۲۴ صفر ۱۴۴۸ هـ ق / ۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ ل: د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش ختیځ زون ته د یوه کاری سفر پر مهال، په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د یاد شرکت تر لاس لاندې د سترو پروژو له روانو چارو له نږدې لیدنه وکړه.
په دغه سفر کې، چې د ملي پراختیا شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس سره د ننګرهار والي هم ملتیا کوله، په ننګرهار ولایت کې د ختیځ ۶۰۰ بستریز روغتیایي کمپلکس او سپین جومات له ودانیزو او پرمختیایي چارو لیدنه وکړه.
دغه راز، ښاغلي عطاش د دغه سفر په لړ کې کونړ ولایت ته هم سفر وکړ او هلته یې د کونړ ۲۰۰ بستریز روغتون د ودانیزو چارو له پرمختګ له نږدې وڅاره.
د دغو لیدنو پر مهال، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د پروژو له مسوولینو او ساحوي انجینرانو سره په خبرو کې د کارونو پر لوړ کیفیت، تخنیکي معیارونو او پر وخت بشپړېدو ټینګار وکړ او اړوندو ټیمونو ته یې په کارونو کې د نوري چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې ده، چې د ملي پراختيا شرکت د هېواد په بېلابېلو برخو کې ګڼې پروژې پر مخ وړي او هڅه کوي چې د ټولو پروژو چارې پر خپل او ښه کيفيت سر ته ورسوي