د پلازمینې کابل ده سبز کې د کویډ ۱۹ پنځوس بستره روغتون ګټې اخیستنې ته چمتو دی
یکشنبه۲۳ لیندۍ ۱۳۹۹ دا روغتون، له پنځوس بسترو سربیره، د ایمرجنسي، اکسرې، لابراتوار، درملتون، پاملرنې، ریکاوري او عملیات مجهزه څانګې لري. ددې پروژې ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت، د کورجوړونې تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي. یاد روغتون چې په نږدې ۱۵۰۰متر مربع مساحت ځمکه کې په یو پوړیز شکل جوړ شوی، د پلازمینه کابل په ولسوالیو کې د کویډ ۱۹د پنځو روغتونو له ډلې یو دی او د کرونا ناروغۍ د لمنځه تلو وروسته هم ددې سیمې اوسیدونکي کولی شي ورڅخه ګټه واخلي.
کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ کې یو محراب جومات په ودانیدو دی
شنبه ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت لخوا د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ په محراب جومات ودانیز کارونه روان دي چې پرانیستو سره به ېې په یو وخت ۶۰۰تنه لمونځ کوونکي ورڅخه استفاده وشي کولی. یاد جومات د هغو جوماتونو له ډلې څخه یو دی چې د ولسمشر په لارښوونه، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا د ټول هیواد په کچه ودانیږي. ددې جومات تر څنګ د کنړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په څو محرابه نورو جوماتونو هم ودانیز کارونه روان دي.
جبل السراج ماڼۍ د هلمندي چارواکو او میلمنو کوربه
پنجشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۹ د هلمند ولایت مرستیال بسم الله روحاني او د دې ولایت د بیلابیلو څانګو رییسانو پروان ولایت ته په خپل سفر کې د جبل السراج له تاریخي ماڼۍ څخه لیدنه وکړه. د هلمند ولایت د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال او ورسره مل پلاوي د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې او ملي پراختیا شرکت لخوا د جبل السراج ماڼۍ د بیارغونې له امله مننه وکړه او له دې امله چې ددې ماڼۍ په بیارغونه کې له کورنیو موادو په ځانګړي توګه د هلمند له رُخام ډبرو استفاده شوې، خوښي څرګنده کړه. په ورته وخت کې د دې ولایت والي فضل الدین عیار، پروان د سیاحت په سکتور د پانګونې لپاره مناسب ځای یاد کړ او ددې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس راغلو میلمنو ته د جبل السراج ماڼۍ د تاریخ او لرغونتیا په هکله معلومات ورکړل او د دغه تاریخي هویت د بیارغونې له امله یې خپله خوښي څرګنده کړه.
کندهار ولایت کې د ځمکو او قوالو ودانۍ په پرانیستو سره به د مراجعینو کاري بهیر آسانه شي
پنجشنبه۲۰ لیندۍ کندهار ولایت کې د ځمکو او قوالو ودانۍ چې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا جوړیږي، پرانیستو ته نږدې دی. دا پروژه چې په بشپړو امکانانو او لوړ انجنیري معیارونو سره جوړه شوې، په پرانیستو سره به ېې وخت له ضایع کیدو څخه مخنیوی وشي او مراجعین به وشي کولی خپلې ټولې اړونده کاري اړتیاوې پدې ودانۍ کې تعقیب کړي. دا په داسې حال کې ده چې ددې ولایت سربیره د ملي پراختیا شرکت په پنځو نورو ولایتونو کې د ځمکو او قوالو ودانۍ د جوړولو عملي چارې پرمخ وړي، چې ځینې ېې پرانیستو ته چمتو دي.
د ننګرهار وادي کرنیز(کانال) شرکت د تولیداتو (زېتون تېلو، اچارو او نورو تولېداتو) رسمي مغازه پرانستل شوه
د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ د شوو ژمنو د پوره کېدو په لړ کې ننګرهار کانال شرکت خپلو درنو وطنوالو ته د سوچه ، خالصو او وطنې زېتونو تېلو، اچارو او اړونده نورو تولیداتو ترلاسه کونې لپاره د جلال آباد ښار په پښتونستان واټ کې رسمي مغازه پرانستله. دغه مغازه له دریو کلونو ځنډ وروسته دوباره ننګرهار کانال شرکت فعاله کړه چې له دې مخکې د یو تن قراردادي له لوري يې چارې پرمخ وړل کېدی. درانه هېوادوال کولای شي چې د ننګرهار شرکت د رسمي مامور څخه دغه وطني، خالص او سوچه تېل او اچار د ټاکلي نرخ په بدل کې ترلاسه کړي. ټاکل شوي نرخونه يې دادي. ۷۵۰ ملي لیتره د زیتونو تېلو یوبوتل په ۶۳۵ افغانۍ او ۵۰۰ ملي لیتره د زېتونو تېلو یو بوتل په ۴۲۵ افغانۍ، ۲۵۰ ملي لیتره د زېتونو تېلویو بوتل په ۲۱۵ افغانۍ ترلاسه کولای شۍ. ۵۰۰ ملي ګرامه د زېتونو اچارو یو بوتل په ۱۱۵ افغانۍ، ۳۱۴ ملي ګرامه د زېتونو اچارو یو بوتل ۷۰ افغانۍ ترلاسه کولای شۍ .
د ننګرهار کانال زیتونو فابریکې کې د پروسس بهیر روان او د زیتونو راټولولو لړۍ روانې دي
چهار شنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۹ ننګرهار ولایت کې کرنیزو محصولاتو او بڼدارۍ پراختیا ته، د ملي پراختیا شرکت او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د رهبرۍ او مسئولینو د رښیتينې پاملرنې له امله، د ننګرهار کانال (وادي کرنیز شرکت) اړوند زیتونو بڼونو په حاصلاتو کې د ډيروالي اټکل کیږي. د ننګرهار کانال مسئولین خوشبیني ښه يي چې سږ کال به د تېرو کلونو په پرتله د زېتونو حاصلات ډېر لوړ وي او دا کال به له څلورګونو فارمونو څخه شاوخوا ۵۰۰ ټنه زیتون راټول، چې له لسو ټنو څخه به ېې اچار او له پاتې نورو څخه به ېې تیل وویستل شي. دمګړۍ د زیتونو راټولولو لړۍ روانه ده د اچارو د پروسس مرحله پای ته رسېدلې او د تېلو پروسس لړۍ دوام لري، چې په بشپړیدو سره به ېې هېوادوال د زېتونو کیفیت لرونکي سوچه او خالص تېل او اچار، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) له رسمي څانګو څخه ترلاسه کړي . د یادونې وړ ده چې په ننګرهار ولایت کې د زیتونو دولتي بڼونه شاوخوا لس زره جریبه ځمکه په ځان کې رانغاړي او پکې د زیتونو څه کم دوه سوه اویا زره ونې شته چې نیمايي له پالنې وروسته په حاصل راغلي.






