د کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې د جومات ودانیزې چارې
چهار شنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۹ د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په یو محراب جومات ودانیز کارونه روان دي چې بنسټيز کارونه ېې کابو بشپړ شوي او په پاتې برخو ېې کارونه روان دي. دا جومات چې تپه کې ښارګوټي ته څيرمه ودانیږي تر دې دمه ېې نږدې اویا سلنه ودانیز کارونه بشپړ شوي او پاتې کارونه به ېې په شاوخوا څلورو کاري میاشتو کې بشپړ شي. یاد جومات د هغو ۳۷۷بابه جوماتونو څخه یو دی چې د ولسمشر په لارښوونه او جمهوري ریاست عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا ودانیږي.
په ننګرهار کانال کې د ستروسو د نوو بڼونو جوړیدل به اړوند برخه کې تر ډيره هیواد په ځان بسیا کړي
سه شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په لارښوونه او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) د مسئولینو په هڅو، د کانال درېيم فارم کې په ۴۳ هکتاره ځمکه د ستروسو نوي باغونه جوړ چې شاوخوا ۱۴زره د مالټو نیالګي پکې کینول شوي دي. له یوې خوا د نوو باغونو پراختیا او له بل پلوه شته بڼو ته پاملرنې، د ستروسو په میوې د هیواد ځان بسیاینې هیلې پیاوړې کړي او له همدې امله سږ کال به د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له درېيم فارم څخه شاوخوا ۱۹۰۰ ټنه ستروس (مالټې) ترلاسه شي. همداراز د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ په دې هڅه کې ده چې په معیاري توګه د ودانیزو چارو سر ته رسولو ترڅنګ، ننګرهار ولایت کې ددې شرکت اړوند ځمکو څخه د ښې او ګټورې استفادې په موخه، خپل لنډ مهالي او اوږد مهالي پلانونه په ښه شان سره پلي کړي، چې له یوې خوا به په کرونیزو محصولاتو په پردیو اتکا کمه کړي او له بل اړخه به خلکو ته د کاري بوختیا پیدا کولو لامل شي.
د پلازمینې کابل د موسهي ولسوالۍ ۵۰ بستره روغتون
دوشنبه ۱۷ ليندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د یو باب پنځوس بستره روغتون ودانیزې چارې پرمخ وړي او پرانیستو ته چمتو دی. دا روغتون د پلازمینې کابل په ولسوالیو کې د کویډ ۱۹د هغو پنځو روغتونو له ډلې څخه یو دی چې د جمهوري ریاست د ملي پرختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ جوړیږي. یاد۵۰ بستریز روغتون چې د ایمرجنسي، عملیات، اکسرې، لابراتوار، درملتون، پاملرنې او ریکاوري ځانګړې خونې لرې، د موسهي ولسوالۍ اوسیدونکي به د کرونا ناروغۍ د لمنځه تلو او کابو کولو وروسته هم وشي کولی ورڅخه ګټه واخلي.
د ارشاد حج او اوقافو وزیر په بلخ کې د ملي پراختیا شرکت تر کار لاندې پروژې څخه لیدنه وکړه
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۳۹۹ د ارشاد حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي بلخ ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د خالد بن ولید جومات له پروژې څخه لیدنه وکړه. دا پروژه چې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پلي شوې، د مزارشریف ښار په مرکز کې موقعیت لري او په یو وخت کې د شاوخوا دوه زره لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا لري. ښاغلي حلیمي په داسې حال کې چې د ملي پراختیا شرکت له مشرتابه او د بنايي ودانیزې تصدۍ له کارکوونکو څخه ېې مننه وکړه، د دې جومات د ودانیزې چارو له څرنګوالي څخه ېې خوښي وښوده.
سرپل کې د شاه چنار ښوونځي ودانیز کارونه پای ته رسیدلي
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۳۹۹ سرپل ولایت کې د شاه چنار شپږ ټولګي درلودنکې ښوونځی جوړ او ودانیزې چارې ېې پای ته رسیدلي دي. دا ښوونځی د وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په ګټې استفادې، د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ودانیز ریاست لخوا جوړ شوی او ودانیزې چارې ېې پرمخ وړل شوي. ددې ښوونځې مالي لګښت د ښار جوړونې او ځمکو وزارت لخوا ورکړل شوی او ودانۍ ېې په شاوخوا ۶۲۰ مربع متره مساحت ځمکه کې په یو پوړیز شکل ودانه شوې.
د کور جوړونې تصدۍ عالي شورا د دولتي آپارتمانونونو د پلور په تړاو ناسته ترسره کړه
شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۳۹۹ دا ناسته د ملي پراختیا شرکت د اجرائیوي مشر ښاغلي عبدالرحمن عطاش، د دولتي شرکتونو د مشر، د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو او همغږۍ د مرستیال، د سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د استازو او د کور جوړونې تصدۍ د مشر په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې د لاله غزنوي او بګرامي دولتي ښارګوټو او آپارتمانونونو د پلور او اقساطو د مودې غوځولو په تړاو بحث او پریکړه وشوه. همداشان ددې غونډې ګډونوالو د ښارګوټو او په خاصه توګه د اماراتو او قصبې ښار ګوټو د ساتنې او څارنې په هلکه خبرې وکړي.






