Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

فراه ولایت کې د ټولنیزو ستونزو د حل صالون

چهار شنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹ د فراه ولایت مرکز کې د یو باب ټولنیز صالون چې په نږدې ۷سوه مربع متره مساحت ځمکه کې جوړ شوی او په یو وخت کې د ۱۰۰۰کسانو د ځاییدو وړتیا لري کارونه بشپر او پرانیستو ته چمتو دی. د وخت په معیارونو سره برابر دا ټولنیز صالون چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پای ته رسول شوي، خلکو ته به د ټولنیزو ستونزو د حل اړوند ناستو او غونډو د ترسره کولو په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي. ددې صالون مالي لګښت د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له لورې ورکول شوی او له دې سربیره فراه ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژو هم کارونه روان دي.

دسمبر 16th, 2020|Categories: جوړول|

هلمندي ورزشکاران په خپل ولایت کې د یو سمبال جمنازیم له درلودو څخه برخمند کیږي

سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۹ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د لوبو د یو سمبال جمنازیم پرانیستلو سره به، ددې ولایت ځوانان وشي کولی د ورزشي پروګرامونو او لوبو په لار اچولو کې ورڅخه ګټه واخلي. ددې جمنازیم عملي کارونه په ۱۹۵۰مربع متره مساحت ځمکه کې، چې په یو وخت کې به د ۱۵۰۰تنو سیلانیانو د ځاییدو وړتیا لري، د تیر کال په غويي میاشت کې پیل شوي او د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ ېې د پلې کیدو مسئولیت لري. تمه ده د دهلیز د زینت، د سپتیک څاه جوړولو، رنګمالي، بریښنا، د صالون فرش او مرمر کاریو د کارونو له بشپړیدو وروسته، دا جمنازیم د لوبو ترسره کولو ته چمتو او پرانیستل شي.

دسمبر 15th, 2020|Categories: جوړول|

ډير ژر به د نیمروز ولایت د پوهنتون محصلین له یوې مجهزې لیلېې څخه برخمند شي

سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۹ د نیمروز ولایت پوهنتون کې په یو باب لیلېې ودانیز کارونه روان دي چې د ۱۰۰۰تنو محصلینو د ځاییدو وړتیا لري او تمه ده تر څو راتلونکو میاشتو ېې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا پروژه چې دامهال ېې په ودانیزو چارو کې ۵۴سلنه پرمختګ شوی، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پلې او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي. په تحصیلي مکانونو کې د داشان پروژو پلې کول چې هیواد کې د معیاري زدکړو په لور اړین ګام بلل کیږي، کولی شي د نیمروز ولایت پوهنتون کې د لیلیه زدکړالیانو د اوسیدو ستونزې هم حل کړي.

دسمبر 15th, 2020|Categories: جوړول|

پکتیکا ولایت کې د پلتوني اوبو زیرمه کولو بند جوړولو کارونه پیل شول

دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹ دا بند چې کار پرانیسته ېې د ملي پراختیا شرکت د عمومي اجرایوي مشر ښاغلي عبدالرحمن عطاش، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رئیس انجنیر خان محمد تکل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رییس شمیم خان کټوازي، پکتیکا د والي مجیب الرحمن څمکني، د ملي شورا استازې خالد اسد او یو شمیر لوړ پوړو ولایتي مسئولینو لخوا وشوه؛ په جوړیدو سره به ېې هلته د موسمي اوبو د بیځایه تلو د مخنیوی ترڅنګ، په سلهاوو هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي. د اوبو زیرمه کولو دا بند چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا ډیزاین او مالي لګښت ېې هم دا اداره ورکوي، ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د هلمند ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي. د پلتوني په نوم دا بند چې ۳۰متره لوړوالی، ۲۴۷ متره اوږدوالی او ۱۳۴ متره پلنوالی به ولري، د پکتیکا مرکز ښرنې ښار په ۱۲ کیلو مترۍ کې، د کرهنې او د ځکمو خړوبولو لپاره د موسمي اوبو د زیرمه کولو په موخه جوړیږي. دا بند چې د ۱۵.۸ میلیون مترمکعب اوبو زیرمه کولو ظرفیت به ولري او له جوړیدو وروسته به شاوخوا ۵۵۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي، شاوخوا ۲۵۰ تنو ته به کاري بوختیا او ودانیزې چارې به ېې شاوخوا درې کاله وخت ونیسي.

دسمبر 15th, 2020|Categories: جوړول|

د ملي پراختیا شرکت د پروان ولایت کوه صافي کې د یو محراب جومات ودانیز کارونه پرمخ وړي

دو شنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹ د پروان ولایت کوه صافي ولسوالۍ کې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا په یو محراب جومات ودانیز کارونه روان دي چي پکې د پام وړ پرمختګ شوی. ددې جومات ودانیز کارونه چې د روان کال غبرګولي میاشتې په وروستیو کې پیل شوي، دمګړۍ ېې بنسټیزې چارې بشپړیدو ته نږدې دې او تر راتلونکو څو میاشتو به ېې پاتې کارونه هم پای ته ورسیږي. د سیمې اوسیدونکي ددې پروژې له پلې کیدو څخه خوار خوښ دي او وايي چې ددې جومات پرانیستو سره به، له یوې خوا د عبادت او پنځه وخته لمونځنو په ترسره کولو او له بل پلوه به د ماشومان د لمړنیو او دیني زدکړو په برخه کې آسانتیا رامنځته شي.

دسمبر 14th, 2020|Categories: جوړول|

بغلان ولایت کې د لوبو د یو باب جمنازیم ودانیزې چارې به ډير ژر بشپړې شي

یکشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۹ دا جمنازیم چې په یو وخت کې به له زرو تنو څخه نیولې تر ۱۵۰۰ کسانو د ځاییدو وړتیا ولري، د بغلان پوهنتون د حسین خیلو کمپلکس په سیمه کې جوړ شوی. ددې جمنازیم ودانیز او تخنیکي کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ، پرمټ پرمخ وړل شوي او تمه ده چې د پاتې چارو له بشپړیدو سره ډير ژر د دې ولایت د لوبغاړو پرمخ پرانیستل شي. د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې مالي لګښت د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکړل شوی او سربیره په دې، په بغلان ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژ هم د ملي پراختیا شرکت لخوا کارونه روان دي.

دسمبر 13th, 2020|Categories: جوړول|
Go to Top