د ملي پراختیا شرکت لخوا د وخت د مدیریت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ په لاره واچول شو
د ملي پراختیا شرکت د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړنې څانګې لخوا ددې شرکت کارمندانو ته د وخت د مدیریت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ په لاره واچول شو. دا ورکشاپ چې د ملي پراختیا شرکت په تالار کې پرون پیل او نن به پای ته ورسیږي، پکې شاوخوا ۲۰ کسانو د وخت د مدیریت او د وړتیا لوړونې په موخه برخه اخیستې. د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړونې مسئول روح الله محمودي چې کارمندانو ته دا روزنیز ورکشاپ وړاندې کوي وايي: د ملي پراختیا شرکت د بشري سرچینو څانګه غواړي د یوې سالمې، قانونمندې او وړۍ ادارې او په کار پوه پرسونل د درلودو لپاره په راتلونکو کې د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ، د منځ مهاله او وږد مهاله زدکړو او روزنې لپاره زمینه هم برابره کړي. د یادونې وړ ده چې د بشري سرچینو دې څانګې د اداري کارکوونکو د وړتیا لوړونې په موخه په اداري او مدیریتي برخو کې د روزنیزو پروګرامونو د ورکړې لړۍ پیل کړې چې په بیلابیلو وختونو کې به دوام ومومي.
د ملي پراختیا شرکت د آسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته په لسو ولایتونو کې روغتونونه جوړه وي
چهارشنبه ۱۲ وږی ۱۳۹۹ د آسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ د عامې روغتیا وزارت له لورې د هیواد په لسو ولایتونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې او درملنې په موخه لس روغتونونه ودانیږي. په دې تړاو نن مازیګر د وږې میاشتې په ۱۲مه نیټه د ولسمشرۍ په چهار چنار ماڼۍ کې، د هیواد د ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني او مرستیالانو په حضور کې، چې د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مشر احمد وفي امین، د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال ډاکټر ضیاءالله شفیق، د تولیداتو د انسجام او پراختیا رییس وحیدالله رحمدل او د نورو اړونده ادارو مسئولینو هم برخه درلوده؛ د ملي پراختیا شرکت د کورجوړونې د رييس انجنیر میرویس ارغندیوال او د عامې روغتیا وزارت د سرپرست احمد جواد عثماني ترمنځ تړون لاسلیک شو. د تړون له لاسلیک وروسته د هیواد ولسمشر دا یوه تاریخي ورځ وبلله چې په لمړي ځل یو نړیوال معتبره بنسټ له یو دولتي شرکت سره تړون کوي چې پکې رڼښت، کاري چټکتیا او مدیریت په پام کې نیول شوی. دا روغتونونه چې د وړاندې جوړو شوو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې په هلمند، ارزګان، زابل، پکتیا، دایکندي، سمنګان، غور، بلخ، فاریاب او سرپل ولایتونو کې جوړیږي او له کویډ ۱۹ویروس یا کرونا ناروغۍ سره د مبارزې، تشخیص او درملنې په موخه به ورڅخه استفاده وشي، ودانیزې کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست [...]
د پراختیايي چارو په تړاو د بلخ له والي سره د ملي پراختیا شرکت د اجراییوي رییس لیدنه
چهارشنبه ۱۲ وږی ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش، ددې شرکت د تولیداتو د سمون او پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور او یوشمیر نورو مسئولینو نن چهارشنبه بلخ کې ددې شرکت له لورې د پراختیايي او ودانیزو پروژو د پلي کولو او ارزولو په موخه سفر وکړ او په دې تړاو ېې له والي سره ېې لیدنه وکړه. ددې سفر په ترڅ کې ښاغلي عطاش د بلخ له والي ښاغلي محمد اسحق رهګذر سره په کتنه کې د ملي پراختیا شرکت له لورې د پراختیايي پلانونو او پروژو د پلي کولو د څرنګوالي په تړاو بحث او خبرې کړي. په لیدنه کې د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رییس له ولایتي ادارې څخه غوښتي څو په ملي پراختیا شرکت کې د مدغم شوو تصدیو د غصب شوو ځمکو د بیرته لاسته راوړو په برخه کې ټينګه همکاري وکړي. بلخوا د بلخ والي د ودانیزو او رغنیزو چارو په برخه کې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ کړنې د قدر وړ او بې سارې یادې کړي او دا شرکت ېې د وړتیا او باور وړ مرجع بللی او له ښاغلي عطاش څخه ېې غوښتنه کړې څو د نورو ودانیزو چارو سربیره، بهاءالدین ولد خانقا رغولو، د مزار هوټل ودانۍ جوړولو، د آموسیند تحکیماتو، د اوبو د وړو بندونو جوړولو، د مولانا جلاالدین محمد بلخي هوايي ډګر ته د خوندي اوبو رسولو ته هم پاملرنه وکړي. ښاغلي عطاش د بلخ [...]
