Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

کندز ولایت کې د انجونو د لیلیې ودانیزې چارې

یکشنبه ۱۱ لړم ۱۳۹۹ د کندز ولایت پوهنتون کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د انجونو لپاره په یوې لیلیې ودانیز کارونه جریان لري. دا لیلیه چې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ په ۶۰۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې ودانیږي، ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ساختماني ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي. یاده لیلیه چې ۱۰۰۰تنو ښځينه محصلانو د ځاییدو وړتیا لري، د ودانیزې چارو له بشپړېدو سره به ېې د محصلو انجونو د اوسیدو ستونزې حل شي.

نوومبر 1st, 2020|Categories: جوړول|

د سمنګان په قلعه چه او شیخاني سیمو کې د ډبرو سکرو استخراجولو په موخه د جیولوژیکي امکان سنوجونې د مطالعاتو پیل

شنبه ۱۰ لړم ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت اړوند د شمال د ډبرو سکرو تخنیکي ټیم، په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو درلودونکو سیمو (قلعه چه او شیخاني) کې د جیولوژیکي امکان سنجونې مطالعات تثبیت او پیل کړي دي. ددې ټیم په وینا: د کان کیندنې د تجهیزاتو او د تخنیکي اړتیاوو له چمتو کولو سره هم مهاله به دوی، د دې ولایت د روی دوآب ولسوالۍ د سکرو درلودونکو یادو دوه سیمو کې، د کیندنې کارونه پيل کړي. لکه څنګه چې په آبخورک سیمه کې د کان کیندنې کارونه د استخراج مرحله کې دي او امکان لري چې ګټور ژوند یې په راتلونکي یو کال کې بشپړ شي؛ نو له همدې امله اړینه ده چې، قلعه چه او شیخاني سیمو کې د کان کیدنې عملیات دوام پیدا کړي. د یادونې وړ ده چې د قلعه چې او شیخاني سکرو درلودونکې سیمې د آبخورک معدني ساحې ته څیرمه موقعیت لري او په حقیقت کې دا معدني سیمې د آبخورک د ډبرو سکرو د طبقاتو دوام دی. د قلعه چه او شیخاني د ډبرو سکرو درلودونکو سیمو پراختیايي عملیات او تخنیکي کار پیل به لسګونو ځایي بیوزلو او بې بوختیا خلکو لپاره د کار فرصتونه رامنځته کړي او د شمال ډبرو سکرو شرکت عایدات به هم لوړ کړي.

نوومبر 1st, 2020|Categories: انرژي, راپورونه|

د بدخشان ولایت په مرکز او جرم ولسوالۍ کې څلور بابه ښوونځي په کمپیوټر لبونو سمبال شول

شنبه ۱۰ لړم ۱۳۹۹ په عصري ټکنالوژۍ د زده کوونکو د سمبالښت او تعلیمي کچې لوړولو په موخه، د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ په څلور بابه ښوونځيو کې د کمپیوټر لبونو د جوړولو کار بشپړ شوی دی. دا کمپیوټر لبونه؛ د فیض آباد ښار په کوکچه، شهید سایف او ترګني په ښوونځیو او د جرم ولسوالۍ په غیاثي لیسه کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. یاده پروژه د جمهوري ریاست د ملي پرختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست لخوا پلې شوې، چې په هر یوه ېې نهه سوه زره افغانۍ لګښت راغلی. د یادونې وړ ده چې د بدخشان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ټولټال ۴۷ بابه ښوونځي د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي او تمه ده پاتې نور ښوونځي هم په دې سیستم سمبال او د زده کوونکو ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

اکتوبر 31st, 2020|Categories: جوړول|

لغمان ولایت علیشنګ کې د پوهنې په لور بل ګام

شنبه ۱۰ لړم ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د خپلو چټکو ودانیزو چوپړتیاوو په دوام، د کور جوړونې ریاست پرمټ د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې لس ټولګي درلودونکې ښوونځی جوړ او پرانیستو ته چمتو کړ. دا ښوونځی چې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ ېې کارونه بشپړ شوي او ودانۍ ېې په څه کم۱۰۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې په دوه پوړیز شکل ودانه شوې، کارونه ېې بشپړ شوي دي.

اکتوبر 31st, 2020|Categories: جوړول|

نورستان ولایت کې د یتیمانو روزنتون چارې به ډير ژر بشپړې شي

سه شنبه ۶ لړم ۱۳۹۹ دا روزنتون چې د نورستان ولایت د مرکز پارون په پرونس سیمه کې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا جوړیږي په ودانیزو چارو کې ېې پنځوس سلنه پرمختګ شوی او پاتې کارونه به ېې څه موده وروسته بشپړ شي. د یتیمانو ددې روزنتون ودانۍ له وړاندې جوړو قطعاتو څخه په استفادې، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ جوړیږي، په بیلابیلو برخو ېې کارونه روان دي چې یوه لیلیه، شپږ صنفه ښوونځی او کلینیک په کې شامل دي او له پرانیستو سره به ېې کابو ۱۵۵ تنه ماشومانو ته پکې د روزنې، لیلیې، وړکتون، خوړنتون او هر ډول اړوند لازمي اسانتیاوي موجودې وي. د یادونې وړ ده چې د ملي پراختیا شرکت لخوا دمګړۍ له نورستان سربیره، په لوګر، تخار، جوزجان او دایکندي ولایتونو کې د هغوی ماشومانو د روزنې، زده کړو او پالنې لپاره د ښو شرایطو د برابرولو په موخه چې په جګړو او د هېواد په روانو ناخوالو کې ېې د کورنیو مشران له لاسه ورکړي او یا هم د خپلو ماشومانو د زده کړو اقتصادي توان نه لري د روزنتونو په جوړولو چارې روانې دي.

اکتوبر 27th, 2020|Categories: جوړول|

کندهار ولایت کې ټولنیز صالون‌

ودانیزې چارې ېې بشپړې او ‌ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

اکتوبر 27th, 2020|Categories: جوړول|
Go to Top