د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس: د هېواد اقتصادي وده، شفافیت او نوښت زموږ لومړیتوبونه دي
پنجشنبه ۱۴۴۶ ھ ق کال شوال ۵مه/ ۱۴۰۴ هـ ش د وري په ۱۴مه نېټه د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د ملي شرکت د غونډو په تالار کې د تېر شوي نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ په پار جوړې شوې غونډه کې د ملي شرکت کارکوونکو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ په خپله وینا کې د ادارې د لید لوري، ماموریت، لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او اصلاحاتو په اړه مهم ټکي مطرح کړل. محترم عبدالرحمن عطاش د ملي پراختیا شرکت د موخو، ارزښتونو او اوږدمهاله ستراتیژۍ په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې ملي شرکت د هېواد د اقتصادي ودې، زیربنایي پراختیا او عامه پروژو پلي کولو ته ژمن دی او په وينا یې، ملي شرکت هڅه کوي، چې د هېواد ملي پراختیا لپاره د تلپاتې او بنسټیزو پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړي. همدا راز نوموړي د ملي شرکت د روانو پروژو، لاسته راوړنو او د کارکوونکو له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د دې ادارې هر پرمختګ د کارکوونکو د ژمنتیا او هلو ځلو نتیجه ده، د بېلا بېلو پراختیايي پروژو یادونه یې وکړه، چې د ملي شرکت د هڅو له برکته تطبیق شوي، یو شمېر د تطبیق په حال کې دي او یو شمېر سترې او ملي برنامې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي. محترم عبدالرحمن عطاش وویل، د کارکوونکو مسلکي پرمختګ ته باید ځانګړې پاملرنه وشي، څو [...]
د افغانستان اسلامي امارت یوه لوړ پوړي پلاوي د قوش تېپې کانال چارو څخه د لیدنې لپاره دغې سیمه ته سفر وکړ
چهارشنبه ۱۴۴۶ ھ ق کال شعبان ۲۰مه/ ۱۴۰۳ هـ ش کب په ۱ نېټه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت یو لوړ پوړي پلاوي د قوشتېپې ستر او ملي کانال د اوسني وضعیت او پرمختګ څخه د لیدنې په موخه شمالي ولایتونو ته سفر وکړ او هلته یې د ملي پراختیا شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش سره ولیدل. نوموړي پلاوي د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه او په سیمه یې له روانو چارو د خوښۍ ترڅنګ د ملي پراختیا شرکت له نه ستړې کېدونکو هڅو مننه وکړه او هم یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. دغه راز پلاوي د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډو هڅو پر بنسټ ټینګار وکړ، چې دغه پروژه د اوبو د مدیریت او اقتصادي ودې په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت ستراتیژیک هدفونه پوره کړي. د یاده ونې وړ ده، چې نوموړې کمېټه څه موده وړاندې د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت له لوري د اړوندو ادارو ترمنځ د قوش تېپې کانال په اړه د لا زیاتې همغږۍ رامنځ ته کولو لپاره جوړه شوې وه، چې په رأس کې یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، د اراضي عمومي رئیس مولوي محمود مظلوم، د اوبو او انرژۍ وزارت، د اوبو [...]
