۲۱ صفر المظفر ۱۴۴۸ هـ ق/۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ ل: د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا، پکتیکا ولایت ته د سفر پر مهال د پلتوني بند له ودانیزو چارو څخه له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه.
د دغې لیدنې پر مهال، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د بند له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ، د پروژې له مسؤولینو او ساحوي انجینرانو سره د کارونو د مخکې تګ، کیفیت او چټکيا په اړه خبرې اترې وکړې. ښاغلي عطاش په خبرو کې د دغې سترې ملي پروژې د کارونو پر لوړ کیفیت، تخنیکي معیارونو او له ټاکل شوي مهالوېش سره سم پلي کېدو ټینګار وکړ او اړوندو ټیمونو ته یې په کارونو کې د نوري چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د پلتوني بند د پروژې مسوولینو او ساحوي انجینرانو عمومي اجرائیوي رئیس ته د روانو کارونو، ډیزایني تطبیق او د کیفیت د څارنې په اړه پوره معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې ټولې چارې د نړیوالو انجینري معیارونو پر بنسټ پرمخ ځي.
د یادونې ده، چې د پلتوني بند پروژه د پکتیکا ولایت د اوبو د مدیریت، کرنیزې پراختیا او چاپیریال ساتنې په برخه کې خورا حیاتي دنده لري؛ د دغه بند د اوبو زېرمه کولو ظرفیت ۲۵ میلیونه متره مکعبه دی، چې په بشپړېدو سره به یې ۲۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او دغه راز ۱ میګا واټ برېښنا به هم تولید کړي.
