کنړ ولایت ته د ملي پراختیا شرکت د اجرائیوي مشر سفر
یکشنبه ۲۳ وږې ۱۳۹۹ کنړ ولایت ته د ملي پراختیا شرکت د اجرائیوي مشر ښاغلي عبدالرحمن عطاش د سفر په ترڅ کې چې نن د وږي میاشتې په ۲۳نیټه ترسره شو د یو شمیر ودانیزو پروژو څخه لیدنه وکړه چې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت پرمخ وړي. د ملي پراختیا شرکت له اجرائیوي مشر سره په دې سفر کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار او د کنړ د خلکو استازو عبدالروف شپون او قاري ضیاءالرحمن کشمیرخان او یو شمیر نورو مسئولینو هم ملتیا کوله، په ترڅ کې ېې له والي محمد اقبال سعید، د ولایتي شورا له استازو او مسئولینو سره د لیدنې او په دې ولایت کې د پروژو په کاري بهیر له خبرو سربیره، شیګل ولسوالۍ څخه په راتلونکو کې د پروژو د پلې کیدا په موخه، د سالار باغ لوی جومات او ځینو نورو پروژو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه. د کنړ والي دې ولایت ته د ملي پراختیا شرکت د مشر او نورو مسئولینو له سفره د هرکلي ترڅنګ، هلته او ټول هیواد کې له پلې کیدونکو پروژو او د ملي پراختیا شرکت له کاري بهیر څخه خوښي وښوده او د ملي پراختیا له مشر ښاغلي عطاش څخه ېې وغوښتل چې د چارو د چټکتیا ترڅنګ؛ کنړ کې د کانونو، د لرګیو د فابریکو، صنعتي پارک او نورو پراختیايي چارو په برخو کې همکاري وکړي. ښاغلي عطاش هم د ملي پراختیا شرکت د [...]
نجیب الله ننګیال شینواری د پلازمېنې زون د رییس په توګه وګمارل شو
یکشنبه ۲۳ وږی ۱۳۹ د ملي پراختیا شرکت د برنامو مرستیال ښاغلی نجیب الله ننګیال شینواری تیره ورځ د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان په اساس د پلازمینې زون د خپلواکه ادارې د نوي رییس په توګه وګمارل شو. د ښاغلي شینواري د پيژندنې په ناسته کې، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مشر احمد وافي امین، د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال داکټر ضیاالله شفیق، د همغږۍ او تولیداتو د پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور او ددې شرکت نورو لوړ پوړو مسئولینو، د چارو او د ملي تدارکاتو د ادارو مرستیالانو استاد نوید او عبدالتواب یوسفزي، د چارو د ادارې لوی سلاکار حبیب الله اصغري او د پلازمینې زون ادارې یو شمیر کارمندانو ګډون کړی وو. د پلازمېنې زون د خپلواکه ادارې نوي رییس ښاغلي نجیب الله ننګیال شینواري له معرفي کیدو وروسته د جمهوري ریاست د عالي مقام له باور څخه مننه وکړه او ددې ادارې د پراختیا او موخو ته د رسیدو لپاره ېې د نه ستړېکیدونکو هڅو ډاډ ورکړ. د یادونې ده ښاغلی شینواری چې د هندوستان له ډهلي او کابل پوهنتون څخه د ماسټرۍ دوه ډیپلومونه لري او په ساختماني برخو کې د انجنیري او مدیریت پراخه تجربه لري، د فاع وزارت د ملکیتونو او ساختمانونو د رییس په توګه له خدمت وروسته ېې، له تیرو څو میاشتو راهیسې د ملي پراختیا شرکت د برنامو د مرستیال په [...]
د شمال د ډبرو سکرو کان کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې یو ورځنی سیمینار
پنجشنبه ۲۱ وږی ۱۳۹۹ د شمال د ډبرو سکرو کان رهبرۍ د پلان او پلانګذارۍ تر نامه لاندې د یو ورځني سیمینار په ترڅ کې ددې کان ۳۰تنو مدیرانو او کارکوونکو ته، د کاري او عملیاتي پلانونه عملي او تیوري روزنه ورکړه. دا پروګرام چې نن پنجشنبه د روان کال د وږي میاشتې په ۲۱مه نیټه د ریاض الدین شریفي لخوا وړاندې شو، پکې د یوې ښې پلانګذارۍ مزایاوې او ځانګړتیاوې تر بحث لاندې ونیول شوې. ددې کان کارکوونکي د سیمینار د دایرولو په هکله د شمال د ډبرو سکرو کان د مشر له دې نوښت څخه خوښ دي او دا کار د خپلو کاري وړتیاوو په لوړونه کې خورا اړین بولي.
