د قوش تېپې کانال د هېواد یوه حیاتي پروژه ده، د بلخ ولایتي اداره به له ولس سره اوږه په اوږه د دې پروژې ساتنه کوي
د قوش تېپې کانال ته د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش او د بلخ ولایت والي مولوي قدرت الله حمزه او تخنیکي ټیم د خپل سفر په ترڅ کې د ځایي مسوولینو کړنې وستایلې او هم یې زیاته کړه، دا کانال د هېواد یوه حیاتي پروژه ده، د بلخ ولایتي اداره به له ولس سره اوږه په اوږه د دې پروژې ساتنه په هره بیه کوي.د یا دولو وړ دی، اوس مهال په دې کانال کې ۱۶۷۵ ماشینري په کار بوخت ده، چې ټول ټال د کانال ۱۵ فیصده چارې پرمخ تللې دي او دا چارې د یو قوي تخنیکي ټیم پرمټ تطبیق او څارل کېږي.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس او د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین د قوش تېپې کانال له چارو لیدنه وکړه
بلخ ولایت ته د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش او د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده او تخنیکي ټیم د قوش تېپې کانال پروژې له چارو د لیدنې ترڅنګ د ځایي مسوولینو کړنې وستایلې او هم یې ورته د دې پروژې د چارو د لا چټکۍ لپاره اړینې لارښوونې وکړې. د یا دولو وړ دی، اوس مهال په دې کانال کې ۱۸۰ قرادادي شرکتونه او ۱۶۷۵ ماشینري په کار بوخت او د کانال ۱۵ فیصده چارې پرمخ تللې دي، چې دا چارې د یو قوي تخنیکي ټیم پرمټ تطبیق او څارل کېږي.
د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي ټیم د قوش تېپې کانال له چارو لیدنه وکړه
بلخ ولایت ته د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري معین فضل الباري فضلي او تخنیکي ټیم د قوش تېپې کانال پروژې له چارو د لیدنې ترڅنګ د ځایي مسوولینو کړنې وستایلې او هم یې ورته د دې پروژې د چارو د لا چټکۍ لپاره اړینې لارښوونې وکړې. د یا دولو وړ دی، اوس مهال په دې کانال کې ۱۸۰ قرادادي شرکتونه او ۱۶۷۵ ماشینري په کار بوخت او د کانال ۱۵ فیصده چارې پرمخ تللې دي، چې دا چارې د یو قوي تخنیکي ټیم پرمټ تطبیق او څارل کېږي.
د آبادۍ او جوړنې ۱۱ ورځې
د قوشتېپې کانال حیاتي پروژه، د تخار ولایت د نمک آب کانال د لوري بدلون او د غوري سمنټو د تولید فابریکې د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له مهمو او لویو پروژو څخه دي، چې چارې یې ګړندۍ روانې دي. د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ نوموړې پروژې د هېواد په اقتصاد، کارموندنې، آبادۍ او پرمختګ کې مهمې یادې کړې او له چارو یې له نږدې څارنه کوي. په وروستیو کې د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ او تحنیکي ټیم له دې پروژو لیدنه وکړه. د قوشتېپې ملي کانال د تطبیق له چارو څارنه د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ له تخنیکي ټیمونو او قرار دادي شرکتونو سره له دوامداره غوڼدو وروسته، د دوی له کړنو خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا چټکۍ او ښه کیفیت لپاره یې اړینې لارښوونې وکړې. په دې ملي پروژه کې تر اوسه: . ۱۵۰۳ عراده ماشینري په کار بوخت ده. . په یو وخت کې ۴۲ کیلومتره واټڼ کې په ۴۰ نقطو کې کار. . له ۲۲۰۰ څخه ډېرو کسانو ته د کار زمینه مساعده شوې ده. . ۱۴ میلیونه متره مکعبه کېندنه . د انتک( سربند) سیمه کې د کار پيل په دې سفر کې د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ د شمالي ولایتونو له قومي مشرانو او علماوو سره خبرې وکړې او د دې پروژې له چارو یې ډاډ ورکړ. د قوشتېپې کانال پروژه د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه [...]
د ملي پراختیا شرکت ته د دوهم ځل لپاره د غوري سمنټو فابریکو سپارل
په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له راتګ وروسته د غوري سمنټو د فابریکو مسوولیت د بغلان ولایت سیمه ییزو ادارو په لاس کې اخیستی وو، چې د سمنټو په تولید، کیفیت او د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې ځینې ستونزې رامنځ ته شوې وې، نو له همدې امله د ا.ا.ا رهبرۍ پرېکړه وکړه، چې د دې فابریکو مسوولیت د دوهم ځل لپاره د ملي پراختیا شرکت ته ولېږدول شي. د ملي پراختیا شرکت د دې فابریکو د چارو څخه د لیدنې او د سمنټو تولید د لوړوالي لپاره یو هیئت، د دې شرکت معاونینو او تخنیکي ټیم څخه وګوماره، چې نوموړي هیت د فابریکو له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه او هم یې ډاډ ورکړ، چې د فابریکو شته ستونزې به حل او د تولید او کیفیت د لوړوالي ترڅنګ به غوري سمنټو ته په بازار کې ځانګړی مقام ګټي. همدارنګه مسوولینو د فابریکو د کار کوونکو د پاتې معاشونو د ورکړې لړۍ هم رسماً پیل کړه او هم یې ترې وغوښتل، چې په صداقت او رېښتینولۍ خپلو کارونو ته دوام ورکړي. هېره دې نه وي په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له راتګ وروسته د دې فابریکو کارکوونکو معاشونه نه وو اخیستي.
د بالا باغ قصرونو څخه د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ پلاوي لیدنه
پنجشنبه ۵ وږی ۱۴۰۰ دملي پراختيا شرکت رهبري پلاوي نن د کابل ولایت د بالا باغ قصرونو څخه له نږدې لیدنه وکړي. په دغه پلاوي کې دملي پراختيا شرکت اجراييوي رييس عبدالرحمن عطاش او ددې شرکت یو شمیر کارکوونکو ګډون درلود. ښاغلي عطاش ددې قصرونو د پاتي کارونو د بیا پیل لپاره لازم هدایت ورکړو او زیاته يې کړه چې کارونه باید په دقت، سرعت او ښه کیفیت سره پرمخ لاړ شي. د پغمان بالاباغ ماڼۍ چې ۲۸ودانۍ لري، د امیر عبدالرحمن خان او شاه امان الله خان د واکمنۍ پرمهال استوګنځی او د بهرنیو او کورنیو میلمنو د میلمه پالنې او تفریح ځای لپاره جوړ شوی وو.