د ملي پراختیا شرکت لخوا د اورښت اوبو د مدیریت پروژې(ابریزه ها) انجنیرانو او کارمندانو ته د ماین د خطرونه د پوهاوي رسولو ورکشاپ دایر کړ
د ملي پراختیا شرکت پلازمینه کابل کې د اورښت اوبو د مدیریت پروژې انجنیرانو، فورمینانو، اداری اوصحی کارکونکو ته د ماینونو د خطرونو د پوهاوي یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ او ترسره کړ. دا ورکشاپ چې نن سه شنبه د وږي میاشتې په ۱۱مه نیټه د لوی جرګې په تالار کې ترسره شو، پکې د اورښت اوبو د مدیریت پروژې شاوخوا ۲۸۰تنه کارمندانو، انجنیرانو، سرکاریګرو او ګډونوالو ته د ماینونو، د هغې د ډولونو او د ماینونو له چاودنو د رامنځ ته کېدونکو خطرونو په اړه معلومات ورکړل شول چې هغوی به ېې بیا د کار په سیمه کې له کارګرو سره شریک کړي. د دې ورکشاپ په پرانیسته کې د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ادارې رئیس محمد شفیق یوسفي، د ملي پراختیا شرکت د برنامو مرستیال نجیب الله شینواري او بشري سرچینو رییس عبدالفتاح مخلص او د بنايي شرکت مشر احمد جاوید اخلاص ترڅنګ د ملي پراختیا شرکت او ځینو نورو ادارو یوشمیر مسئولینو هم ګډون کړی وو. د ماینونو د زیانونو او ګواښونو په اړه یاد ورکشاپ له هغې وروسته ورکول کیږي چې په وروستیو کې پلازمینه کابل کې د اورښت اوبو د مدیریت پروژې کارګر د خندقونو د کیندلو او کار په وخت کې د ماینونو له ګواښ او خطرونو سره مخ شول. د دې ورکشاپ له لارې به هغه ۴۱زره کارګرو ته چې کابل کې د اورښت اوبو د مدیریت پروژه کې [...]
د حاجي شهید تاریخي جومات بیارغول کیږي
د کندز ولایت په مرکز کې د حاجي شهید تاریخي جومات د بیارغونې کارونه د ملي پراختیا شرکت لخوا پیل شول. دا تاریخي جومات چې د کندز ښار شمال خوا ته، بالاحصار لرغونې تپې او سرې میاشتې ته څيرمه موقعیت لري او ۷۱۰۰متره مربع سیمه ېې احتوا کړې، شاوخوا ۵۰۰کلن قدامت لري. ددې جومات د بیارغونې او ترمیم چارې د کابو ۱۲میلیونه افغانیو په مالي لګښت چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا ورکول کیږي، د ملي پراختیا شرکت د کاري ټيم لخوا پرمخ وړل کیږي او تمه ده له یو کال نه په کمه موده کې پای ته ورسیږي. د یادونې وړده چې د جومات په انګړ کې یو تاریخي حوض هم شته چې د ترمیم لپاره ېې د بودیجې له منظوریدو وروسته به پرې کارونه پیل شي.
په سمنګان ولایت کې د رستم تخت د بیارغونې چارې پيل شوي دي
په سمنګان ولایت کې د رستم تخت چې هیواد کې یو له تاریخي اثارو بلل کيږي او د ايبک ښار د سوېل په درې کيلومترۍ کې موقعيت لري او د یوې غونډۍ په سر کې له تراشل شوې تيږې څخه جوړ شوی او دوه دهلیزونه لري، د ملي پراختیا شرکت لخوا بیارغول کیږي. رستم تخت لرغونې سیمه، چې د طبیعي پېښو له امله د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د څه کم ۳۸میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ملي پراختیا شرکت د افغاني ساختماني ریاست لخوا، چې ۹۴۰۰۴۴ متر مربع مساحت ځمکه په ځان کې رانغاړي بیارغول کیږي او تر څنګ ېې، ساحوي دفتر، تشنابونه او نورې اړینې برخې هم ودانیږي. دمګړۍ ددې لرغونې تحت او شاوخوا سیمې په پاک کارۍ او د احاطوي دیوال په جوړولو کارونه روان دي او تمه ده چې په شاوخوا یونیم کال کې ورغول شي. د سمنګان ولايت رستم تخت ډبرينه استوپه چې د لرغون پوهانو په وینا د کوشانيانو له دورې سره تړاو لري او د هغه زمانې له مشهورو او عجيبو معماريو څخه ګڼل کېږي؛ په داسې حال کې بیارغول کیږي چې د کال په لومړيو ورځو کې د دې ولایت او نورو ولايتونو څخه زرګونه کسان له دې تفريحي او تاریخي ځاىه ليدنه کوي.