ننګرهار ولایت کې د زیتونو د حاصلاتو د راټولولو ورځې را لنډې شوي
دوشنبه ۱۷ وږی ۱۳۹۹ د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند د زیتونو بڼونو او د زیتونو تولیدي فابریکې ته، د ملي پراختیا شرکت تر رهبرۍ لاندې د وادي کرنیز شرکت د مسئولینو د خاصې پاملرنې له امله د زیتونو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی. د ننګرهار وادي کرنیز شرکت تخنیکي مرستیال ښاغلی ذبیح الله فضلي وايي سږکال به ننګرهار ولایت کې د کانال اړوند زيتونو بڼونو حاصلات د تیر کال په پرتله څو چنده زيات وي او د ۵۰۰ټنو اتکل ېې کیږي. د ښاغلي فضلي په وینا تیر کال له دې بڼونو څخه کابو ۱۰۰ ټنه تور او شنه زیتون راټول شوي وو، چې له څه کم ۴ټنو څخه ېې اچار او پاتې نورو څخه ېې تیل ویستل شوی وو او دا کال به له راټولو شوو زیتونو څخه لس ټنه ېې اچارو ته بیل او پاتې نورو څخه به ېې تیل وویستل شي. نوموړی زیاتوي له هغې ورځې چې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ملي پراختیا شرکت کې مدغم شوی، د نورو برخو په څير د زیتونو بڼونو مسلکي او عصري ډول پالني، اوبو رسونې او کیمیاوي سرې د ورکړې سیستم ته ېې ښه پاملرنه شوې او همدا لامل دی چې د نورو کلونو په پرتله ېې د روان کال حاصلات ډير اټکل شوي دي. د یادونې وړ ده چې په ننګرهار ولایت کې د زیتونو دولتي باغونه په ۱۳۴۲ کال کې جوړ شوي، ١٧٢٠ هکتاره ځمکه په [...]
په ننګرهار کې د خُرماوو حاصلات راټول او په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
یکشنبه ۱۶ وږی ۱۳۹۹ له کله نه چې د ننګرهار وادی کرنیز شرکت مسئولیت د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی د رهبرۍ او مسئولینو د ښې پاملرنې له امله ېې ټولې تولیدي او کرنیزې برخې د پراختیا په خوا روانې دي، چې یو له هغو څخه د خُرماوو بڼونه او حاصلات دي. لکه څنګ چې اټکل کیده سږکال به د تیر کال په پرتله د ننګرهار کانال اړوند د خُرما بڼو حاصلات څو چنده زیات وي همداسې وشول او دا کال له دې بڼ څخه کابو ۷ټنه خُرما راټوله شوه. د ننګرهار وادی کرنیز شرکت مشر عبدالقهار حیدري د کرنيزو پلانونو او اسانتياوو د برابرولو ترڅنګ، ثمر ته د تازه بوټو رسیدل او د کاري ټیم هڅې هغه لاملونه بولي چې د خرماوو د حاصلاتو په زياتوالي ېې ښه اغیز کړې. همداراز ښاغلی حیدري زیری ورکوي ننګرهار ولایت کې د خرماوو ښه حاصل ته په کتو، پلان لري چې راتلونکی کال په ۱۸۰جریبه ځمکه کې د خرما لس زره تازه نیالګي کینوي چې په دې سره به له یوې خوا په هیواد کې د خرماوو حاصلات لوړ شي او له بل پلوه به خلکو ته د دایمي او لنډ مهالي کار زمینه هم برابره شي. د یادونې وړ ده چې تیرکال له دې بڼ څخه ۷۰۰ کیلو خرما راټوله شوې وه او دا بڼ شاوخوا لس کاله وړاندې د وادې کرنيز شرکت له لوري د هډې فارم د دويم [...]
د ملي پراختیا شرکت لخوا په مزار شریف ښار کې دوه ودانیزې پروژې پرانیستل شوې
جمعه ۱۴وږی ۱۳۹۹ د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د ملي پراختیا شرکت د مسئولینو له لورې هغه دوه پروژې (جومات او ټولنیز صالون)چې کارونه ېې بشپړ شوي وو پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دا ودانیزې پروژې یوه ېې د مزار شریف په اتمه ناحیه کې د بي بي حنیفې په نوم جومات او بله ېې په دریمه ناحیه کې ټولنیزو صالون دی، چې تیره ورځ د ملي پراختیا شرکت تر چتر لاندې د بنايي ساختمانی شرکت د مشر احمد جاوید اخلاص لخوا، د پروژو د ځایي مسئولینو او ولایتي چارواکو په شتون کې پرانیستل شوې. جومات له انګړ سره په ۱۵۰۰او ټولنیز صالون له انګړه سره په ۲۰۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې ودان شوی، چې هر یو به په یو وخت کې د نږدې ۱۰۰۰کسانو د ځاییدو وړتیا ولري. په دواړو پروژو ودانیز کارونه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ تیر کال د ملي پراختیا شرکت د بنايي ساختماني شرکت لخوا پیل شوي وو، چې په لوړ کیفیت او د نننیو معیارونو په پام کې نیولو سره پای ته ورسول شول. دیادو پروژو له پرانیستو او د ملي پراختیا شرکت لخوا د نورو پروژو د پلې کیدو له څرنګوالي د مزار شریف ښار اوسیدونکي خوښ دي او وايي چې ددې پروژو په پرانیستو سره به ېې په اړوند برخو کې ستونزې تر ډيره بریده حل شي.






