د ملي پراختيا شرکت د ملکیتونو د داوطلبۍ اعلان
د ام-ارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې په کابل ښار کې خپل لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درېیو کلونو لپاره د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې په قرارداد ورکړي:
1- د اماراتو ښارګوټي اړوند ۴ متر مربع مساحت لرونکې (۱۸، ۱۹، ۲۰، ۲۱، ۲۵، ۲۶ شمېرې) فلزي غرفې
2- د اماراتو ښارګوټي اړوند ۹ متر مربع مساحت لرونکې (۱۳، ۱۹، ۲۰، ۲۵، ۲۹، ۳۱، ۳۲، ۳۸، ۴۶، ۵۷، ۵۸، ۶۰، ۶۴، ب ۶۴ شمېرې) فلزي غرفې
3- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې د ۱۳۲.۲۵ متر مربع مساحت لرونکې ۱۰مه شمېره تهکوي.
هغه حکمي او حقیقي اشخاص، چې د یادو ملکیتونو د قرارداد کولو غوښتونکي دي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د دغه اعلان له خپرېدو څخه تر ۱۰ ورځو پورې، د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند په قصبه سیمه کې د ملي پراختیا شرکت دفتر ته وسپاري. شرطپاڼه کتلی شئ او تضمین په نغدي بڼه اخيستل کېږي.
د غوري سمنټو د ۲۱۶ زره ټنه تولیدي سمنټو د پلور په موخه د داوطلبۍ (مزایدې) خبرتیا
د امارتي شرکتونو لوی رياست د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې د غوري سمنټو فابریکو د ۱۴۰۵ مالي کال (۲۱۶,۰۰۰) ټنه تولیدېدونکي سمنټ، د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې وپلوري.
له همدې امله له ټولو هغو اشخاصو او شرکتونو څخه، چې د دې داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون لیوالتیا لري، غوښتنه کېږي چې د سمنټو د پلور اړونده شرطپاڼه د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې، قصبې سیمه کې د ملي پراختیا شرکت له مرکزي دفتر څخه ترلاسه کړي او د ګډون غوښتنلیکونه دې د اعلان له خپرېدو څخه تر د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ د مياشتې تر ۱۳مې نېټې پورې د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې له ټاکلې نېټې وروسته رسېدلي او انټرنټي غوښتنلیکونه د منلو وړ نه دي. دغه راز د داوطلبۍ غونډه به د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې په (۱۳مه) نېټه، د شنبې په ورځ، ماسپښين په (۰۱:۳۰) بجو د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې ترسره شي.
د ملي پراختيا شرکت د ملکیتونو د داوطلبۍ اعلان!
د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست په پام کې لري، چې په کابل ښار کې خپل لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درېیو کلونو لپاره په قرارداد ورکړي:
۱- د اماراتو ښارګوټي په ۲م فاز کې ۴مه شمېره هټۍ.
۲- د اماراتو ښارګوټي په ۲م فاز کې ۵مه شمېره هټۍ.
ټول حکمي او حقیقي اشخاص، چې د یادو ملکیتونو د قرارداد غوښتونکي دي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د دغه اعلان له خپرېدو څخه تر ۱۰ ورځو پورې، د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند په قصبه کې د ملي پراختیا شرکت مرکزي دفتر ته وسپاري. د شرطپاڼې کتل حتمي دي او تضمین نغدي اخیستل کېږي.
د ملي پراختيا شرکت د ملکیتونو د داوطلبۍ اعلان!
د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست په پام کې لري، چې په کابل ښار کې خپل لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درېیو کلونو لپاره په قرارداد ورکړي:
۱- په بګرامي ښارګوټي کې یو کانټینر (د ۱۴.۴ متر مربع په مساحت).
۲- د لاله ښارګوټي په سویل (جنوب) کې یو باب هنګر.
۳- د خوشحال خان ښارګوټي په ۵م بلاک کې ۲مه شمېره هټۍ.
۴- د خواجه رواش ښارګوټي په لومړي مارکېټ کې ۱۳مه شمېره هټۍ.
۵- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې ۱۱مه شمېره غرفه.
۶- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې ۴مه شمېره هټۍ.
۷- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې ۳مه شمېره هټۍ.
۸- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې ۵-۶ شمېره تهکوي.
۹- د لاله ښارګوټي ۴مه شمېره هټۍ.
۱۰- د لاله ښارګوټي ۸مه شمېره هټۍ.
هغه حکمي او حقیقي اشخاص (شرکتونه او په فردي توګه خلک) چې د یادو ملکیتونو د قرارداد کولو غوښتونکي دي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د دغه اعلان له خپرېدو څخه تر ۱۰ ورځو پورې، د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند په قصبه کې د ملي پراختیا شرکت مرکزي دفتر ته وسپاري. د شرطپاڼې کتل حتمي دي او تضمین نغدي اخیستل کېږي.
د داوطلبۍ اعلان
د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې د جبلالسراج سمنټو فابریکې د ۱۴۰۵ کال اړوند(۱۵،۰۰۰) پنځلس زره ټنه تولیدېدونکي سمنټ د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلوري.
په شرایطو پوره ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې په دغه داوطلبۍ کې د ګډون په موخه، د شرطپاڼې کاپي د ملي پراختیا شرکت له مرکزي دفتر څخه چې په قصبه(د کابل ښار ۱۵مه ناحیه) کې موقعیت لري، ترلاسه کړي.
ګډونوال مکلف دي، چې خپل آفرونه د اعلان له خپرېدو څخه د ۱۴۰۵/۰۲/۲۳ نېټې تر چهارشنبې ورځې پورې، د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت ته وسپاري.
د آفرونو پرانېست غونډه د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵/۰۲/۲۳ نېټه، له غرمې مخکې په ۱۰:۰۰ بجو د ملي پراختیا شرکت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.
د غوري سمنټو د ۲۱۶ زره ټنه تولیدي سمنټو د پلور په موخه د داوطلبۍ (مزایدې) خبرتیا
د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې د غوري سمنټو فابریکو د ۱۴۰۵ مالي کال (۲۱۶,۰۰۰) ټنه تولیدېدونکي سمنټ، د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې وپلوري.
له همدې امله له ټولو هغو اشخاصو او شرکتونو څخه، چې د دې داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون لیوالتیا لري، غوښتنه کېږي چې د سمنټو د پلور اړونده شرطپاڼه د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې، قصبې سیمه کې د ملي پراختیا شرکت له مرکزي دفتر څخه ترلاسه کړي او د ګډون آفر دې د اعلان له خپرېدو څخه تر د ۱۴۰۵ کال د وري د مياشتې تر ۱۲مې نېټې پورې د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې له ټاکلې نېټې وروسته رسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي. دغه راز د داوطلبۍ غونډه به د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې په (۱۲مه) نېټه، د چهارشنبې په ورځ، سهار په (۱۰:۰۰) بجو د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې ترسره شي.


