نوومبر 4th, 2020|Categories: راپورونه|

پکتیا ولایت کې به د کوید ۱۹ سل بستریز روغتون ډير ژر پرانیستل شي

پکتیا ولایت کې به د کوید ۱۹ سل بستریز روغتون ډير ژر پرانیستل شي

نوومبر 4th, 2020|Categories: جوړول|

د یو میلیارد نهه سوه دوه دېرش میلیونه افغانیو په ارزښت د تاریخي اثارو بیارغونه او ترمیم

یکشنبه ۱۱لړم ۱۳۹۹ تاریخي آبدات او لرغوني آثار د تاریخ او د انسانانو د تمدن او د ملتونو د هویت او کلتوري اصالت ښکارندویي کوي. زموږ ګران هیواد افغانستان، د پنځه زره کلن تاریخ په پام کې نیولو سره، د دې سیمې د تمدنونو د لرغونو او تاریخي اثارو خزانې په ځان کې لري. د هیواد د تاریخي اثارو ترمیم، بیارغونه او ساتنه یو له هغو پروژو څخه ده چې د ملي پراختیا شرکت ېې په مرکز او ولایتونو کې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ پرمخ وړي. د تاریخي آبداتو بیارغونه د هغوی د تاریخي اصالت او لرغونتیا ساتنې له امله له نورو ودانیزو پروژو سره توپیر لري؛ ځانګړي جوړښت او ډیرې پاملرنې ته اړتیا لري، چې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیزه دستګاه او د بنايي ساختماني تصدۍ د یو میلیارد نهه سوه دوه دېرش میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۸لرغونو آثارو د بیارغونې او ترمیم په غاړه لري. د یو شمیر لرغونو آبداتو نوملړ: 1. د کابل ښار بلند قلعه( د کابل ښار لوړه کلا) لوړه کلا د کابل ښار شمال کې د کلوله پشتې غونډۍ سر کې موقعیت لري. دا کلا چې یو له تاریخي آبدو څخه ده لرغونتیا ېې ۱۸۷۳-۱۸۷۹زیږدیزو کلونو ته رسیږي. د ملي پراختیا شرکت د دې تاریخي کلا د بیارغونې او ترمیم کارونه پیل کړی او دا لا روان دي. 2. د تخت استالف هوټل د تخت استالف هوټل ودانیز او [...]

نوومبر 2nd, 2020|Categories: بیارغونه, راپورونه|

هرات ولایت کې د ځمکو او قوالو ریاست نوې جوړه شوې ودانۍ به ډير ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

یکشنبه ۱۱ لړم ۱۳۹۹ په هیواد کې د سندونو د ساتنې په چارو کې د رڼښت او اسانتیا رامنځته کولو په موخه د ملي پراختیا شرکت په شپږو ولایتونو کې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت، د ځمکو او قوالو ریاست ته شپږ نوې او معیاري ودانۍ جوړوي چې یو له هغوی څخه د هرات ولایت کې ده. د ځمکو او قوالو دا ودانۍ د مراجعینو، کارمندانو او همدا شان د ځمکو اړوند اسنادونو د راټولولو، ساتنې او قانوني مرحلو د ترسره کولو لپاره په اړینو آسانتیاوو سمبالیږي چې د کارونو د چټکتیا په موخه د اړونده ادارتو لپاره پکې دفترونه هم په پام کې نیول شوي اومراجعین کولی شي ټول اداري کارونه دلته ته تر سره کړي. دا مهال د دې ودانۍ ودانیز کارونه چې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست لخوا پر مخ وړل کیږي بشپړ شوي او تمه کیږي چې ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوومبر 1st, 2020|Categories: جوړول|
Go to Top