د بالا باغ قصرونو څخه د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ پلاوي لیدنه
پنجشنبه ۵ وږی ۱۴۰۰ دملي پراختيا شرکت رهبري پلاوي نن د کابل ولایت د بالا باغ قصرونو څخه له نږدې لیدنه وکړي. په دغه پلاوي کې دملي پراختيا شرکت اجراييوي رييس عبدالرحمن عطاش او ددې شرکت یو شمیر کارکوونکو ګډون درلود. ښاغلي عطاش ددې قصرونو د پاتي کارونو د بیا پیل لپاره لازم هدایت ورکړو او زیاته يې کړه چې کارونه باید په دقت، سرعت او ښه کیفیت سره پرمخ لاړ شي. د پغمان بالاباغ ماڼۍ چې ۲۸ودانۍ لري، د امیر عبدالرحمن خان او شاه امان الله خان د واکمنۍ پرمهال استوګنځی او د بهرنیو او کورنیو میلمنو د میلمه پالنې او تفریح ځای لپاره جوړ شوی وو.
د پکتیکا پلتوني بند څخه د ملي پراختیا شرکت رهبري پلاوي لیدنه
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۰ د ملي پراختيا شرکت رهبري پلاوي له بندونو او نورو بیلابیلو پروژو څخه دلیدنو په لړکې تیره ورځ پکتیکا ولایت کې د پلتوني اوبو زیرمه کولو بند څخه لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رئیس عبدالرحمن عطاش، داسلامي امارت دپکتیکا ولایت استازو او ورسره مل پلاوي ګډون درلود. د پلتوني بند چې د جیوتکنیکل ۱۱ تحقیقاتی څاګانو د کیندلو چارې یې بشپړې اوس مهال یې د ډیزاین چارې جریان لري. دغه بند چې د ملي پراختیا شرکت هلمند ودانیز ریاست له لوري د پکتیکا مرکز ښرنې ښار په ۱۲ کیلو مترۍ کې د موسمي اوبو زیرمه کولو، کرهنې پراختیا او ځکمو خړو بولو په موخه جوړیږي، ۳۰ متره لوړوالی، ۲۶۰ متره اوږدوالی او ۱۱۲ متره پلنوالی به ولري. یاد بند د ۸.۶ میلیون مترمکعب اوبو زیرمه کولو ظرفیت لري چې له جوړیدو وروسته به شاوخوا ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي .
د مچلغو بند څخه د ملي پراختیا شرکت د رهبري پلاوي لیدنه
سه شنبه ۲ وږی ۱۴۰۰ دملي پراختيا شرکت رهبري پلاوي پرون پکتیا ولايت احمد ابا ولسوالۍ مچلغو بند ته سفر کړی وو؛ ترڅو په دې سیمه کې دجوړيدونکي بند له څخه له نږدې لیدنه وکړي. په دغه پلاوي کې دملي پراختيا شرکت اجراييوي رييس عبدالرحمن عطاش او د اسلامي امارت د پکتیا ولایت مؤسساتو مسؤل ګډون درلود. ښاغلي عطاش د مچلغو بند انجينرانو ته د لازمو لارښونو په ترڅ کې وویل: چې ددې بند د جوړولو چارې باید چټکې او کارونه يې په ښه کیفیت سره پرمخ لاړ شي. دغه بند ۲۶۰ متره اوږد والی ۲۸۰ متره سور ۴۷ متره لوړ والی چې د ۵،۳ میلیونه متر مکعب اوبو دذخیره کیدو ظرفیت لري او همدارنګه د اوبو اخیستو ساحه یې۶۶،۸۵ کیلو متره مربع ده. ددغه مهم بند په جوړیدو سره به د ۲۹۳ کیلو واټه برق د تولید ترڅنګ ۲۳۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي. د ویلوده، چې د مچلغو بند دجوړیدو چارې لومړی ځل د لومړني ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال پيل شوې، خو د کورنيو ستونزو له امله يې کارونه په هماغه پيل کې بیرته پاتې شول.
د ملي پراختیا شرکت اداري کمپلکس له ودانیزو چارو څخه د رهبري پلاوي لیدنه
دوشنبه ۱ وږی ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت اجرایيوي مشر عبدالرحمن عطاش د ودانیزو پروژو څخه د لیدنو په لړ کې دا ځل ددې شرکت د کمپلکس ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې ښاغلي عطاش د ملي پراختیا شرکت کمپلکس ودانیزه پروژه مهمه وبلله او لارښونه يې وکړه چې په چارو کې دقت، سرعت او کیفیت ته پوره پاملرنه وکړي. دا په داسي حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت رهبري پلاوي په دې وروستو کې په بیلابیلو ولایتونو کې له پروژه څخه دليدنو لړۍ پيل کړې ده. #شرکت_انکشاف_ملی #ملی_پراختیا_شرکت
د ملي پراختیا شرکت رهبري اوغړو اداري ناسته ترسره کړه
یکشنبه ۳۱ زمری ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت اداري ناسته دعمومي اجراییوي رئیس عبدالرحمن عطاش،مرستیالانو،مشاورینو او بیبلابیلو ادارو رئیسانو په ګډون ترسره شوه . په دغه ناسته کې د رهبرۍ دعمومي رئیس او ګډونوالوترمنځ دبیلابیلوادارو پر مسؤلیتونواو دندو باندې هراړخیز بحث ترسره شو او اړونده مسؤلینوته سپارښتنه وشوه ؛ ترڅو خپل فعالیتونه او ترکارلاندې پروژې دهیواد په بیلابیلوبرخوکې په پوره ډاډ سره پیل کړي. همدارنګه دغونډې ګډونوالو د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ ته ډاډ ورکړچې په نږدې راتلونکي کې به په ټول هیواد کې خپل فعالیتونه په بشپړ قوت او لیوالتیا سره بیرته پیل کړي. غونډه په ټول هیواد کې د سرتاسري سولې ټینګښت اود هیواد پرمختګ لپاره د دعا یې په لوستلو پای ته ورسیده. #شرکت انکشاف ملی #ملی پراختیا شرکت
د سولې ښوونځي دیوال رغنیزې چارې به ډیر ژر بشپړې شي
شنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۰ د سولې ښوونځي دیوال رغنیزې چارې د تایمني پروژې په ۵ سړک کې به ډیر ژر بشپړې شي. ددې دیوال په جوړولو کې ۹ بابه ګارد تاورونه، دروازې، پیاده رونه او د ټول ښوونځي لپاره د بريښنا ویشلو سیستم شامل دي. دغه مکتب د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې له خوا ورکول کیږي. د سولې ښوونځی د ملي پراختیا شرکت له لوري په داسي حال کې جوړیږي چې دغه شرکت په لسګونه بابه ښوونځي په ټول هیواد کې جوړ او کټې اخیستنې ته سپارلې دي.