د امارتي شرکتونو لوی رئیس، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس او مل پلاوي د قوش تپې ستر او ملي کانال له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه
پنجشنبه ۱۴۴۶ ھ ق کال رجب المرجب ۲۲مه/ ۱۴۰۳ هـ ش سلواغې په ۴مه نېټه د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش او مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د قوش تپې ستر او ملي کانال له سربند، دویم فاز او د کانال په مسیر کې د پلونو جوړولو له روانو چارو څخه لېدنه وکړه. په دې لېدنه کې مولوي احمد جان بلال د قوش تپې کانال پروژې اهمیت په ډاګه او دا یې د افغانستان د اوبو مدیریت او د کرنې میکانیزه کولو لپاره یوه له مهمو او ستراتېژیکو پروژو څخه وبلله. ښاغلي بلال په دې برخه کې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ کړنې وستایلې او په سیمه کې تر سره شوي پرمختګونه یې له تمې څخه لوړ یاد کړل. دغه راز د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د امارتي شرکتونو له لوی رئیس څخه مننه وکړه، چې د قوش تپې ستر او ملي کانال د پروژې له روانو چارو څخه یې له نږدې لېدنه وکړه. ښاغلي عطاش د خپلو خبرو په ترڅ کې هېواد والو ته ډاډ ورکړ، چې د قوش تپې ستر او ملي کانال چارې په ټولو اړینو معیارونو برابرې په خورا چټکۍ سره د افغاني انجنیرانو له لوري پرمخ روانې دي. د یادولو وړ ده، د قوش تپې ستر او ملي کانال [...]
د ارزگان ولایت د آغا جان بند د سروی او ډیزاین چارې پیل شوې
نیته ۱۴۰۳/۷/۷ د آغا جان بند چې د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ کې پروت دی، د سروی او ډیزاین چارې یې د 14۰۳/۰۷/۰۷ مه نېټه د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د ملي پراختیا شرکت مسئولینو، د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولینو، د ارزګان ولایت مسئولینو، قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکو پر ګډون او موجودیت کې پیل شوې. د نوموړي بند، سروی او ډیزاین چارې د ا.ا.ا د مشرتابه عالي مقام د حکم پر بنسټ، ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی دی او په دغه برخه کې د ملي پراختیا شرکت مسئولین ژمن دی چې د نوموړي بند چارې به په معیاري او چټک ډول پر مخ وړي او پروژه به پر ټاکلې نېټه، ګټې اخیستنې ته سپاري.
د زابل ولایت د توري بند پرانیسته
نیته ۱۴۰۳/۷/۵ د زابل ولایت د توري بند د ا.ا.ا د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند، د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو، د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو، د سیمه ییزو چارواکو او ځانګړو مېلمانو پر ګډون پرانیستل شو. دا بند د زابل ولایت مرکز کلات ښار څخه په څلور (۴) کیلومترۍ کې پروت دی او ملکیت یې د اوبو او انرژۍ محترم وزارت پورې اړوند دی. د توري بند د اړوندو ودانيو چې په هغه کې د بند بنسټ، برېښنا خونه، خدماتي او بيړنۍ برج شامل دي، ودانېزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت له خوا د ١۴٠١ کال د سلواغې د مياشتې په ٩ نيټه پيل او د نوموړي بند ودانېزې چارې د ۱۴۰۳ کال د سلواغې مياشتې په ٣١ نېټه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د توري بند د جوړېدو موخه د کرنيزو ځمکو د خړوبولو او د موسمي اوبو د ذیرمه کولو او همدارنګه د ځمکې لاندې د تعذیې په پار اوبه ذېرمه کول دي. د يادونې وړ ده، چې د دغه بند لوړوالى له سمندر څخه تر خپلې څوکې پورې ٢٣ متره دى او د ٢،٩ ميليونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو، د ٥٦٠ هکتاره ځمکې د خړوبولو او د ٦١ کيلوواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند د ملي پراختیا شرکت له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه او د هېواد د بیارغونې په برخه کې یې د دې شرکت کړنې وستایلې. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند وویل: ملي پراختیا شرکت په کم وخت کې سترې لاسته راوړنې لري او نړۍ ته یې د اسلامي نظام او افغانانو وړتیاوې په ښه ډول ښکاره کړې. محترم ملا عبدالغني برادر اخند د ملي پراختیا شرکت د هڅو د ستاینې تر څنګ له خپل اړخه د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د محترم ملا عبدالغني برادر آخند له راتګ مننه وکړه او ډاډ یې ور کړ، چې ملي پراختیا شرکت د هېواد د آبادۍ او په ځان بسیا کېدلو لپاره ستر پلانونه لري او په ځینو یې عملاً کار روان دی.







